دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده(۲۴) برخه

اسدالله رزين

په کوم هیواد قومندان هم نه و، هغه د ټولې اسلامي نړۍ قومندان و او هغه نړیوال کفر ته د ماتې ورکولو قومندان و.
د هغوی د فراست نښې د هغوی په خواره جامه او فقیرکور کې نه ،بلکې د هغوی په تقوی، اطاعت، پوهه، میړانه او حسن تدبیر کې وې.
امیرالمؤمنین وایي: ما ددې عظیم انسان په کور کې له تورې، ډال او سپر له جامو پرته بل هیڅ شی هم نه دی لیدلی.

امتي صاحبه!
د امت امین د خپلو ورسره مجاهدینو په مرسته په رومي لښکرو له هره لوري اوبه ور پریښودې او د همدغه الهي نصرت په مټه یې د رومي لښکرو د خوځښت ټولې لارې وربندې کړې او د څه کولو واک یې تري واخست او یواځې دوه لارې یی په مخ پرانستې پاته وې، تسلیمیدل او یا مرګ، په رومي لښکرو کې ډیر مرګ وسو او د عبیده (رض) لښکرې له غنیمتو سره روغې رمټې خپلو مورچلونو ته را ستنې سوې او دمشق تر کلابندۍ له مخې د رومي ځواکونو ټینګ مورچل(فحل) و چې د امت امین او مجاهدین یې پرې ونازول سول.

امتي صاحب!
د امیرالمؤمنین د حکم په برکتونو او رازونو کې عبیده بن الجراح او خالد بن ولید(رض) حمص ته و خوځیدل، د امت امین او مجاهدینو یې د دمشق د کلابندۍ بریالۍ خاکه واوډله او لښکرې یې حالاتو ته په کتو کې ځای په ځای کړ.
د دمشق او فلسطین او دمشق او حمص په منځ کې یې هم لښکرې واچولې ترڅو د هرقل مرستې دمشق ته و نه رسیږي، عبیده د (مرجالصفر) له لارې خالد، عمرو بن العاص او شرحبیل بن حسنه ټول په ټاکلي وخت دمشق ته ورسیدل او د دمشق کلابندي هم ورسره بشپړه سوه.

امتي صاحبه!
مجاهدینو کرار کرار د کلابندۍ د ټینګېدو تاکتیک ور خپل کړ او دمشقیانو ته یې وښودله چې نه مرسته ورسره کیدای سي او نه د تېښتې لارې سته. په دمشق کې (۱۵) کلیسا ګانې یا د عیسویانو د عبادت ځایونه وو چې تر ټولو لویه او مشهوره (کليسا)يې د یوحنا په نامه یادیده چې اوس یې په ځای د دمشق مسجد جوړ سوی دی. ټولې کنیسې یو په بل پسې تسلیم او په ځای یې مسجدونه ودان سول.

دمشقیانو ډیرې سترګې و ګرځولې چې مرستې به ورسره وسي، خو دا هیلې د مجاهدینو د ډیر لوړ ذهانت او هوښیاري په پایله کې په نا هیليو بدلې سوې او له څلورو میاشتو اوږدې کلابندۍ وروسته یې تسلیمېدو ته غاړه کېښوده. دوی پوهیدل چې د عدل په نظام کې له تسلیم سویو سره روا او مکمل انساني سلوک کیږي چې ورسره وه هم سو او بیا د هجرت په (۱۴)کال د دمشق فتحه هم بشپړه سوه.

امتي صاحبه! ښه خبره خو داده چې د هر مهال هرقل او هرقلان یو څه سترګې لوڅې کړي. عقل فعال او له تیرو څه نا څه زده کړي او په ځانګړي ډول سره دی د خپل پلار هرقل د ناوسۍ لوستونه بیخي نه هیروي او یواځې دی د هغې زمانې پیښې نه بولي، ځکه چې هغه آسمان او هغه ځمکه ده او په هغې ځمکې د حق او باطل هغه زور آزموینه ده. حق هم هغه او باطل هم هغه دي.

