افغانستان

طالبانو د حکومت یوولس تنه عسکر له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ غویي، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، د خپل مشر په فرمان او د روژې د میاشتې په مناسبت یې د حکومت یوولس تنه عسکر چې یو تن پکې ټپي هم و، په هلمند ولایت کې له بنده خلاص کړي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» پر خپل ټويټر لیکلي «دعاليقدر اميرالمؤمنين دفرمان له مخې، دبنديانو چارو د کميسيون لخوا نن ورځ د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د کابل ادارې ۱۱ تنه عسکر چې يو پکې ټپي وو د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت له بند څخه خوشې شول او د لباسونو او لس، لس زرو روپيو په ورکولو سره خپلو کورنيو ته واستول شول.»

حکومت که څه هم تر دې دمه د طالبانو له لوري د خپلو عسکرو د خلاصون په تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو تېره اوونۍ هم په غزني ولایت کې ګڼ شمېر دولتی‌ عسکر له بنده خلاص کړي‌ وو.

د طالبانو له زندانونو څخه د دولتي‌ عسکرو د خلاصون لړۍ داسې مهال روانه ده، چې هغوی ټینګار لري‌، امریکا باید د کړې‌ ژمنې سره سم طالب بندیان د حکومت له زندانونو خلاص کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي‌ توافق په اساس، امریکا باید د بین الافغاني‌ مذاکراتو له پیلېدو سره د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیل کړې وای؛ خو لا هم په دې برخه کې د پام وړ ګامونه نه دي‌ اخیستل شوي.

حکومت وايي، نور طالب بندیان نه خلاصوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د روژی د میاشتی په مناسبت به مو د لوګر بیوزله کورنی نه در په دره کولې. عسکر دی خوسی کړی بد دی کړی عسکر دی و###.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x