افغانستان

د ملي امنیت رئیس: حکومتي منسوبین له طالبانو سره د اړیکو جوړولو په هڅه کې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د حکومت د سقوط وړاندوینې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي، د کابل حکومت د ملي‌ امنیت رئیس وایي، ځيني کسان چې په حکومت کې کار کوي، له طالبانو سره د اړیکو په جوړولو بوخت دي.

سراج چې په کابل کې یې د ملي امنیت شورا له رئیس او د کورنیو او دفاع چارو له وزیرانو سره په ګډه یوې ناستې ته خبرې کولې وویل «ځیني محدود کسان چې په حکومت کې کار کوي، هڅه کوي په یو نه یو ډول له طالبانو سره رابطه وساتي، هغوی ته خبرداری ورکوم، چې د اسنادو د پيدا کېدو په صورت کې به قانوني چلند درسره وشي.»

سراج ددې تر څنګ طالبان تورن کړل، چې رهبري یې له هیواده بهر ده او‌ په افغانستان کې دننه پر ملکي اهدافو بریدونه ترسره کوي.

نوموړي ادعا وکړه چې په تېرو څو اوونیو کې طالبانو د جګړې په ډګر کې سخته ضربه خوړلې.

د سراج پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو دلړۍ له دوام سره هم مهاله د حکومت د سقوط‌ او د طالبانو د بیا ځلې حاکمیت وړاندوینې زیاتې شوې دي.

سراج تر دې وړاندې هم رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی و، چې که د طالبانو په ګټه تبلیغ وکړي، له ګواښونو سره به مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

د نجیب د سکې د کوټه کیدو پر مهال چي ملي امنیت د شورانظار سره پټي اړیکي جوړي کړې او بیا یې په څرخکه کي کابل ته راوست او کابل یې وروسپاره، دوئ ته چا څه وویل؟ چي اوس دوئ د ورته کار لپاره نور ملامتوي؟ په ملي مسائلو پټي معاملې خپلي ملي امنیت رواج کړي دي اوس دي یې ننګه کوي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x