
د اعتکاف احکام/ دوهمه برخه
لیکنه: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: نوراحمد نور
د اعتکاف اعظم رکن دا دی چې انسان د اعتکاف په دوران کې په مسجد کې د ننه وي او د ضروري حاجتونو ماسوا( چې تفصیل یې وړاندې راځي) د یوه ګړي لپاره هم د مسجد له حدودو څخه د باندې ونه وځي ځکه چې که معتکف د یوه ګړي لپاره هم بې له شرعي ضرورته د مسجد له حدودو څخه د باندې ووځي اعتکاف یې ماتیږي.
د مسجد د حدودو مطلب
ډیر کسان د مسجد حدود نه پېژني او له همدې امله یې اعتکاف ماتیږي ځکه نو په دې باید ښه سر خلاس شي چې د مسجد د حدودو مطلب څه دی؟
په عامه اصطلاح کې خو د مسجد ټولي چاردیواري ته مسجد ویل کیږي مګر د شریعت له نظره دا نه ده ضروري چې ټوله احاطه دې مسجد وي بلکې صرف هغه برخه مسجد دی چې وقف کونکي هغه مسجد ګرځولی وي.
د دې خبرې تفصیل دا دی چې د ځمکې کومه برخه مسجد کیدل جلا شی دی او د مسجد د ضروریاتو لپاره وقف جلا شی دی شرعا مسجد صرف هغه ټوټې ته ویل کیږي چې جوړونکي مسجد ګرځولی وي یعني د لمانځه له ادا کولو پرته یې بل څه ترې مقصود نه وي، مګر تقریبا په هر مسجد کې څه برخه داسي وي لکه د اوداسه ځای، حمام، د استنجا ځایونه، د جنازې د لمانځه د ادا کولو ځای، د امام حجره، ګودام وغیره په دې باندې شرعا د مسجد احکام نه جاري کیږي نو دغې برخې ته د جنابت په حالت کې ورتګ صحیح دی په داسي حال کې چې اصل مسجد ته د جنب کس ننوتل جواز نلري.
دغه د مسجد د ضروریاتو لپاره بېلې شوې برخې ته د معتکف تګ بالکل جائز نه دی بلکې که معتکف بې له شرعي عذره دغې برخې ته د یوه ګړي لپاره هم ولاړ شي اعتکاف یې ماتیږي.
په ځینو مساجدو کې د مسجد د ضروریاتو لپاره بېله شوې حصه بالکل له اصل مسجد څخه جلا وي چې پېژندنه یې مشکله نه وي مګر په ځینو مساجدو کې بیا دا حصه له اصل مسجد سره په دې ډول متصله وي چې هر چا ته نه معلومیږي او تر څو چې د مسجد باني صراحة ونه وایي چې دا ځای مسجد نه دی درک یې نه لګیږي.
لهذا کوم کس چې په کوم مسجد کې د اعتکاف اراده لري هغه باید لومړی دا کار وکړي چې د مسجد له باني څخه د مسجد حدود سم دم معلوم کړي، د مسجد خلکو ته په کار ده چې د مسجد یوه نقشه راوځړوي چې پکې د مسجد حدود په واضح ډول معلوم شوي وي کنه لږ تر لږه خو دې په شلمه ورځ کله چې معتکفین په مسجد کې راټول شي د مسجد حدود ورته بیان کړي چې تر کومه کومه ځایه دي.
په کومو مساجدو کې چې د اوداسه ځایونه له مسجد سره متصل وي هلته عموما خلک د اوداسه ځایونه د مسجد برخه ګڼې او د اعتکاف په حالت کې هم بې خاره هلته ځي راځي باید ښه سر خلاس شي چې په دې ډول اعتکاف فاسدیږي د اوداسه ځای د مسجد برخه نه ده او معتکف لره هلته بې له شرعي عذره تلل جواز نلري. لهذا په اعتکاف کې تر کشینستلو وړاندې د مسجد له منتظمینو دا معلومول ضروري دي چې د مسجد حدود تر کومه ځایه دي او د اوداسه د ځای حدود له کومه ځایه پیل کیږي.
همدا ډول د مسجد زینې چې خلک مسجد ته پرې ورخیږي هغه هم عموما له مسجد څخه د باندې وي معتکف لره هلته ورتګ هم جواز نلري.
د ځینو مساجدو په صحن کې چې حوض جوړ وي هغه هم له مسجد څخه د باندې وي لهذا دا معلومول ضروري دي چې حوض ته نږدې د مسجد حدود تر کومه ځایه دي او د حوض حدود له کومه ځایه پیل کیږي.
په کومه مساجدو کې چې د جنازې د لمانځه ځای جلا جوړ شوی وي معتکف لره هلته تګ هم جواز نلري.
په ځینو مساجدو کې د امام د اوسېدلو لپاره له مسجد سره متصله حجره جوړه شوي وي دا هم له مسجد څخه د باندې وي او معتکف لره هلته ورتلل جواز نلري.
په ځینو مساجدو کې داسې حجره د امام د اوسېدلو لپاره نه بلکې د امام د یواځینیو ضرورتونو لپاره جوړه شوې وي دا حجره هم چې تر څو د مسجد باني مسجد نه وې ګرځولې تر هغه وخته مسجد نه ګڼل کیږي او معتکف لره هلته تلل جواز نلري الباه که باني د هغې د مسجدیت نیت کړی وي بیا ورتلای شي.
په ځینو مساجدو کې له مسجد سره بالکل متصل د کوچنیانو د سبقانو څای جوړ شوی وي دغه ځای هم چې تر څو د مسجد باني مسجد نه وي ګرځولی معتکف لره هلته ورتګ جواز نلري.
په ځینو مساجدو کې د مسجد د دریو او سامان لپاره جلا ځای یا کوټه جوړه شوې دهغې حکم هم دغه دی چې تر څو باني مسجد نه وي ګرځولې تر هغو پورې مسجد نه دی دو معتکف لره هلته ورتګ جواز نلري.
له دې تفصیل څخه به دا ښه معلومه شوې وي چې د اعتکاف لپاره د مسجد د حدودو معلومول څومره ضروري دي لهذا معتکف لره تر اعتکاف شروع کولو وړاندې د مسجد له منتظمینو څخه د مسجد حدود ښه معلومول په کار دي.
کله چې د مسجد حدود معلوم شي نو د اعتکاف په دوران کې بې له شرعي ضرورته د یوه ګړي لپاره هم باید د مسجد له حدودو څخه د باندې ولاړ نه شي کنه اعتکاف به یې مات شي.
محترم مولوى صاحب! اسلامعليکم: معتکف تشناب اودس تازه کولو, غسل, ډوډى خوړل, اوبه او چاى چښلو ته ضرورت لرى. دا شيان د مسجد په د ننه کى نسته مګر د مسجد په چار ديوالى کى موجود دى. او دمسجد چار ديوالى ټوله مسجد دى.