افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: ایتلافي حکومتونو پایله نه ده ورکړې، قوي اسلامي نظام باید رامنځته شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۰ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د امریکا او یو شمېر اروپایي هیوادنو له استازو سره په یوه ګډه ناسته کې ویلي، چې د قدرت انحصار نه غواړي، خو تېرې تجربي ښيي چې ایتلافي حکومتونو په افغانستان ښه پایله نه ده ورکړې، نو ځکه باید د ګډوډیو د مخنیوي په موخه قوي اسلامي نظام رامنځته شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر ټویټر لیکلي، چې ددې دفتر غړو د د امریکا، اورپايي اتحادیې، جرمني، برتانیې، ناروې، فرانسې، ایټالیې، او ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او سفیرانو په یوې غونډه کې د انلاین کانفرانس له لاري ګډون وکړ.

نعیم وړاندې زیاته کړې، چې طالبان هڅه کوي د مذاکراتو له لارې د افغانستان قضیې ته حل ومومي، نو ځکه د دوحې تړون ټولې ژمنې عملي شي، طالب بندیان له زندانونو خلاص شي او طالب مشران له تورو لستونو لیري شي، تر څو د سولې پر پروسه باور لا زیات شي.

د نعیم په خبره، طالبانو د ناستې ګډونوالو ته ویلي، چې دوی د واک انحصار نه غواړي؛ خو په دې باور دي، چې ګوندیزو ایتلافي حکومتونو په افغانستان کې ښه پایله نه ده ورکړې، نو ځکه باید یو قوي اسلامي نظام رامنځته شي، تر څو د ګډوډیو مخه ونیول شي.

طالبانو ددې تر څنګ د یادې ناستې له لارې افغانانو ته د یوه سوله ییز او امن افغانستان د جوړېدو هیله ورکړې او په خبره یې، افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی، چې ټول لوري یې باید خدمت وکړي.

د طالبانو له قوله، د ښځو ټولو هغو حقونو ته چې په اسلام او افغاني عنعناتو کې هغوی ته ورکړل شوي، طالبان ورته ژمنتیا لري.

طالبان داسې مهال د ایتلافي حکومت شونتیا ردوي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښايي د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

امریکا وایي، که طالبان د زور له لارې د واک نیولو هڅه وکړي، نو امریکا به د حکومت تر څنګ ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

قوی اسلامی حکومت د هر مسلمان هیله ده خو نه داچی د خلکو په وینو رامنځ ته شی او نتیجه یی هم لکه د پخوانی امارت په شان وی چی بیغیره له سعودی او پاکستان څخه نور هیچا په نړی کی په رسمیت نه پیژانده. امارت کی وهل او ټکول وه، ږیره او لنګی د جنوب غرب د حوزی کچر او فرهنګ په زوره پر ټولو افغانانو تحمل کیده. دا چی قاتل قصاص کیده او له غله لاس او پښې پری کیدې نو لدی وجی یو نسبی امنیت وه. نه کار وه، نه نظم او ینوفورم، نه اردو وه او… نور لوستل »

طاهر ثابت

طوطی سیب وایی نیم پټی ریشقه یی خوړلی ته یی اوس هم مږه بولی؟ طالبانو له ۵۰٪-۷۵٪ افغانستان نیولی او ته لا وایی چه ملت به ورسره جنګ وکړی؟ دتیر وخت په حکومت کی خو له چنګیزیانو او ستمیانو سوا مونږ بل څوک ونه لیدل چه دطالبانو سره جنګ وکړی. هغه کسان چه له طالبانو وروسته راغلل یا غله وو یا خرڅ سوی سرونه.
مونږ دامریکایی تبلیغاتو دروغ له نزدی لیدلی. ستاسو خبری شاید له هغو نه یوه ټوټه وی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x