
خلیلزاد: که طالبان د زور له لارې واک نیسي، د حکومت تر څنګ درېږو
نن ټکی اسیا (پنجشبنه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، که چېرې طالبان هڅه وکړي د جګړې له لارې ستونزه حل کړي، نو امریکا به یې په خلاف د حکومت تر څنګ ودرېږي.
خلیلزاد له یوې تاجکستاني رسنۍ سره په خپله مرکه کې ویلي، چې هر هغه حکومت چې د زور له لارې رامنځته شي، د منلو وړ نه دی او منزوی به وی.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، که چېرې طالبان د زور له لارې د مشکل د حل هڅه وکړي، نو امریکا به د حکومت تر څنګ ودرېږي او پر طالبانو به فشار راوړي.
د خلیلزاد له قوله، د افغان سولې په برخه کې تر ټولو ستر خنډ دی د دواړو لورو تر منځ د باور نشتون دی؛ خو بیا هم د سولې هڅې روانې دې او ښکېل اړخونه د ترکیې د ناستې چمتو کولو په هڅه کې دي، چې ښايي د جګړې د پای ته رسېدو او د یوه انتقالي حکومت د جوړېدو طرحې پکې وړاندې شي.
دده له قوله، ټولو لورو هوکړه کړې چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې یو انتقالي حکومت ته اړتیا ده، چې ښایي نسخه یې د استانبول په ناسته کې وړاندې کړل شي او ټول لوري یې په اړه علني توافق وکړي.
د خلیلزاد پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.
نو ستونزه خو تاسو امریکایانو جوړه کړه خلیل زاد دی له خپلو بادارانو د تیر یوکال د منډو ترنډو پوښتنه وکړي ولی تړون مات کړ بیایی هم پړه په طالب اچوې د سولی روان بهیر تاسو د تړون په ماتولو او استانبول ته په مسیر بدلولو مات کړ د دولت تر شا که اوس هرڅوک ودریږی د هندوستان په څیر دولت اوس نور تر وینټیلیټر لاندی د لږ پاتي اکسیجن د ختمیدلو شیبی شماري
کرونا په هندوستان کې د ابدالي لښکرو په رول کې ده!
امریکا د مذاکراتو او د ترکیې د کنفرانس له لارې هم پر افغانانو د خپلو سیکولرو غلامانانو تحمیلول غواړي. د دغې فتنې مخنیوی هم قوي سیاسي صلابت او د مسلح جهاد زورور تداوم ته ضرورت لري. الله تعالی دې طالبانو ته توفیق ورکړي چې لدې امتحانه هم کامیاب او فاتح راووځي. له سیکولرو سره مشارکتي حکومت یعنې د امریکایي دجالي ساست کامیابېدل او د دري څلوېښت کلن جهاد د نتیجې په اوبو لاهو کول. نو ځکه خو طالب جان د امریکا هر نیرنګ ته متوجه او خپل هدف ته چې د خاورې مکمله آزادي، بشپړ سیاسي او عسکري استقلال او… نور لوستل »
جاهل خلګ جاهلی خبری، نو تر وسه یی چیرته ولاړ وی؟ احمقانو خو شل کاله یی تر حنګ ولاړ وی! حه توره مو کړه چه باد له دی به یی وکړی
کفار په ټوله او استعماری قدرتونه په ځانګړی دول دجالی انسانی شیاطین دی مګر خلیلزاد ته بیا زه ګود شیطان وایم چه به پټه خوله کله د یوه کار یادونه کوی او بله او بله کوی ، د مثال په ډول د هندوانو ، اربکانوو تااجکانو، روسانو جنیایانو، ایرانیانو ترکانو او اروپایانو ننویستل د امریکا او افغان جنګ کی د دی څه اړه وه پرون مو د روسانو سره جنګ وو موږ خو د روسی کوم شیطان ونه لیدلو چه د نړی ټول هیوادونه یی بکی شریک کړی وی دوی په جنګ کی هم توله نړی دخیله کړی او هم… نور لوستل »
د زور له لاري د حکومت نيولو پایلي به له دې پرته بل څه نه وي: ۱. د دواړو خواوو عسکر به وژل کېږي، عام خلک به خوارېږي، درپه در کېږي به او کورونه او کروندې به يې ويجاړېږي. ۲. هغه کسان چي سوله نه غواړي، جنګ به غنيمت ګڼي او پر چوکيو به پاته وي، «ګرګ از خدا چه ميخواهد باد وباران». او « په دې لاښي کي به مېلې کوي». ۳. د هيواد کورني دښمنان له خدايه جنګ او اړودوړ غواړي، هغوی د دغسي ورځي لپاره وسلې را غونډي کړي ، د هيواد په ګوټ ګوټ کي به… نور لوستل »
همت خان ته: ماشاءالله ډیر ښه تحلیل. خو طالبان پدی خبرو نه پوهیږی او نه هم د ملت او خلکو پروا لری. هغوی مؤظف دی ته دی چی افغانان ووژی او پاکستان لپاره خدمت وکړی. هغوی پوهیږی چی د انتخاباتو له لاری به هیڅ کله بریالی نشی ځکه چی هر ګوټ د دی وطن کی یی انتحار کړی او خلک یی وژلی نو څوک به دوی ته رایه ورکړی؟
بالکل همداسی ده محترم دروند ورور همت صاحب.
##مګر په خبرو کی د همت نشته، ستاسونه دغه تمه نه وه.
