د سعید بن جبیر(رض) او حجاج ترمنځ په زړه پورې مکالمه

کله چې خالد قسري حضرت سعید بن جبیر(رض) ونیو او حجاج ته یې ولیږی نو حجاج د پوښتنو ګرویږنو لپاره حضرت سعید خپل دربار ته وروغوښت او ترمنځ یې مکالمه وشوه چې خورا په زړه پورې او له عبرت نه ډکه ده، په سر کې حجاج ترې وپوښتل:

ـــ نوم دې څه دي؟

ـــ سعیدبن جُبیر.

ـــ نه، بلکې ته شقي بن کُسیر یې.

(سعید دخوشبخت په معنا دي. خو حجاج له غوسې نه هغه په شقي (بدبخت) ونوماوه. او جُبیر هم دستروالي په معنا ده خو هغه یې په کُسیر بدل کړ، چې په حقارت دلالت کوي. ژباړن)

ـــ زما په نامه، زما مور تر تا ښه خبره وه.

ـــ په خداي قسم چې زه به ستا عیش او عشرت په سرو لمبو دربدل کړم.

ـــ که زه په دې پوه شم چې ګټه او تاوان او اورام و راحت ستا په واک کې دي، نو ما به ته خداي بللی وای، او سجده به مې درته کړې وای.

ـــ ښه، دا ووایه چې د محمد(صلی الله علیه وسلم) په اړه ستا څه عقیده ده؟

ـــ د رحمت نبي او دهدایت امام دي.

ـــ د حضرت علي (کرم الله وجهه) په اړه دې څه عقیده ده؟ په جنت کې دي که په دوزخ کې؟

ـــ که ما جنت لیدلی وای، نو اوس به ماته رامعلوم وو چې څوک په جنت کې دي او څوک به دوزخ کې.

ـــ ښه، د خلفاوو په اړه دې څه عقیده ده؟

ـــ زه خداي په هغوی نګران نه یم مقرر کړی، چې زه دهغوي د حالاتو پلټنه وکړم.

ـــ دا ووایه چې د خدای (جل جلاله) په وړاندې څوک غوره دي؟

ـــ په دې خو هغه څوک خبر دي چې د ظاهر او باطن علم ورته یو دي.

ـــ (حجاج چې کله دهغه له حاضرځوابي څخه متاثر شو، نو یې په نرمه لهجه ورته وویل:) زه دا غواړم چې ته خو په یوه خبره کې زما تائید وکړې!

ـــ که مې درسره مینه نه وای، نو ستا مخالفت به مې نه وو کړی.

( له دې خبرې نه دحضرت سعید مطلب دا وو چې ستا مخالفت او تکذیب ټول ستا د مینې له امله دي، ځکه زه دې په دې سره له الهي عذاب نه ژغورم، او هغه مې درباندي پیرزو کیږي نو ځکه ستا مخالفت ستا سره مینه ده.)

ـــ ته ولې په یوه خبره خاندې نه؟

ـــ هغه څوک به څنګه وخاندي چې په دې خبر وي چې له خاورو نه پیدا شوی یم، او اور خاورې هم هضمولای شي؟

ـــ نو بیا موږ ولې خاندو؟

ـــ د ټولو زړونه یو شان نه وي، څوک غافل وي او څوک بیدار.

ـــ د حجاج زړه نور هم نرم شو، او خپلو نوکرانو ته یې امر وکړ چې سعید ته تر ټولو قیمتي جواهر او ملغلرې ورکړئ!

ـــ که دې دامال ددې لپاره راټول کړی وي چې دقامت له ویرې او جهنم له اوره ځان په وساتې نو بیا ښه خبره ده، کنه نو خبردار چې د قیامت یوه زلزله به د شیدو خوړلو کوچنی بچی او مور سره بېل کړی، واوره چې د پاک حلال مال نه پرته ددنیا په هیڅ مال کې ګټه نشته!
حجاج ددې خبرې په اوریدلو سره په بې پروایې سره په راګ او باجې باندې مصروف شو.

