دیني، سیرت او تاریخ

فاروق اعظم، که سنکدر اعظم؟!

ژباړه: عبدالسلام وزیروال

مونږ ته ان په کوچنیوالي کې را ښودل کېده چې ستر سکندر مقدوني، شل کلنۍ کې پاچا شو، ۲۳ کلنۍ کې له پلرني ټاټوبي مقدونیا ووت، یونان یې فتح کړ، بیا ترکیې ته ننوت، تر ترکیې وروسته یې ایران ونیو، له هغه ځایه شام ته ولاړ، له شام څخه یې یروشلم او بابل ته مخه کړه، مصر یې ونیو، هند ته ورسید او په هند کې یې د ” راجه پورس” سره جګړه وکړه، د خپل غوره آس پر نوم یې اوسني پاکستان کې د “پهالیه” پر نوم ښار اباد کړ، بیا بابل کې په محرقه مریض شو او د ۳۳ کلونو په عمر کې د بخت نصر په محل کې ومړ.

سکندر ۳۲۳ ق. م، کې مړ شوی دی خو تر دې دمه نړۍ کې د ستر سپه سالار، فاتح، پاچا پر نوم یادیږي او تاریخ یې د “سکندر اعظم” په نوم یادوي خو زه په ۲۱مه پېړۍ کې د ټولې نړۍ مؤرخینو څخه پوښتنه کوم چې د حضرت عمر الفاروق غوندې شخصیت په شتون کې، سکندر مقدوني ته “د سکندر اعظم” حق څنګه ورکولی شو؟

درځئ د سکندر اعظم او فاروق اعظم رضي الله عنه فتوحات او کارنامې پرتله کړو، انتخاب بیا تاسې وکړئ.

سکندر د پاچا زوی و، د نړۍ له منلو استادانو څخه یې د آس او توري چلول زده کړي ول، مګر د فاروق اعظم په اووم پشت کې هم، کوم پاچا نه دی تېر شوی، سکندر اعظم د شاهي جاه جلال لاندې لوی شو، او فاروق اعظم د پسونو او اوښانو په پوولو کې؛ نه یې د تورزنۍ لپاره کومه پوځي اکاډمي وویله، نه یې د نېزه بازۍ لپاره له کوم منلي استاد زده کړه کړې ده.

سکندر اعظم د پروفشنل پوځ پر مټ په لسو کلونو کې، ۱۷ لاکه مربع میل ځمکه فتحه کړې وه او فاروق اعظم په لسو کلونو کې، له روزل شوي پوځ بغیر ۲۲ لاکه مربع میله ځمکه فتحه کړې ده، چې په دې کې د ایران او روم په څېر د دوه سترو امپراتوریو پرځول هم شامل دي.

نور بیا ….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x