دیني، سیرت او تاریخ

د روژې د اخیرې جمعې اړوند د یوې اشتباه ازاله

ژباړه او زیاتونه: مولوي نور احمد نور
ملا علي قاري رحمه الله تعالی په خپل کتاب الموضوعات کې لیکي:
حدیث “من قضی صلاة من الفرائض في آخر جمعة من شهر رمضان کان ذلک جابرا لکل صلاة فائتة في عمره الی سبعین سنة” باطل قطعا لانه مناقض للاجماع علی ان شیئا من العبادات لایقوم مقام فائتة سنوات.
دا روایت چې” که کوم کس د رمضان میاشتې په اخیرې جمعه کې د یوه فرض لمانځه قضا راوړي نو د ده په عمر کې تر اویا کلونو پورې چې څومره لمنځونه قضا شوي وي د هغو ټولو تلافي ورباندې کیږي” دا روایت په یقیني ډول باطل دی ځکه چې دا حدیث له اجماع څخه مخالف دی پر دې د ټولو علماوو اجماع ده چې هیڅ یو عبادت د کلونو د پاتي شوي عبادت پر ځای نه درېږي.( الموضوعات الکبری ص ۳۵۶)

همدا ډول علامه شوکاني رحمة الله علیه لیکي:
حدیث” من صلی في آخر جمعة من رمضان الخمس الصلوات المفروضة في الیوم واللیلة قضت عنه ما أخل به من صلاة سنة” هذا موضوع لا اشکال فیه.
دا حدیث چې ” که کوم کس د رمضان په اخیرې جمعه کې د یوه شواروز پنځه فرض لمنځونه وکړي، په دې سره د ده د ټول کال د خراب شویو لمنځونو قضا کیږي” بې له شکه موضوع دی.
الفوائد المجموعة للشوکاني ص۵۴ ج ۱ نمبر ۱۱۵)
له دغو موضوع روایتونو څخه دا کیسه را پیل شوې ده چې ډیری کسان د روژې په اخیره جمعه کې په همدې ډول د قضا شویو لمنځونو په بدل کې یو فرض لمونځ یا پنځه فرض لمنځونه ادا کوي او دا یې ګمان وي چې بس له قضا لمنځونو خلاس شوو.
د وټسپ، میسنجر او مسیج په واسطه یې یو بل ته لیږي او بیا په ډیر اهتمام سره دا طریقه عملي کوي.

مګر دا بالکل غلطه طریقه ده له احادیثو او اجماع امت سره ټکر ده بلکې کله چې له یو چا لمنځونه قضا شي نو د هغو ټولو لمنځونو قضا راوړل ضروري ده.

په صحیح البخاري کې له حضرت انس رضی الله تعالی عنه د نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم دا روایت مروی دی.
من نسی صلوة فلیصل اذا ذکرها لا کفارة لها الا ذلک.
له چا څخه که په هیره لمونځ پاتي شو پر هغه لازمه ده چې کله یې هم په یاد شي هغه لمونځ دې وکړي له دې ماسوا یې هیڅ کفاره نشته. صحیح البخاري، کتاب المواقیت، باب نمبر ۳۷ حدیث ۵۹۷
په صحیح مسلم کې د روایت الفاظ دا ډول دي.
اذا رقد احدکم عن الصلاة او غفل عنها فلیصلها اذا ذکرها فان الله عزوجل یقول: اقم الصلاة لذکري.
کله چې له تاسي څخه څوک له لمانځه څخه ویده شي یا یې د غفلت له امله پرېږدي نو کله چې هم هغه لمونځ ورته یاد شي ادا دې کړي ځکه چې الله تعالی فرمایي: زما په دریادیدلو لمونځ وکړه. صحیح مسلم اخر کتاب المساجد حدیث ۱۵۶۹
او په سنن نسائي کې روایت دی.
سئل رسول الله صلی الله علیه وسلم عن الرجل یرقد عن الصلاة او یغفل عنها قال: کفارتها ان یصلیها اذا ذکرها.
له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه د هغه کس په اړه پوښتنه وشوه چې د لمانځه په وخت کې بیده شي یا یې د غفلت له امله پرېږدي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې کفاره یې دا ده چې کله چې هم هغه لمونځ وریاد شي ادا دې کړي.
سنن النسائي کتاب المواقیت باب فیمن نام عن صلاة ص ۷۱ ج ۱)
په دې ذکر شویو احادیثو کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا اصول بیان کړي دي چې کله یو څوک لمونځ په خپل وخت کې ونکړي نو پر هغه لازمه ده چې کله یې پام شي قضا دې راوړي، که په هیره پاتي شوی وي، که د خوب له امله او که دغفلت له کبله.
د صحیح مسلم په روایت کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قران کریم د دې ایت اقم الصلاة لذکري حواله ورکړې ده چې دا ایت د قضا لمانځه د ادا کولو حکم ته هم شامل دی او د ایت مطلب دا دی کله چې انسان ته د الله تعالی وریاده شي نو لمونځ دې ادا کړي.
همدا ډول په دې د ټول امت د علماوو اجماع ده چې ټول قضايي لمنځونه راګرځول ضروري دي.
د تفصیل لپاره په لاندې حوالو د څلورو واړه مذاهبو کتابونو کتلای شي.
د مشهور حنفي عالم ابن نجیم رحمه الله تعالی کتاب البحر الرائق: ص ۱۴۱ ج ۲طبع مکه مکرمه
د امام مالک رحمه الله تعالی المدونة الکبری ص ۲۱۵ ج ۱
د علامه مرداوي حنبلي رحمه الله تعالی کتاب الانصاف للمرداوي ص۴۴۲ ج۱
د شافعي فقهي مشهور کتاب فتح الجواد ص۲۲۳ ج ۱
د علامه ابن تیمیه فتاوی ص۲۵۹ ج ۲۳
یادونه: حضرت شاه عبدالعزیز صاحب محدث دهلوي رحمه الله تعالی د موضوع احادیثو پنځمه نښه په دې ډول بیان کړې ده.
پنجم انکه مخالف مقتضی عقل وشرع باشد وقواعد شرعیه آن را تکذیب نمایند، مثل قضاء عمري.
یعني: پنځمه نښه دا ده چې هغه حدیث د عقل او شریعت له تقاضاوو مخالف وي او شرعي قواعد یې تکذیب کوي مثلا د قضاء عمري حدیث.
(عجالۀ نافعه ص۲۴ خاتمه)
کیدای شي ځینې کسان خطا شوي وي چې د تېر شوي ژوند د لمنځو قضا راوړل کوم اصل نلري او په دې باره کې راغلي احادیث موضوع دي.
مګر د شاه صاحب خبره اصلا د دغو موضوع روایتونو اړوند ده چې په ځینو غیر معتبرو کتابونو کې راغلي دي چې موږ وړاندې د ملا علي قاري او علامه شوکاني په حواله ذکر کړل ځکه چې محدثین دغه ډول روایات د قضاء عمري په نامه یادوي.
هغه احادیث چې د بخاري او مسلم په حواله ذکر شوي دي هغه صحیح او ثابت روایات دي شاه صاحب د هغوی اړوند خبره نه ده کړې.
مأخذ: فقهي مقالات مفتي محمد تقي عثماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x