ټکنالوژي

ولې د سامسنګ ۲۰۲۱ ګلیکسي A لړۍ د ګلیکسي ایس لړۍ څخه ډیره مهمه ده؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویي، ۱۴۰۰ل): سامسنګ په نړۍ کې یو له زیاتو ځیرک موبایلونو جوړونکی شرکت دی چې یوازې یې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ میاشتو کې ۷۶.۱ ملیونه موبایلونه پلورلي چې په نړیوال بازار کې یې ۲۲ سلنه ونډه درلوده.

په دودیز ډول سامسنګ د خپل فلیګ شیپ ځيرک موبایلونو څخه زیات عواید ترلاسه کوي، خو په تېره نږدې موده کې دغې شرکت پر خپلو منځني او ارزانه موبایلونو تکیه کړې.

د سامسنګ ګلیکسي S21 ځیرک موبایل د روان کال په پېل کې ښه بازار درلود، خو دغه شرکت به سږ کال د ګلیکسي نوټ سریز هیڅ موبایل معرفي نه کړي، او په خپل کات کېدونکې موبایل تمرکز کوي، د بیلګې په ډول راتلونکی ګلیکسي (Z Fold 3) موبایل.

که د سامسنګ تېرو لسو غوره پلورونکو موبایلوته وکتل شي، په لیست کې د S او Note سیریز هیڅ موبایل نه موندل کیږي، خو د A سیریز څلور موبایلونه په کې شتون لري. د ای سیریز ګلیکسي A51 موبایل د ۲۰۲۰ کال تر ټولو زیات پلورونکی دی، په دغه لیست کې ګلیکسي A01، A11 او A21s هم شامل دي.

په ۲۰۱۹م کې سامسنګ د خپلې بودیجې موبایل تګلاره تمدید کړه، په دې تړاو شرکت یې د J او C لړۍ موبایلونو چې ښه بازار یې درلود A لړۍ ته بدل کړ، دغه موبایلونه هم د تیرو موبایلونو په کچه مساوي وو، خو په بازار کې یې A لړۍ غوره جواب وموند او دغه لړۍ یې ډيره کړه.

د ګلیکسي A لړۍ موبایلونه په ښه توګه وپلورل شول خو په بودیجې او داخلي کچې موبایلونو کې یې شاملول ستره لاسته راوړنه وه، دې سامسنګ ته د منځني موبایلونو د لا اغیزمنتیا لار پرانېسته، او پایله یې هم د A  لړۍ موبایلونو په بریا څرګندیږي چې د سامسنګ تر ټولو زیاتو پلورونکو موبایلونو په لیست کې دي او دا لړۍ په ۲۰۲۱م کال کې لا هم دوام لري.

په دې تړاو سامسنګ د دغې لړۍ موبایلونو 5G بڼه وړاندې کوي، سږکال به سامسنګ ګلیکسي A52 موبایل معرفي کړي چې له پنځم نسل تکنالوژي به برخمن وي، په دې موبایل کې شته الات د S21 په څېر دي او کامره یې هم غوره ده، دغه رار به د اوبو ضد هم وي، چې دغه ځانګړتیا پخوا یوازې په فلیګ شیپ موبایلونو کې موندل کېده.

سامسنګ د ۲۰۲۱م پیاوړي پلور لپاره ارزانه 5G موبایلونو ته مخه کوي، او په دې تړاو د ګلیکسي A لړۍ ددې اهدافو ترلاسه کولو لپاره کلیدي رول لوبولی شي. اوسمهال سامسنګ په 5G ټکنالوژي سمبال درې خورا ارزانه موبایلونه وړاندې کوي، تر ټولو ارزانه یې A32-5G موبایل دی چې یوازې ۲۸۰ ډالره بیه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x