افغانستانسولې اړوند خبرونه

جرمني کې د سولې غونډه: د زور له لارې رامنځته شوی حکومت سیمې ته د ګواښ په معنا دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۰ل): د امریکا او یو شمېر اروپایي هیوادونو استازو د جرمني په پلازمېنه کې د افغان سولې په تړاو غونډه کړې او ټینګار یې کړی، چې د زور له لارې منځ ته راغلی حکومت په سیمه کې بې ثباتي خپروي او د منلو وړ نه دی.

دغه ناسته چې د ناټو، اروپايي اتحادیې، امریکا، فرانسې، ایټالیا، جرمني، ناروې او برتانیا د ځانګړو استازو تر منځ جوړه شوې، په پای کې يې ګډه اعلامیه خپره شوې، چې د مذاکراتو له لارې د افغانستان د قضيې په حل کولو پکې ټينګار شوی او خبرداردی ورکړل شوی، چې د زور له لارې جوړ شوی حکومت د منلو وړ نه دی او سیمې ته د بې ثباتۍ په معنا دی.

اعلامیه کې وړاندې «په افغانستان کې د بې ثباتۍ د مخنیوي په موخه» له دولتي عسکرو سره د مرستو په دوام ټینګار شوی، او د ناستې ګډونوالو هوکړه کړې چې په راتلونکي کې به هم له حکومت او امنیتي بنسټونو سره مرستې روانې ساتي.

د ناستې ګډونوالو  له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسې ته په اشارې ویلي، چې دا پروسه باید طالبان د سولې خبرو درولو ته ونه هڅوي او مذاکرات باید په نورمال ډول روان شي.

په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی، چې په هیواد کې د جګړې د شدت کچه راټيټه کړي او تر څنګ یې حکومت مخاطب کړل شوی، تر څو له فساد سره مبارزه وکړي او د نړیوالې ټولنې له لوري شوې مرستې په ځای ولګوي.

دغه ناسته داسې مهال ده، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښايي د روان کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نظامي حضور صفر ته راټيټ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ګوډاګی حکومت مکر په زوره نه دی نصب شوی،،؟؟؟

دا فاسد او قاتل تش په نوم حکومت باید په زور له بیخه وایستل شي!

طوطی

غوربندیه: ته خو ماشاءالله ډیر ##. چی ګوډاګی حکومت دی په زوره له بیخه وبیتلو بیا څه نوی حکومت به د زور نه یی؟ لږ سیاست سزده کړی په تش لاس له دنیاوالو سره جنګیدل لکه ### په جنګ اچوې. بیا دی حکومت للکه د پخوانی امارت په شان په تعویض یی ساته.

غوربندي

طوطی خانه

که ته روژه یې نو د کلام عفت ولې په پام کې نه نیسې،،، ته ولې د ګوډاګی ادارې په غندلو پړسېږې،، ؟؟

زه هم وایم چې طالبان دې په زور سره واک نه تر لاسه کوي،، اما که ګوډاګیان همداسې ناړامي کوي لکه دا تېر یو نیم کال یې چې ضایع کړ نو بیا خو طالب او خلک مجبور دی چې په وړاندې یې لاس وسلوال اقدام وکړي.

PATTANG

داڅه فاسد منطق او بې وجدانه فیصله ده نو تاسو ولې دکرزي رژيم په په بن کې بې له طالبانو څخه په زور د شمال لنډغرو ته ورکړ او ددوی د خوشالي لپاره مو داسې دالر وشیندل چې اسار یې ان جرمني ته راغله ! ایا تاسو له افغان اولسه پوښتنه کړې وه‌ ؟؟

طاهر ثابت

دکابلیانو خبره ده که نخوردی.
ماتسوی قوتونه دځنکدن لغتی وهی.
طالبان باید له شرق سره اړیکی سمی کړی ترڅو غربی استعمار خنثی کړی.

طوطی

ثابت صیب ته: طالب که په سیاست پوهیدای دا کار به یی له پخوا څخه کړی وه. اوس هم کچیری طالبان د سیاست لار غوره کړی جګړی او وژنه بنده کړی، هغه څه یی چی د جرمنی په غونډه کی ویلی واقعآ عملی کړی هم به د جنګ میدان وګټی او هم به د سیاست. خو کله کله فکر کوم چی دوی په ریښتیا د پاکستان د جنګ نیابتی عسکر دی.

