افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې عالي شورا: طالبان په اصولو کې استانبول د ناستې له جوړېدو سره ستونزه نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د طالبانو د نه ګډون له امله په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته ځنډول شوې، د پخلاینې عالي شورا وايي، طالبان په اصولو کې د یادې ناستې له جوړېدو سره ستونزه نه لري؛ بلکې د استانبول تر ناستې وړاندې د یوې مقدماتي غونډې د جوړېدو غوښتنه کوي.

د پخلاینې عالي شورا مرستیال «اسدالله سعادتي» د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» له قوله ویلي، چې طالبان په اصولو کې د استانبول له ناستې سره ستونزه نه لري، بلکې ددې لپاره چې یاده ناسته لا مطلوبه نتیجه ورکړي، د یوې مقدماتي ناستې د جوړېدو غوښتنه کوي.

د استانبول ناسته چې د امریکا په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې ښایي راوبلل شي، د دوهم ځل لپاره ځنډېدلې او لا هم د یادې ناستې د جوړېدو نوې نېټه مشخصه شوې نه ده.

تر دې وړاندې داسې تمې وې، چې د استانبول ناسته به د اپریل د میاشتې په وروستیو کې راوبلل شي، خو د دوحې هوکړې خلاف په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور د مودې د غځېدو له امله طالبان په یاده ناسته کې له ګډون په شا شول او ټينګار یې وکړ، چې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکو ناستو کې برخه نه اخلي.

د ناستې رابلونکي لوري وايي، ددې لپاره چې د استانبول په ناسته غوره پایلې مرتبې شي، هڅه کوي ښه شرایط ورته برابر کړي او تر هغه وروسته د ناستې د جوړېدو نوې نېټه اعلان کړي.

دې ناستې ته د طالبانو او حکومت تر څنګ د سیمې ګڼ شمېر هیوادونه هم بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه طالبان باید د استانبول غونډه کی په هیڅ دول شرایطو کی هم ګډون ونه کړی حتی چه ټول حکومت هم ژوندی طالبانو ته وسپاری هغه به موقتی سبارل او د هغی ترشا به داسی څه پراته وی چه طالبان خدان ناخواسته ټوټه ټوټه کړی . اردګان اتاترک ثانیی دی یا دوهم اتاترک دی لکه امریکایان یا انګریزان چه نه غواړی د اسراییل خوا کی داسی مصر ولری چه هلته اسلامی حکومت یا شریعت نافذ وی د اسراییلو د پاره خطر دی نو د مصر فوځ ته د کال دوه بیلونه دالر ورکوی یعنی د مصر فوځ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x