افغانستان

محب: د پاکستان‌ یو نظامي پلاوی کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار‌ «حمدالله محب» وايي، د‌ پاکستان یو لوړپوړی نظامي پلاوی کابل ته راځي.

محب په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د امنیتي مسایلو له امله کابل ته د پاکستاني پلاوي‌ د سفر په اړه نور جزئیات نشي ورکولی، خو د هغوی یو پوځي پلاوی په نږدې راتلونکې کې د کابل دوره کوي.

نوموړي پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړ، خو په خبره یې، اوس پر یاد هیواد نړیوال فشارونه ډېر شوي، تر څو د «ترهګرو» له ملاتړ لاس واخلي.

محب ددې تر څنګ طالبان د افغانستان د ټولنې یو واقعیت وباله، چې دده په خبره، حکومت ورسره خبرو ته تیار دی او هغوی باید په سوله ییز ډول د خلکو تر څنګ واوسېږي، مګر د ولس د برخلیک د ټاکلو هڅې دې نه کوي.

د محب له قوله، طالبانو هڅه کوله، چې په دې وروستیو کې اووه ولایتونه تر خپل واک لاندې راولي، چې دده په اند، توانېدلي‌ نه دي او نه هم تر دې وروسته کولای شي واک د زور له لارې لاسته راوړي.

له لفغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې محب یاده کړه، چې بهرنیو‌ پوځيانو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت خپل نظامي توکي حکومت ته سپارلي.

د محب پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پای ته رسېدو‌ پورې د هغوی نظامي‌ حضور پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

محب ښه وایي د افغان ولس برخلیک باید د اوسنیو آدم خورو په لاس کي پاته سي چي غواړي د افغانستان بندونه د اوبو پر ځای د افغانانو په وینو ډک کړي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x