طوطی

د زور حکومتونه د جنګ دوام دی لکه دا اوس چی یی وینو، د کابل حکومت، د خرزی او د طالبانو امارت دا ټول د زور حکومتونه ول چی مقابل کی یی خلکو وسلی پورته کړی وې. د طالب دا نظر چی یو قوی حکومت دی رامنځ ته شی چی پر ټول هیواد حاکم وی، قانومنده او با ثباته. داسی یو حکومت واقعآ سوله هم راوړی شی او د ترقی او آبادی لپاره کار هم کوالی شی. زه د طالبانو د دی خبری سخت طرفدار یم ځکه چی په ایتلافی حکومت کی به لنډغر او اوباشان نور هم زړه ور… نور لوستل »

احمدشاه

دا تاسو خونخواره طایفه دغه لندغران په زوره پر دغه بیچاره ولس ونتپل؟

عبدالواحد اڅګزۍ

زیمه واریم:-
ماته ۵کاله دعبوری حکومت چانس راکۍ دقرآنکریم مطابق ملک داسی جوړوم که یومسکین په کښی ووزمالاسونه اوپښی پریکۍ – رسول الله فرمایی دقرآنکریم داحکاموپه عملی کولوبه قومونه دطرقۍ وبام ته وخیژی اوغفلت کوونکی به یی دذلت وکنده ته ولویږی،ما ۲۵ملکه لیدلی دی چاچه دقرآنکریم پراحکاموعمل کړۍ دۍ په هغه اندازه پرمخ تللۍ دۍ که پرقرآنکریم ایمان لری که یی نه لری څونه چه دقرآنکریم داحکامولیری تللی دی په هغه اندازه ذلیله سوی دی،هیڅوک دقرآنکریم داحکامودونه لیری ندی تللی لکه دازموږتش په نامه مسلمانان ملکونه.عبدالواحد اڅګز

عبدالمالک همت

مولوي صاحبانو ته زما پيغام : مولوي صاحبانو سرمو جارسم، قربان مو سم، د بده نيته مني که درته وايم، دا ومنئ چي: «په زور کلي نه کېږي» او « د زور ياري د خره سپرلي ده» دا ستاسي حکومت چي نه يې بهرنيان په رسميت وپېژني او نه يې په کوردننه کي د خلکو اکثريت مني دا به نو بې له دې چي دې مصيبت ځپلو خلکو ته د مجاهدينو د حکومت ناخوالي راوړي بله به څه پايله ولري؟ د هر هيواد اصلي واکمن ولس دی، نو پر ولس د يوې ډلي واک تپل معقول کار نه بلل کېږي… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

محترم همت صاحب په لوی لاس بیاملک دکمونسټواوغربی کافافرانوپه لاس کی اجوی په دیموکراسۍ(یعنی انتخاباتو)بیله غلو چه کفارونهایی زیاتی پیسی ورکړی دی بلڅوک یی نه سی رانیولای (یعنی انتخابات ګټلای )بیله دغه وطن فروشانوبیله اسلامی طریقی چه مرکزی کمیټی دملایانوپه لاس وی اودحکومتودپاره مخلص اسلامی تعلیم یافته وټاکی بله لاردافغانستان دحل لاره نده زموږملک مسکین بیعلمه دۍ دصحیح اوغلط تمیزنسی کولای نه آینده سنجولای سی رانیول کیږی په لس ډالره ملک خرڅوی ،دکرزی دوهم وارانتخاب دی ندی پیاد چه دکرزی دهغه ظلموسره بیاپه زورنسوکامیاب ماپه بولدک کی خلکو ته ویل کرزی ته ووټ مه ورکوۍ زه پرخپل مرګ وبیریدم مبارزه… نور لوستل »

طوطی

اڅکزی ته: په اوسنی شرایطو کی ستاسو نظر سره موافق یم. خو د همت صیب نظر به هغه وخت عملی کیږی چی ډیری ولس ته پوه تر لاسه شی، ټول پښتانه، ښځی او نر تذکری واخلی او د انتخاباتو په مفهوم سره پوه شی بیا هغه وخت دی هر څه د انتخاباتو له لاری ارایه شی.

عبدالرقیب

همت صاحب ته ښه سړی یې. فقه اکبر او ابو المنتها کتابونه په یوه ښه تقواداره استاد ولوله. نور به هم ښه سړی سې.

Adam Khan

Hey Kharzad

How did you reach power? How many have you killed so far

عبدالرقیب

د اروپا ## لکه چي اوس په پوهنتونونو کي منتق او اخلاقیاتو مضامین نلري ځکه نو داسي غیر منتقي خبري کوي چي په خپله خبره کي یې تضاد وي. چي دا منئ چي د زور د لاري رامنځته سوی حکومت سیمي ته ګواښ دی نو ولي د زور د لاري راغلي حکومت ملاتړ کوئ؟ دا اوس چي د کابل رژیم ستاسو د پیسو، تخنیکي روزني او عصري وسلو په مټ کوم خلګ وژني، ګناه یې له دې پرته څه ده چي د کابل د ظالم او فاسد رژیم د ظلم او فساد څخه په تنګ سوي دي او وسله یې… نور لوستل »

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x