روغتیا

په هند، پاکستان او افغانستان کې د کرونا وبا تیرې ورځې وضعیت

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ غویي، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې په یو شمېر امریکایي او اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې مخ په کمېدو دي، په یو شمېر اسیایي هېوادونو کې دغه ناروغي په وژونکي ډول پراخیږي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په هند کې تېره ورځ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په ورځنۍ کچه په ریکارډي ډول تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبتې شوي دي، چې د نړۍ په کچه ۴۶ سلنه کیږي.

د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۹ لکه ۲۳ زره معاینات شوي، چې له مخې یې ۴ لکه ۱۲ زره مثبتې پېښې ثبت او نږدې ۴۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمېرې د هغو معایناتو په ترڅ کې شوي چې هره ورځ ترسره کیږي، خو روغتونونه د زرګونه نورو ناروغانو معایناتو ته لاسرسی نه لري.

ځینې رسنۍ راپور ورکوي چې په هند کې د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېدل او د وسایطو نه شتون ډاکټران تېښتې ته اړ کړي دي. په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویدیوګانې ښيي چې د یو شمېر ایالتونو روغتونونو کې ډاکټران شتون نه لري او پایوازیان د خپلو ناروغانو مړي له روغتونه وباسي.

هند د دهلي په ګډون په ځینو ایالتونو کې د بشپړ ګرځبندیز پریکړه کړې، خو ویل کیږي لا هم حکومت د خلکو په کنترول کې پاتې راغلی چې له کبله یې د کوویډ-۱۹ ناروغان په پراخه کچه زیاتیږي.

الهند سجلت 46 بالمئة من الإصابات العالمية الجديدة

بل لوري ته د پاکستان حکومت او د کرونا ویروس سره د مبارزې ادارې ددغه هېواد په پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو او یو شمېر نورو سیمو کې د مې میاشتې له ۸مې تر ۱۶مې نیټې (کوچني اختر پرمهال) د ګرځبندیز پریکړه کړې ده.

د تیرې اونۍ په پرتله روانه اونۍ پاکستان کې د کرونا ویروس وضعیت ښه حالت ته روان دی، چې شاوخوا ۳۰ سلنه مثبتو پېښو کې کموالی لیدل کیږي، د دغې هېواد د روغتیا وزارت د راپور له مخې په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې سربېره تېره ورځ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۴۱۹۸ قضیې ثبت او ۱۰۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د روانو اونیو وضعیت د تېرو هغو په پرتله ۷۰ سلنه لوړ شوی دی، د عامې روغتیا وزارت هېواد کې دریمه څپه تایید کړې او د کوچني اختر پرمهال یې د ویروس د لا خپرېدا خبرداری ورکړی دی، دوی له خلکو غواړي د اختر رخصتیانو پرمهال بهر له ګرځېدو ډډه وکړي.

د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، تېرو څلورویشت ساعتونو کې د ۲۱۸۱ معایناتو له مخې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۲۹۳ مثبتې قضیې ثبت شوي دي، چې دغه شمېره یوازې د تېرې اونۍ په پرتله ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.

د یاد وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي رسنیو ته ویلي، په دې اونۍ کې هره ورځ د ۲۵۰ او ۳۸۰ ترمنځ کسان په کرونا اخته شوي، په داسې حال کې چې دغه شمېره تېره اونۍ د ۱۲۰ او ۱۸۰ تنو ترمنځ وه، د نوموړي په وینا زیات ناروغان په ننګرهار، کابل او هرات کې موندل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x