
ولایتي شورا: هلمند کې د حکومت هوایي برید ملکیان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشبنه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت ولایتي شورا وايي، ددې ولایت په مرکز «لښکرګاه» ښار کې د حکومت هوایي برید د یوې کورنۍ څو غړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د یادې شورا رئیس وايي، حکومتي الوتکو نن د هلمند ولایت د مرکز د دریمې امنیتې حوزې اړوند «بولان» سیمه کې د «الله نظر» په نوم د یوه ملکي کس پر کور هوايی برید کړی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د نوموړي په خبره، په دې برید کې د الله نظر دوه ماشومان وژل شوي او د میرمنې او لور په ګډون یې پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند امنیتي چارواکي که څه هم په هوایي برید کې د ملکیانو وژل کېدل ردوي او «تبلیغات» يې بولي؛ خو پر ملکي وګړو د حکومت هوایي بریدونه داسې مهال دي، چې طالبان د یاد ولایت مرکز ته رارسېدلي او په تېرو څو ورځو کې يې پراخې سیمې له حکومت لاندې کړې دي.
ورته مهال په ټولنیزو رسنیو یوه بل خپاره شوي ويډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې د حکومت برید په ناوه ولسوالۍ کې هم ولسي وګړي وژلي.
د سرچینو په اساس، په دې برید کې یوه کورنۍ په بشپړ ډول له منځه تللې.
د پښتون تباهی د امریکایانو او د پنجابیانو ګډ پلان. د قانع خبره: ملا صیب خپله ### هم په تعویض ساتی. هغه د طالبانو برید په لوګر کی او دا هم د حکومت برید په هلمند کی. دواړه پښتانه وژنی بیا پدی مبارکه د روژی میاشت کی. طالبانو د سوله لار پریښی غواړی چی په بدمعاشی او زور هر څه تر لاسه کړی ولی ناخبره له هر څه چی افغانستان هغه د امارت د وخت افغانستان ندی. هغه وخت هر چا طالب ته ښه راغلاست ویل خو اوس ورته نه وایی.
طوطی خانه
دلته د حکومت د وحشت پر خبر باندې تبصره وکړه
طالب ته بې ځایه خوله مه اچوه!
ستا خوله متاسفانه په دې بدو عادت شوې ده.
که یې سمه نکړې یوه ورځ نه یوه به په سوک سمیژي (زما دا وړاندوینه خپل په یادښتونو کې حتما ولیکی)
Toti Gul
You were very proud of Americans. How did you get changed 180 degrees