نړۍ

تر څلورم پړاو مذاکراتو وروسته، امریکا د ایران څخه د بندیزونو پورته کولو ته امادګي ښودلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر جوبایډن تیره ورځ جمعه وویل چې په نظر یې ایران د امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه مذاکراتو کې جدي ده خو دا نه ده څرګنده چې تر کومه حده، بلخوا ایران ویلي چې امریکا د مذاکراتو په جریان کې د ایران څخه د بندیزونو پورته کولو ته امادګې ښودلې خو دوی نوري غوښتنې هم لري.

د الجزیرې د راپور سره سم د اتریش هیواد په پلازمینه ویینا کې د دواړو هیوادونو تر منځ د مذاکراتو څلورم پړاو پایته رسیدلی دی او دواړو لورو توافق کړی چې پر تخنیکي اړخونو باندي به خبري پیلوي.

په سپینه ماڼۍ کې تیره ورځ جمعه د جوبایډن څخه پوښتنه وشوه چې ایران څومره د مذاکراتو په برخه کې جدي ښکاري، د نوموړي جواب مثبت وو، خو په وینا یې نه پوهیږي چې تر کومه حده به هغوی جدي وي، مونږ لا اوس هم په مذاکراتو بوخت یو.

سپیني ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران څخه د بندیزونو پورته کولو ته اماده دي که چیري ایران هم له خپله اړخه اتومي تړون ته ژمنتیا وښيي.

د خبرپاڼې سره سم تړون د ایران څخه غواړي چې د خپل اتومي پروګرام په برخه کې ځیني قدمونه بیرته شاته واخلي.

د سپیني ماڼۍ په وینا د ایران سره به غیر مستقیم مذاکرات کیدای شي نور وخت هم واخلي، خو دوی د ایران له اړخه په وروستیو اونیو کې مثبتي اشارې ویني.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په ویینا کې به تخنیکي کمیټې د وروستۍ توافقنامې د لیکلو لپاره مذاکرات جاري وساتي.

او ویلي يې دي چې دواړه لوري غواړي په نیژدې راتلونکې کې یوې پایلي ته ورسیږي.

باید وویل شي چې تیره ورځ جمعه د مذاکراتو څلورم پړاو په داسي وخت کې پایته ورسید چې ډیرو اړخونو د لوی پرمختګ هیله لرله او داسي ګمان کیده چې د جون منځ پوري کیدای شي دا موضوع پایته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې د تیر اپریل میاشتې له پیل څخه د اتریش په پلازمینې ویینا ښار کې د د ایران او امریکا تر منځ د کال ۲۰۱۵ د لاسلیک شوي اتومي تړون د بیا را ژوندي کولو مذاکرات د اروپايي هیوادونو او نورو لاسلیک کوونکو په منځګړیتوب پيل شوي دي، تر څو ایران د اتومي وسلې د جوړولو څخه را وګرځي.

دغه تړون چې د اوباما په وخت کې لاسلیک شوی وو، د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډټرمب لغوه کړی وو او پر ایران یې نور بندیزونه هم لګولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x