روغتیا

تر اوسه ۳۳ سلنه امریکایانو د کرونا بشپړ واکسین تطبیق کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویي، ۱۴۰۰ل): د ناروغیو د کنترول او مخنیوي لپاره د امریکا مرکزونو ویلي چې په امریکا کې د جمعې ورځې تر سهاره (مې ۷) نږدې ۱۱۱ ملیونه کسانو ته د کرونا ویروس پر ضد دوه دوزه واکسین ورکړل شوي چې دا د امریکا ۳۳.۴ سلنه نفوس کیږي.

د شمېرو له مخې، امریکا ۲۵۴ ملیونه او ۸ لکه دوزه واکسین تطبیق کړي او ۳۲۷ ملیونه ۱۲۴ زره یې توزیع کړي دي.

امریکا تر ډیره پر هغو واکسینونو باور کوي چې په دغه هېواد کې چمتو شوي دي، دوی د مودرینا او فایزر/بیونتیک دوه دوه دوزه او د جانسن ایند جانسن واکسین یو دوز تطبیق کړي دي. د جانسن شرکت واکسین کس ته یو دوز کفایت کوي.

د پورتنیو شمېرو له مخې یوازې ۷ ملیونه او ۸۰۸ زره دوزه واکسین د لویانو پاملرنې په مرکزونو کې کارول شوي دي.

تر دې مهاله په نړۍ کې ۱.۲۴ ملیارده کسانو ته د کرونا ویروس پر ضد واکسینو یو دوز ورکړل شوی، دغه راز ۲۹۸ ملیونه کسان بشپړ واکسین شوي چې د نړۍ د نفوس ۳.۸ سلنه کیږي.

اسرائیل د نړۍ لومړنی هېواد دی چې زیات نفوس یې واکسین شوي، ددغه هېواد ټول نفوس ۸.۶۶ ملیونه دی، په دوهم نمبر بریتانیا ده چې له نیمایي زیاتو کسانو یې لږ تر لږه یو دوز واکسین ترلاسه کړي او ټول نفوس یې نږدې ۶۸ ملیونه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x