د حق ژبه او توره دواړه هغه دي او د باطل هم هغه. نه تاسې ترخپلو اسلافو پیاوړي یاست او نه موږ، نو که پرون څوک تباه سوي او اوبو وړي او کلا بندیو یې ملاوې ورماتې کړي دي. نن هم خامخا هغسې کیږي ځکه چې هغه فتحه هم یواځې د اسبابو فتحه نه وه. هغه د اخلاقو او معنوي ارزښتونو د قوت او نصرتونو فتحه وه.
اوس خو بیخي هر چاته ثابته سوې ده چې په اسبابو هسې میدانونه نه ګرمیږي او بې عقلان پرې غولیږي، خو پریکړې نه پرې کیږي. د پریکړو معیار په څو والي او څومره والي کې نه بلکې په څرنګوالي کې دی. څیرې بدلې دي، دعوې نه دي بدلې.

که پرون هرقل و، خو نن بوش، توني بلیر، پوتین او جوبایډن او نور یې د هغه په بڼه کې د هغې هرقلي موخې لپاره ډګر ته را وتلی دی او همدارنګه د عمر فاروق(رض) او عبیده بن الجراح(رض) په مننه کې مجاهدین د الهي بنسټونو او محمدي قدمونو په مینه او اطاعت کې د انسانیت د اعادې او فلاح لپاره لکه چې پرون را وتلي و نه هم په ډګر کې دي.
ښه خو به دا وای چې د پیفام او آرمان د اصالت او بهترۍ په اړه د منطق ژبې چلیدلې وای، نه د وحشت، بربریت او مهالي زور او ځواک ژبې چې په یاد صورت کې به بیا د چا انسانیت هم تر پوښتنې لاندې نه را تلای.

په هر صورت ثبوتونه او شواهد چې ترې انکار بیخې ناشونی دی داسې ښيي چې هرقل، دعوه او د دعوې د اثبات لپاره ځواک او حجت یې ټول خاورې په سر ناکام او اوبه یې وړای سي. لکه چې یو یې وړل، نو که څوک د مات، ګوډ او جاهل هرقل په پله پل ږدي خامخا به هغه هم اوبه وړي او هغه ځای ته به رسیږي کوم ته چې یې پلار هرقل او لښکرې رسیدلې دي.
نو د عقل په حکم نه ده په کار او بیخې بې عقلي ده چې خپل ځان پخپله په اوبو وړئ او یا یې په یزې کې را ګیروئ.

واورئ!
عبیده (رض) ژوندی دی، چې پرې ژوندی وه هغه هم ژوندي دي. آرمانونه یې ژوندي دي، تدبیرونه یې هم ژوندي دي او حق په ملاتړ کې سمندرونه هر ځای شته، د هر هرقل لښکرو ته ځان ور رسولای او غرقولای یې سي.
د عبیده ویالې په خپل توان توانمنې پاته دي، پام کوه چې د نوح(ع)طوفان هم ترې جوړیدای سي.

ښه واورئ!
دا مهال عبیده ته د الهام ور نه ده تړلی، لارښوونې روانې دي، د عبیده (رض) د حکمت او قوت راز چې چیرته و اوس هم هلته دی. عبیده چې په کوم پله پل ایښی و هغه پل نه ده ګډ سوی، هغه بیخي د ګډیدو نه ده، هغسې تګ پرې کیدای سي، هغه اوس هم د فتحې له زیرو ډک دی. هلته انسانیت اوس هم هغومره انسانیت دی، هلته د تلپاته نظام دفتر روغ رمټ او هغسې نوی دی، په انسانیت د نظام کاسې اوس هم چپه دي لکه پرون او د هرڅه کولو اجازه له مهالي هرقله اخلي، خو نن چې بیا د مات هرقل دروازه ور ټکوئ، نو شرم دی.

هرقل او سفسطه یې چې پرون ونه چلیدل نن هم نه سوای چلیدای. ځکه چې په هغې سفسطه کې انسانیت ته بیخي ځای نشته. په هفې کې یوازې هرقل او سکه چیچیان یې ځایدل. نور ټول انسانیت به یا نه و او یا به د هرقل په غلامۍ کې انسانیت وای.

بیا هم واورئ!
د عبیده د کلابندۍ شوق مه کوئ، مخې ته یې مه دریږئ او بیا ځانونه مه آزمایاست. د مسکو او استانبول ناستو ته وخت نه دی پاته. ولسونه مو مه وژنئ، مه یې تباه کوئ، یرغلګر ځواکونه مو له اسلامي خاورو وباسئ. دلته یې مه ړندوئ، لاسونه او پښې یې مه ورپرې کوئ، پزې یې مه ور کږوئ، مخونه یې مه ور سوځوئ ځکه چې هغه بیا په تاسې کې نه چلیږي، میندې یې مه وربورې کوئ، اولادونه یې مه یتیمان کوئ، ښځې مه کونډې کوئ، لیونیان کوئ یې مه ځکه چې بیا تاسې هم وژني او خودکشي هم کوي.

