افغانستان

د امريکا دفاع وزير: د امريکايي پوځيانو تر څنګ ټول بهرني قراداديان هم له افغانستانه وځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امريکا دفاع وزير لايډ اسټن ويلي، چې له افغانستانه د ټولو بهرنيو قراداديانو وتل پيل شوي، چې له امريکايي پوځيانو سره يې دنده تر سره کوله.

د لايډ اسټن په وينا د ټولو قراداديانو وتل د ولسمشر جو بايډن د هغې پرېکړې برخه ده، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه يې کړې ده.

لايډ اسټن د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې امريکا په خپل ټول مسؤوليت سره د پوځيانو تر څنګ ټول بهرني قراداديان هم له افغانستانه باسي.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او پلټنې ادارې «سيګار» په تېره مارچ مياشت کې ویلي و، چې د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» په افغانستان ۱۷۰۰۰ قراداديان لري، چې ۶۱۵۰ تنه يې امريکايان، ۴۳۰۰ يې افغانان او ۶۴۰۰ يې د نورو هېوادونو دي.

د امريکا دفاع وزير وايي، د امريکايي پوځيانو او قراداديانو د وتلو بهير له ټاکل شوي پلان سره سم روان دی.

د بهرنيو ځواکونو او قراداديانو له وتلو سره له يو شمېر امريکايي چارواکو سره داسې اندېښنې پيدا شوي، چې ايا د بهرنيانو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومتي عسکر په يوازې ځان د طالبانو مقابله وکړی شي که نه؟

د سيګار مشر جان سوپکو د تېر مارچ په لسمه نېټه واشنګټن کې د نړيوالو او سټرايژيکو څېړنو په مرکز کې يوې ناستې ته وويل، چې د زرګونو قرادادي جنګياليو وتل به د افغانستان پوځ لپاره د امريکايي پوځيانو تر وتلو ډېر زيانمن تمام شي.

جان سوپکو ويلي و، د افغانستان دولتي عسکر تر ډېره د بهرنيو قراداديانو او روزونکو پر مټ ډاډ دي او د دغه زرګونو قراداديانو له وتلو وروسته د افغان عسکرو د وړتيا په اړه اندېښنې رامنځته کېدای شي.

دا په داسې حال کې، چې د افغانستان شمال او سويلي ولايتونو کې د طالبانو او حکومتي عسکرو په جګړو کې طالبانو يو شمېر سټراټيژيکې سيمې نيولي او ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربېره لسګونه پوځيان طالبانو ته تسليم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x