نظــر

د سولې دښمني؛ د ناکامو نسخو د بيا استعمال هڅې

لطف الله خيرخوا

دا څو اونۍ بهرنيو سفارتونو، رسنيو او د کابل ادارې تبليغاتي دستګاه سولې پسې ښه پخه راخيستې . دا ټول لوري بيا هم ټينګار کوي ، چې پخواني قاتل کمونستان ، پاټکيان ، د دې شلو کلونو غلامې او سولېدلې څېرې بيا د دې شلو کلونو ناکامو نسخو سره پر وطن تحميل کړي.

دا شل کاله انتخابات کېدل ، څه بدلون يې راوست ؟ څوک چې غل ، قاتل ، خاين او غلام و، پر ملت وتپل شو . نوم د رايې وکارېد ، مګر نړۍ شاهده وه چې څوک څه ډول واک ته ورسېد او بيا يې د واک موده کې د افغانستان او مسلمانانو کوم درد دوا کړ!

دوی د تېرو شلو کلونو تکرار غواړي . نه د سولې غم وړي ، نه د ابادۍ ، نه د بدلون او نه د پرمختګ . دا چې د تېرو شلو کلونو ګټې ښيي ، دا د دې سيستم شکلي مسايل دي . په داسې نظامونو کې که هر ډول سړی واکمن وي ، دا يې د سيستم شُو ده ، دا به ښيي.

بناءً د نظام ګټې حياتي مسايل او بنسټيز تغييرات دي چې په ښوونه او روزنه ، امنيت ، روغتيا ، اقتصاد ، اوبو او برېښنا او اسانه حصول کې خلاصه کېدی شي.

تاسې د نړۍوالو وجود ، رش کش ، ملاتړ ، مرستې، معاونت ، امکانات او د کاري ساحې تهيئه تصور کړئ او بيا په حياتي اړتياو کې د افغانانو د ژوند سويه وګورئ ، چې څه ډول ده؟

افغانستان هغه پينځه کسه نه دي چې ارګ، وزارتونو او رسنيو کې پتلون‌کش ناست دي، بلکې د دې وطن هر وګړی د دې وطن د هر نعمت مساوي مستحق دی.

له دې پينځو کسو پرته پر نورو بمونه ورېدلي، کورونه يې ورنړولي ، زندانونو کې يې اچولي، محروم ساتل شوي او تر ټولو بده دا چې نړۍ ته، د نړۍ وژونکي مخالف ښوول شوي.

دوی نړۍ ته دا قناعت ورکاوه او ورکوي يې ، چې د دوی بمبارولو ، د دوی د کورونو نړولو ، د دوی وژلو ، د دوی زنداني کولو او محروم ساتلو کې ستاسې امنيت خوندي کيږي.
دوی بايد وځپل شي. دوی بايد ټپ او خپ شي. نړۍ هم د دوی نړۍ ده ، دا پوښتنه يې نه کوله چې په کومو وسايلو مو ګواښلی شي؟ په کوم امکاناتو مو مخې ته راوتلی شي؟ زه پر کور وننوځم ، ځان رانه نه شي پټولی. دی څنګه ما پسې اتمې نړۍ ته راځي؟

دوی پر دغو جرمونو پرده اچول غواړي، دوی د مسلمانانو له محاسبې ځان ژغورل غواړي، دوی خپلې غلامۍ ته پوښ ورکول غواړي.

د دوی زړه دی ، د شل کلنو مشارکتونو دروازې پرانستې پاتې شي چې هر څوک د خپلې ونډې په نوم خپله پاچاهي وکړي . دوی د قواو درې تقسيمه په ليدلوريو دېرش تقسيمه غواړي.

نهايتاً دا چې دې وطن او ملت ته هېڅ هويت او تشخص نه غواړي، دغسې حالت کې هېڅ ملت خپله فيصله خپله نه شي کولی. تل به يې بادار پر خونه ناست وي او د دوی شخړې به ور خلاصوي.

کورني او بهرني سياستونه به يې تل د بل تابع وي . اقتصاد به د بل پر پيسو ، ډاډ او ملاتړ ژوندی وي. ژوند به يې د نړۍ د پاتې شونو منت‌بار وي.

دوی د خپلو ګټو لپاره همدغسې متکي ، تړلی او ټپ سيوری افغانستان غواړي چې نور به دغسې نه وي ان شاءالله!

بناءً دې مرحله کې چې هر څوک د افغانستان د استقلال پر ضد هر ډول چغه وهي، ځواب به ورکوي !

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x