افغانستان

بغلان کې طالبانو لسګونه عسکر له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، د خپل مشر له فرمان سره سم یې د حکومت ۶۵ تنه عسکر چې له دوی سره بندیان وو، له بنده خلاص کړي‌ دي‌ او د لارې د مصرف او جامو په ورکولو سره یې کورونو ته لېږلي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټويټر لیکلي «د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان له مخې د بغلان په ولایت کې د کابل ادارې ۶۵ تنه عسکر ( چې ۷ تنه یې زخمیان وو) د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت له بند څخه خوشې شول، د جامو او فی نفر پنځه زره افغانیو په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول.»

یاده دې وي، چې په تېرو دوو اوونیو کې په غزني او هلمند ولایتونو کې هم لسګونه عسکر چې د جګړ‌ې په ډګر کې نیول شوي‌ وو،‌ د طالبانو له زندانونو خلاص او خپلو کورنیو ته لېږل شوي وو.

دغه بندیان داسې مهال له زندانونو خلاصېږي، چې طالبان ټینګار لري، امریکا باید د دوحې تړون په اساس طالب بندیان له زندانونو خلاص کړي، خو حکومت ټینګار لري چې نور طالب بندیان دې له زندانونو نه خلاصېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

You Talib – a true love for the nation

You have forgiven those that were mislead by the MULHID Kabul Admin
You have forgiven those that were pointing their loaded guns towards you
You have let them go home and set beside their loved ones and kiss their kids
You have been keeping the little book of Omer-3 guidelines in your packet forever

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x