ځغله ! ههه رښتيا چي حق که څه هم په اصل کي خواږه او ګټور دي، خو ناپوهانو ته ترخه ښکاري. پر ما دي لکه چي د يوه غوړه مال او چاپلوس مداح ګومان کړی دی، بې عقله سخته اشتباه دي کړې ده، زه د حق مداح او پلوی يم زما څخه دي په پټو سترګو د قضاوت تمه څنګه کړې ده؟ او ته بيا د کوم باغ مورۍ يې، # ؟ تاته په دې کوچنۍ خوله د دې ترتا د غټو خبرو اجازه چا در کړه، ته دي لومړی املا سمه کړه او سويه دي د سيالانو سره برابره… نور لوستل »
دروند همت صاحب
که چېرته ګوډاګیان سولې ته غاړه نه ږدي لکه دا یو نیم کال یې چې ضایع کړ ،،، نو بیا به طالبان له زوره پرته کوم خیار په لاس کې لرلای شي؟؟
اوس خو دادی اشرف غني سولي ته غاړه ايښې ده، نو په دغسي حالت کي د جګړو د تودېدو پر ځای (چي بې له مرګ ژوبلي ، د عام ولس له خوارۍ او ويجاړۍ بله ګټه نه لري) ښه داده چي د طالبانو مشران د استانبول په غونډه کي شرکت ومني او دغه د سولي او نوري ټولي خبري او غوښتني پکښي مطرح کړي، د موقت(څه وخت لپاره) حکومت په هکله چنې ووهي البته ددې حکومت لويه دنده به شفافو او عادلانه ټاکنو ته لار اوارول وي او زه يقين لرم چي عام ولس په انتخاباتو کي د خاينانو پر… نور لوستل »
که طالبان جتګ وکړی او یا جنګ ونکړی امریکا دافغانستان داستعمار څخه لاس نه اخلی. هغوی دازبکستان او تاجکستان سفرونه په همدی خاطر شروع کړی چه دا هیوادونه دپاکستان په ځای دا افغانانو په ضد استعمال کړی. لمړی څلویښت کاله یی پاکستان استعمال کړ او اوس چه پاکستان دچین سره یوځای دی نو تاجکستان او ازبکستان ته یی مخه کړی. په همدی سبب یی دقرغیستان او تاجکستان جکړه را پارولی ده او کیدای سی امریکان غټه ګټه ځینی واخلی.
DA GAZ AW DA MAIDAN
KEEP GHANI HAPPY WITH SWEET WORDS
طالبانو خو ویل چی تر اول د می پوری که خارجیان ونوځی بریدونه به شروع کړی خو هغوی بر عکس بریدونه د لوګر په بی دفاع خلکو شروع کړل. هغه پرون امریکایانو په هلمند طالبان ښه بمبارد کړل خو طالب اوس هم چپه خوله ورته ګوری.
د لوګر برید غني کړی دی. لوګر دده پلرنی ولایت دی. دا چي دی په لوګر کي ولسي ملاتړ ونه لري، خپلو بهرني بادارانو ته یې ارزښت کمیږي. اوس دا چوس غني خو د ولسي ملاتړ د جلب لپاره خلګو ته پیسې نه سي ورکولای (دده پیسې خو ټوله رولا جاني طلاء کړې او لبنان ته یې ولیږلې) نو پر ولس بریدونه کوي پړه یې پر طالبانو اچوي څو د لوګر ځوانان وغولیږي او د ده په ملاتړ ټوپکو ته لاس کړي
په زوره قدرت تر لاسه کول به د جنګ ادامه وی تر کلونو پوری او طالبان به په سطح د دنیا منزوی شی او هیڅ مملکت به یی په رسمیت و نه پیژنی لکه د دوی پخوانی امارت خو دا ذلی به یی سعودی او پاکستان هم په رسمیت نه پیژنی. د مشرانو نومونه به یی په تور لست کی وی ټول ملت به له قحطی او بیوزلی سره مخ کړی. طالب نه طرحه لری او نه هم په حکومتداری پوهیږی. هغوی دی ته مؤظف دی چی صرف افغانان ووژنی او د آی اس آی پروګرامونه پلی کړی. طالب که… نور لوستل »
همداسی دنس دمزدورانو ویره ډیر امکان لری ریښتیا سی. ایا مسلمان او افغان باید دا ویره ولری؟ جواب یی نه دی.
هغه کسان چه امریکا العیاذ بالله خدای ګڼی نو دهغی له ترسه رپیږی او دخدای له رحم نه مایوس.
یا الهی افغانان سوچه مسلمانان کړی.
بهرنیان اوس د کابل فاسد نظام ملاتړ ته او د شمالي ټلوالي بیا راژوندۍ کولو ته پلمې لټوي. که اوسنی نظام رښتیا جمهوریت دی نو د ۳۹ ملیون افغانانو څخه ولي یوازي ۱.۵ ملیونو رایه ورکړل. ښکاره خبره ده چي دا یوه ډیکټاټوري ده چي په ټول هیواد کي ۱.۵ ملیون لاسپوڅي یې ملاتړي دي. پاته ۳۷.۵ ملیون ولس باور نه پر لري. که امریکایان رښتیا په افغانستان کي صلحه غواړي نو باید د کابل د هغه مفسدینو د ملاتړ څخه لاس واخلي چي د ایران، چین او روسیې لاسپوڅي هم دي.