موږ ولیدل چې یواځې په ۲۰۱۲م کال کې ۳۹۳ تنو امریکايي عسکرو پخپله خپل ځانونه وژلي وو.
پام چې! اوس هم بیخي درپکې ډیر سوي دي. دوی د ژوند حق لري پرې یې ږدئ چې له همدغه حقه ګټه واخلي.
دا حق کوم هرقل نه دی ورکړی، چې بیرته یې ځنې اخلي او ژوندون کرایه کیږي هم نه. تاسې عجب خلک یاست، په هوا کې الوتل مو زده کړي دي او په اوبو کې د ماهي په څیر لامبل مو هم ښه زده کړي دي.
یو څه فکر وکړئ تاسې نه الوتونکي یاست او نه هم کبان یاست. تاسې نه په هوا کې د اوسیدو ځای لرئ او نه هم په اوبو کې. تاسي په ځمکه کې له انسانانو سره اوسئ.

خپه کیږئ مه! نو خامخا د ځمکې په مخ تګ او له انسانانو سره اوسیدا زده کړئ. راسئ دلته یې زده کړئ. اسلام د انسانیت دین دی، نو خامخا ستاسو دین هم دی. اسلام د آمن دین دی، د انساني اوسیدا دین دی.

دلته څوک په چا پسې خاندي نه، ور زده کوي یې، تر لاس یې نيسي، خو ټولې خبرې دلته نه ور سره خلاصوي، بل جهان ته یې هم بېولو ته چمتو کوي. د هغه جهان اوسیدا د حاضر جهان د کړنو په پایلو پورې اړه لري. هغه ابدي ده او د هغه په هیلو او انتظار کې دلته رښتیا هم د عمر (رض) او امین امت (رض) غوندې موخن او له سکونه ډک ژوند کیدای شي.

له اسلامه د ډاریدو خیالونو ته پخپل زړه کې ځای مه ور کوئ، ځکه چې اسلام د ډاریدو دین نه دي. د اسلام سینه د مسلمان تر سینې ډیره پراخه ده. اسلام که انتقام دی. د بخښنې دین هم دی. اسلام هغه هم مني چې توره یې ورپسې را اخستې وي.اسلام ته چې هرڅوک په رښتیا راسي بې ځنډه هغه ټول حقوق ورته حاصلیږي کوم چې مخکینیو مسلمانانو ته حاصل وي.

راځئ! په اسلام کې د رسول الله(ص) د ډیر ګران تره حمزه (رض) قاتل (حبش) ته هم ځای سته.
عمر فاروق(رض) ته د نفقې هغه کچه ور پاته وه کومه چې د ابوبکر صدیق(رض) لپاره له بیت الماله ټاکلې سوې وه، خو کله چې د عمر(رض) په صورت او روغتیا کې د یادې کچې د نه بسنې نښې را ښکاره سوې، نور تر کورونو له مخې څو تنو مهاجرینو لکه عثمان، علي، طلحة او زبیر(رض) سره کیناستل او پریکړه یې وکړه چې باید په یاده باره کې له امیرالمؤمنین عمر(رض)د خطاب له زوی سره په زغرده خبرې وسي، خو چا ته چې خپل ټول کړه وړه یې د محمد رسول الله(ص) او ابوبکر(رض) په مبارکه اسوه کې اوډل دغسې یادول اسانه کار نه و او چا ور ته د ویلو زړورتوب نه سوای کولای چې داسې څه له خولې را وباسي چې هغه دې له یادې اسوې سره په یو ډول توپیر ولري او دا چې عمر(رض) یواځې د خپل ځان لپاره عمر نه و بلکې د ټول انسانیت او په ځانګړي ډول سره د اسلامي امت عمر و، نو صحابه کرامو(رض) چاره نه درلوده چې په باره کې یې فکر ونه لري او د عمر(رض) د هوسا او آرام ژوند هیله چې د امت په ژوند یې مستقیمه اغیزه لرله ښکاره نه کړي او پخپله تر عمره دې ور و نه رسوي. هغه و چې د عمر(رض)وروڼو صحابه کرامو(رض) داسې پریکړه وکړه چې:
نوربيا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x