روغتیا

هند د کرونا په خټه کې: تېره ورځ په ریکارډي توګه له ۴۰۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند بایللی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویي، ۱۴۰۰ل): په هند کې د کرونا ویروس وار لا په چټکۍ روان دی او په پرلپسې ډول دغه هېواد کې هره ورځ د کرونا ویروس له ۴۰۰ زرو زیاتې قضیې ثبتیږي.

د راپورونو له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په هند کې ۴۱۸۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ لکه ۱۰۸۷ نور په کرونا اخته شوي، چې ټولټال شمېر یې ۲۱.۹ ملیونو ته رسیږي.

دا لومړی وار دی چې د کرونا وبا له کبله په هند کې یوازې په څلورویشت ساعتونو کې ډیر کسان مړه کیږي، په دغه هېواد کې د ټولو مړو شمېر ۲۳۸ زرو څخه پورته شوی دی.

روغتیا پوهان وایي چې په روغتونونو کې د ناروغانو د معایناتو لپاره توکي کافي نه دي او ټول ناروغان معایناتو ته لاسرسی نه لري، په دې معنا چې د کوویډ-۱۹ ناروغانو ورځنی شمېر له دې څو چنده زیات دی.

دغه راز دوی د مرګ ژوبلې په اړه هم شک څرګندوي، وایي چې په روغتونونو کې د زیاتو مړینو له کبله ددې شمېر محدودول ستونزمن شوی، کره شمېره له رسمي هغو څخه زیاته لېدل کیږي.

حکومت یوازې د هغو مړو شمېر څرګندوي چې په رسمي ځایونو کې سوځول کیږي او ښخیږي، خو د زیاتو مړینو له کبله خلک خپل مړي پارکونو او د ګاډو تمځایونو کې سوځوي.

په هندوستان کې د روغتونونو ناسم وضعیت، د حکومت غفلت او د اکسیجن توکو ناسم مدیریت د ناروغانو د اضافي مړینې لامل کیږي.

د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي نېوکه کیږي چې د حکومت د غفلت له کبله روغتونونه د اکسیجن کمښت سره مخ شوي، د تامل ناډو ایالت اعلی وزیر «ام کی ستالین» حکومت ته ویلي چې په راتلونکې دوه اونیو کې به ددوی د اکسیجن غوښتنه دوه چنده لوړه شي. د نوموړي په وینا د چنایي په یوه روغتون کې ۱۳ کسان د اکسیجن له کمښته مړه شوي.

دغه راز د اپوزیسیون ګوند کانګریس مشر راهول ګاندي پر نریندرا مودي غږ کړی چې په ټول هېواد کې په ملي کچه ګرځبندیز ولګوي، یا به هند او نور هېوادونه د ستر ناورین سره مخ شي.

حکومت چې ددې کړکیچ د هواري په اړه پرې سختې نیوکې کیږي، تر ډیره حده یې انفرادي دولتي ادارې او د ایالتونو حکومتونه پریښې چې د ناروغۍ مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې لویو ښارونو لکه دهلي، ممبۍ او داسې نورو د اضافي اکسیجن توکي چې تر ډیره له بهره راوړل شوي خوندي کړي، او د ناروغانو لپاره نوي روغتونونه پرانېستل شوي، د تامیل ناډو، کرناټکا او کیرالا ایالتونو د ګرځبندیز امر کړی تر څو د کوویډ-۱۹ پراختیا مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x