نړۍ

اسرائیل په مسجد اقصی کې ۲۰۵ لمونځ کوونکي ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): تیره شپه اسرائیلي عسکرو په مسجد اقصی کې پر لمونځ کوونکو برید کړی چې له امله یې په سلګونو کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو سره سم د تیري ورځې راهیسي اسرائیلي عسکر د مسجد اقصی ځیني برخې کلابنده کړي وې او غوښتل یې چې د مسجد څخه لمونځ کوونکي وشړي او مسجد ځیني برخي خالي کړي، خو هلته شته کسانو دروازې په ځان پسي تړلې چې له امله یې اسرائیلي عسکر د مسجد بامونو ته ختلې او له هغه ځایه یې ګازي / صوتي بمونه ور غورځولي او د ربړ د مرمیو ډزې يې کړي دي.

د فلسطین د هلال احمر ادارې ویلي چې په اخ او ډب کې ۲۰۵ کسان ټپيان شوي چې د هغو څخه یې ۸۸ تنه روغتون ته انتقال شوي او ویل کیږي چې اوس هم په مسجد کې دننه ځیني سخت ټپيان شته.

د هلال احمر ادارې ویلي چې دوی غوښتل ټپيانو ته پر وخت ځان ورسوي خو اسرائیلي عسکرو یې مخه نیولې او اجازه نه ورکوي چې په اسانۍ تر پوځي کمربندونو تیر شي.

بلخوا د اسرائیلو یوه رسمي تلویزون ویلي چې د فلسطینیانو له لوري ددوی پر عسکرو د ډبرو او ښيښو غورځولو له امله ۶ تنه عسکر ټپيان شوي دي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د نړیوالي ټولنې څخه غوښتي چې فلسطیني ولس دي وژغوري او غوښتنه یې کړي چې ددغې پيښې د څیړلو لپاره دي د امنیت شورا غونډه را وبلل شي.

د فلسطین واکمن ګوند حرکة فتح د عرب لیګ، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د اسرائیلي یرغلګرو دښمنانه چلند مخنیوی وکړي.

بلخوا د اسلامي مقاومت تحریک (حماس) ډلې لخوا ویل شوي چې یرغلګر به ددې برید قیمت حتما پرې کوي چې د مسلمانانو پر هغه حقوقو تیری کوي چې غواړي په خپل مسجد کې لمونځ ادا کړي.

د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي: دښمن په قدس کې داسي حماقتونه کوي چې په پایلو یې نه پوهیږي.

نوموړي د اسرائیلي حکومت مشر بنیامین نتنیاهو ته په خطاب کې ویلي: «په اور لوبي مه کوه، مونږ به د اقصی او د الشیخ جراح کلي څخه په خپل ټول وس دفاع کوو، یرغلګر به دغه جګړه وبایلي».

نوموړي د هغو اسلامي او عربي هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د اسرائیل سره یې په دې وروستیو کې اړیکې رغولي او سفارتونه خلاص کړي چې دغه سفارتونه دي ور وتړي.

هنیه زیاته کړي چې دغه پاڅون / انتفاضة باید دوام پیدا کړي.

باید وویل شي چې قدس په ښار کې د الشیخ جراح په نامه کلي باندي اسرائیلي حکومت او میشت شوي یهودان قبضه کول غواړي خو ددغه کلي اوسیدونکي فلسطینیان یې پر خلاف مقاومت کوي او موضوع یې په نړیواله کچه او عربي هیوادونو په کچه پر ټولنیزو پاڼو غبرګونونه را پارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

We also have an Israeli Admin in Kabul

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x