شعـــــرونه

فلسطين په اور کې سوځيږي/ نومير

فدامحمد نومير

فلسطين په اور کې سوځې
مسلمان په خوب ويده دی

انسانان دي کاڼه سوي
سترګور ړوند په ديده دی

هسک نه اوري پرې بمونه
لوی، واړه وينو کې لامبې

ځمکه شوبلو ده نيولې
څوک به واورې ژړا ساندې

اسمان پټ په تور دودو دی
کښته بلې سرې لمبې دي

ماشومان پکې سوځيږې
د نجات نجات نارې دې

د فرعون ، هامان فوځونه
په موسی پسې راوتې

چې د حق اواز کا غلۍ
دا يو څو وحشې لاسپوڅې

رود نيل به ېې لاهو کړې
دا ياغې ، باغې فوځونه

دا د حق ، حقه وعده ده
ځای ته نه رسې ظلمو نه

۴ – جنورې – ۲۰۰۹
متحده ايالات ، کلفورنيا
د فلسطنيانو د پاڅون ( انتفاضة ) په مناسبت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x