حضرت سعید چې د باجې اواز واوریدی، نو یې په چیغو چیغو وژړل.

حجاج ورته وویل:سعیده! دا ته څه کوې؟ د تفریح او لوبو په اسبابو ژاړې؟

ـــ د باجې اواز ماته دقیامت شپیېلۍ یاد راتازه کوي، دا ټول سازوسامان ستا د هلاکت ذریعه ده.

ــــ (حجاج په غوسې سره ورته وویل): سعیده، هلاک شې! دا ته څومره ګستاخ یې؟

ـــ څوک چې خدای (جل جلاله) له جهنم څخه وژغوري او جنت ته یې ننباسې، هغه به څنګه هلاک شي.

ـــ (حجاج له غوسې سور واوښت، او ویې ویل) : سعیده! داسې ښکارې چې ته نور له خپله ژونده بېزاره یې! خپله ووایه چې ته باید څه ډول ووژل شې؟

ـــ څنګه قتل چې څان ته غواړې هغسې مې ووژنه! ځکه د قیامت په ورځ به دې خدای داسې قتل کړي څنګه چې دې زه قتل کړی یم.

ـــ ایا ته غواړې چې تا ته بخښنه وشې؟

ـــ بخښنه ستا په واک کې نده، که زه بخښل کېږم نو دیو علیم او قدیر خدای لخوا ده،مګر ستا د بخښنې نه هیڅ صورت شته او ندې کوم عذر دمنلو دي.

ـــ (حجاج خپلو پوځیانو ته ): دا وباسئ او ویې وژنئ!

ـــ (حضرت سعیدپه ډېره خوشالي سره) ډير ښه.

یوه پوځي حجاج ته وویل: حضرت! دا ګستاخ ستاسو په امر باندې خاندي!

حجاج بېرته سعید راوغوښت او ورته ویې ویل: په څه خبره خاندې؟

ـــ خاندم په دې چې ته په الله تعالي څومره جرأت کوې او هغه څومره تحمل!

ـــ ښه، سعید زما مخ ته ووژنئ!

حضرت سعید هم په ډېر اطمنان سره په غولي پریوت او مخ یې د قبلې لور ته واړاوه: انی وجهت وجهی للذی فطر السموات والارض حنیفا وما انا من المشرکین.

حجاج چې سعید په خندني حالت کې ولید نو یې وویل: مخ یې دقبلې له خوا راواړوئ!

حضرت سعید (رض) له دې خبرې اغېزمن نه شو، چې هرې خواته به یې واړاوه دا ذکر به یې کاوه: اینما تولوا فثم وجه الله (کوم لورته چې مخ واړوئ هغې خواته الله تعالی دی).

حجاج چې سعید نور هم په خوشالي کې ولید نو یې ورته وویل: پړمخې یې پرې باسئ!

ـــ د چا مخ چې د یو بې نیاز خدای لور ته وي چې د حدود، مکان او جهت څخه اعلی دي، هغه په داسې حالت هم خوښ دی، او دا ایت یې په خوله کې وو: منها خلقناکم و فیها نعیدکم ومنها نخرجکم تارةاخری.

حجاج چې ددې ستر ولي کرامت په سترګو وینې، خو بیا یې هم ډبرین زړه له خپلې ارادې نه شاته کیږي او په دې حالت کې یې د هغه د ذبح کولو حکم ورکوي.

حضرت سعید: أشهد أن لا اله الا الله محمد رسول الله، اې حجاجه! دا زما ورستې خبره درسره وساته تر څو چې دخداي تعالی په دربار کې حاضریږو.

په اخر کې حضرت سعید(رض) دا دعا وایې : اللهم لا تسلطه علی احد یقتله بعدي.

حجاج: دې ګستاخ ته د نورو خبرو وخت مه ورکوئ!

په دې حال کې بې رحمه جلاد راوړاندې شواو یو مقدس سر یې له تن څخه بېل کړ.
انالله وانا الیه راجعون.

لیکوال: مولنا مفتي محمد شفیع عثماني

ژباړن: محب الله وثیق

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د