نړۍ

قوي شواهد یی ترلاسه کړی دي چی ایران دسعودي دسفیر دوژلو دسیسه جوړه کړی وه

 

(نن ټکی اسیا اکتوبر ۲۰۱۱/۱۲) دسعودي عرب داستخباراتو پخواني ریس امیر ترکی الفیصل له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل قوي شواهد یی ترلاسه کړی دي چی دایران دولت په واشنګټن کی دسعودي د سفیر عادل الجبیر دوژلو په دسیسه کی لاس درلود.

امیر ترکی الفیصل چي یو وخت یی په امریکه کی یی دسعودي عرب د سفیرپه توګه هم دنده ترسره کړی ده وویل، ډیر داسي شواهد شته چی دایران هیواد په واشنګټن کی دسعودي عرب دسفیر دوژلو په دسیسه کی په رسمی ډول ښکیل ده.

له رویټر خبري اژانس سره دخبرو پروخت ښاغلي ترکی زیاته کړه، بله هیڅ لاره نشته بغیر لدی څخه چی دایران هیواد باید په څه ناڅه ډول سره ددارنګه کړونو قیمت اداکړي.

دتیری سه شنبي په ورځ دامریکي دعادلیي وزیر هولدر دیوی خبري غوندي پروخت وویل،  دواړه ایراني کسان منصور عرببسیار او غلام شاکوري  دایران دحکومت په مخامخ مرسته اوهمکاري سره په واشنګټن کی دسعودی دسفیر دوژلو په دسیسه کی تورن کسان دي.

دامریکي دعدلیی وزارت له لوري په یوه بیان کی راغلي دی چی دواړه ایرانی کسان ددی لپاره چی په یوه دریم هیواد کي یی دبل هیواد د یو کس دوژلو دسیسه یی جوړه کړی وه اوهمدارنګه دواړه کسانو سره وژونکی الی او او دعمومي وژنی وسلي او چاودیدونکی مواد موندل شوی دي اوپه نړیواله کچه دوژنی دسیسه یی جوړه کړی وه، باید دنړیوالي محکمي له لوری محکمه شي.

سرچینی وایی په واشنګټن کي دسعودی عرب دسفیر دوژلو دسیسی دخبر له خپریدو سره سمدستی ددغه خبر په وړاندی مختلف عکس العملونه را ښکاره شول.

د سعودي محکومت یوه چارواکي عبدالله الشمري الثلاثاء له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، په سعودی عرب کی ددغه هیواد وګړي له سعودی حکومت څخه غواړي چی دسعودي عرب له لوري ددغی دسیسي په جواب کی  نرم عکس العمل باید له ایرانه څخه دسعودي دسفیر را بلل وي، خو دسعودي عرب درایی اونظر خاوندان بیا وایی چی دا ډیره لویه مسله ده هیواد یی باید په وړاندي سخت دریځ غوره کړی.

له بله لوري بیا په ایران کی ددي هیواد داولسمشر ویاند علی اکبر جوانفکر دیوی خبری غونډي پروخت دامریکی له لوري پرایران باندی لګول شوی تورونه په کلکه سره رد کړل، اوزیاته کړه  امریکه ددي لپاره چی هیواد کي د روانو بهرانونو اومشکلاتو څخه دخلګو پام بل لوری ته واړوي، نویی دغه ډرامه جوړه کړه.

نوموړي زیاته کړه دامریکي له لوری دغه تورونه هیڅ اساس نه لري، یواځي غواړی چي  دهیواد پر داخلي ستونځی باندی پرده واچوي دخپلو خلګو دپام داړولو لپاره یی دغه خبره منځ ته راواچوله.

له بلي خوا په ملګرو ملتونو کی دایران سفیر محمد خزاعی دملکروملتونو وسرمنشي ته په یوه لیږل شوی پیغام کی وویل چي ایران دامریکی له لوري پر ایران باندي لګول شوی تورونه به کلکه سره ردوي، اودغه تورونه دامریکي لوری دایران په مقابل کی یوه شیطاني دسیسی بولي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x