
ناټو: د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته له کابل حکومت سره د مرستو د دوام په اړه سلا مشورې کوو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده، د ناټو سازمان سرمنشي وایي، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل له افغانستان سره د اړیکو غوڅولو په معنا نه دي او ناټو په دې اړه سلا مشورې کوي، چې څه ډول کولای شي، د خپلو پوځیانو تر ایستلو وروسته هم له حکومت سره مرستې روانې وساتي.
ینس سټولټنبرګ چې د اروپايي اتحاديې د دفاع وزیرانو په ناسته کې يې خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت پای ته رسېدونکی دی، خو دده له قوله، دا له افغانستان سره د اړیکو د ختمېدو په معنا نه دی.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د ناټو غړي هیوادونه په دې اړه چې څه ډول کولای شي، د خپلو پوځيانو تر ایستلو وروسته له کابل حکومت سره مرستې وکړي؛ سلا مشورې کوي.
د ناټو د سرمنشي پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو ایستلو لړۍ روانه ده او تر دې دمه یې ګڼ شمېر نظامي مرکزونه تخلیه کړي دي.
ورته مهال د امریکا دفاع وزیر وايي، د امریکایي پوځيانو تر ایستلو وروسته هم د حکومتي عسکرو مرسته کوي او له هغوی سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو تر څنګ د لوژستیکي مرستو اراده هم لري.
د امریکایي پوځ لوی درستیز هم د پوځیانو تر ایستلو وروسته د مرستو په دوام ټینګار کوي او په خبره یې، په داسې یو پلان کار کوي چې په اساس یې حکومتي عسکر په بهرنیو هیوادونو کې وروزل شي.