نظــر

د زړه بړاس

داسی معلومیږی چي افغانستان د جان کیری  له پلا ن سره سم او د انتخاباتی ټیمونو له برکته  د دوهم لبنان په لور په رسمي توګه حرکت وکړ.
ددواړو ټیمونو له پریکړی سره سم به  لوړې چوکۍ په هغو کسانو ویشل کیږي چې ځانونه د خپلو قومونو او ټبرونو نماینده ګان بولي .
خو کاشکي چې دوی  په رښتیا هم د خپلو ټبرونو واقعي نماینده ګي کړي وی که نور څه يي تر وسه پوره نه وي خپلو قومونو ته خو به یي خیر رسیدلی وو.

مګر حقیقت دادی چې دوی به هغه دندې پر مخ بیایي چې بادار ( جان کیري ) یي ورڅخه وغواړي.

خو تاریخ  دا هم را ته وایي  چې  پر داسي خلکو په هر ځای کي د خپلو ولسونو لخوا لعنت ویل شوی ، او د افغانستان په روڼ تاریخ کي د تور داغ په حیث پاتي شوي دي.

ای د پردو په دستر خوان میشت افغانانو که ستاسو دا نخري  همداسې روانې وي لیري به نه وي چي د آفغانستان اولس په هغه اقدام لاس پوري کړي چي د عراق  سني اولس  ورته مجبور شولو  چې ټول ولس په یو وار  د عراق مجاهدینو  ته لبیک وویلو او په یوه شپه کي د عراق ۶۰٪ خاوره مجاهدینو ته په لاس ورغلله .

او که څوک دا فکر کوي چي امریکا به بیا راشي او دوی به بیرته په ارګ کي په زور کښینوی دا سوچ د له دماغه وباسي ځکه چي اوس د امریکا هغه پخوانی باد وتلی دی .

مګر اوس هم وخت شته دی ، افغان اولس اوس هم په ورین تندي په خلاصو لاسونو ټولو غولیدلو  ته هرکلی کوي او په لوی اواز در ته زاری کوي چې دومره شرم بس ده ، نوره غلامي بس ده ، راشی د خپل ملت په څنګ کی ودریږی  .

مرګ حتما راتلونکی دی خو بهتره به دا وي چې د اولس د دښمن په ټوپک مړه شي نه د اولس په مرمی .

ښاغلي وزیر  او رئیس صاحب :
په خدای قسم چې په دا دیارلس کالو کي به دي له ځان سره ډیر ځله په ځان لعنت ویلي وي او د غلامۍ احساس به د کړی وي  او ځان به د عاجز لیدلی وي.

زه ستا حالات درک کولی شم ځکه چې دواړو د افغان مور شیدي رودلې دي او افغان یادیږو .

کله چې په خپله خاوره کي د یوه بر حاله وزیر په صفت د خپل افغان بندي ورور غوښتني د امریکا د یوه عادي عسکر د اجازې پرته  له ځان سره نشی یاداشت کولي ایا دا د شرم خبره نه ده ایا په داسي وخت کي مرګ له ژوند نه بهتر نه دی.

راشه یو کال د خپل مجاهد ورور په صف کي ودریږه په دوهم کال یي ته مشر او دی به درته لا س په ټټر ولاړ او ستا امرونو ته به انتظار وي.
یو سوچه مجاهد  به نور څه درنه وغواړي یوه لونګۍ اوږده ږیره او په مسجد کي پينځه وخته لمونځ دا خو دومره سخت کارونه نه دي .

مګر پایلي به يي دا وي چي ته به له غلامۍ خلاص شي او طالب به د خپلو کتابونو لوستلو ته خوشی شي.

لیکوال: فایز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوید

طالب یعنی د isi غلام اوسنی دولت د امریکا غلام حکمتیار پټ غلام هم د امریکا او هم د isi شمال ټلواله په لومړی کی د امریکا، پاکستان، ایران، روسیه غلامان دی او ځینی وختونه د هند څخه هم پیسی اخلی او په هغه بدل کی ورته د هند دولت په نفعه کار کوی محمد محقق د په ډاګه ناری وهی چی ماته د افغانستان ګټو نه د ایران ګټی مهمی دی، او دده معاون ددی دولت امنیت ملی لخوا د اسنادو سره یوځای نه وه نیول شی چی د ایران په ګټه یی کار کاوه او بیا د خلیلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x