افغانستان

د امریکا لوی درستیز: ښايي له افغانستان څخه دباندې د افغان عسکرو مرستې ته دوام ورکړو

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امریکايي او ناټو عسکرو د وتلو د لړۍ په دوام د امریکايي پوځ لوی درستیز وایي، په یوه داسې طرحه باندې کار کوي، چې په اساس یې امریکا وکړای شي، له افغانستان څخه دباندې په نورو هیوادونو کې د دولتي عسکرو مرستې ته دوام ورکړي.

د امریکا لوی درستیز «مارک میلي» چې په پنټاګان کې يې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ په نورمال ډول روانه ده او تر دې دمه د طالبانو له لوري پر وتونکو عسکرو هيڅ ډول برید نه دی شوی.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د بایډن له لوري په ټاکل شوې موده (د سپتمبر تر یوولسمې) پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي پوځيانو د ایستلو هدف تر لاسه کېدای شي.

د میلي په خبره، طالبان ښايي وتوانېږي په ځینو ځایونو کې جګړه وګټي، خو د درې سوه زره افغان عسکرو په شتون کې به جګړه پای ته ونه رسېږي.

میلي ددې تر څنګ د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته له حکومت سره د مرستې په دوام ټینګار کړی او په خبره یې، امریکا پر یوه داسې طرحه کار کوي، چې په اساس یې له افغانستان څخه د باندې د دولتي عسکرو ملاتړ وکړای شي.

دده له قوله، امریکا تر دې دمه له حکومت سره د هوايي مرستې د دوام په تړاو پریکړه نه ده کړې او هڅه کوي، په افغانستان کې شوي یو شمېر امنیتي قراردادونه هم حکومت ته وسپاري.

د امریکا د لوی درستیز پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا او ناټو د پریکړې په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ دوام لري او د روان کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښايي په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کفر کوم کنځل نه دی ، د کفر معنی حق پټونه ده، د امریکا ۹/۱۱ لویه نړیواله فاجعه حق پټونه وه مګر نور کفری هیوادونه یی په دی هیله چب کړل چه اسلام او مسلمانانو د ټول کفر دشمن او دشمنان دی او لا به یی ځینو ته کریدت هم ورکړی وی یعنی د استعماری قدرتو تعدد له سوړ جنګ وروسته حل و فصل شو ټول په یوه نړیوال استعمار کی ننوتی چه مشری یی امریکا ته ورکړی . په اقتصادی او داسی نورو مواردو کی به یو له بله سره رقابت او کرکی لری مګر د اسلام او مسلمانانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x