ټکنالوژي

چینایي توغندی چې په هوا کې بې واکه شوی، پر کوم ځای د نسکورېدو خطر لري؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ غویي، ۱۴۰۰ل): چین تېره پنجشنبه فضا ته د نړۍ تر ټولو چټک توغندی (Long March B) استولی و چې هدف یې په فضا کې د خپلو خلابازانو د دایمي شتون خوندي کول وو، خو څو ورځې وړاندې بې واکه شوی او خپل مدار یې له لاسه ورکړی دی.

د توغندي مسئولیت لرونکي چینایي چارواکي وایي، دغه توغندی په هرو ۹۰ دقیقو کې یو ځل د ځمکې په ټيټ مدار تاویږي، خو اوس دوی په الکترونیکي ډول د توغندي کنترول له لاسه ورکړی دی.

دغه چینایي توغندی ۲۷.۶ متره اوږدوالی، ۳.۳۵ متره پلنوالی او ۲۱ ټنه وزن لري، چې له ځمکې ۳۰۰ کیلو متره پورته دی او ۲۷۶۰۰ کیلومتره سرعت لري.

معلومات وتنبؤات وسخرية على وسائل التواصل الاجتماعي تتناول الصاروخ الصيني التائه (الفرنسية)

تمه کیږي چې دا لوی توغندی به د مې میاشتې په ۱۰مه نېټه ځمکې ته د ستنېدو پرمهال په یوه نامعلوم ځای کې نسکور شي، په دې تړاو د نیوزیلاند هېواد او د امریکا نیویارک ایالت ترمنځ د دقیق وخت ټاکلو پرته ددې د نسکورېدو اټکل کیږي. پوهان وایي زیات احتمال ددې دی چې دا توغندی په بحر کې پریوځي، ځکه چې ځمکه په ۷۱ سلنه اوبو پوښلې ده.

که څه هم له یوې لورې ساینس پوهان د یاد توغندي نسکورېدو په اړه ویره لري، خو بل لوري ته مصری فضایي ساینس پوه او په امریکایي بوسټن پوهنتون کې د فضا څیړنې مرکز رییس فاروق الباز وایي، «هغه څه چې د ورک شوي چینایي توغندي سره پېښ شوي یوه عادي پېښه ده او ویرې کولو ته اړتیا نه لري».

دغه راز پوهان څرګندوي چې د نسکورېدو پرمهال به د چینایي توغندي زیاتې برخې سوځېدلې وي، او د نسکورېدو پرمهال به یوازې پوخ پاتې وي، خو دوی زیاتوي چې ددې لویوالی، زیات سرعت او اضافي وزن یې ممکن له خطره خالي نه وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x