افغانستان

فراه کې د حکومت هوایي برید شل تنه ولسي وګړي‌ وژلي او ۳۳ ټپیان کړي/انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د حکومت هوایي برید شل تنه ملکیان وژلي او ګڼ نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي»‌ وايي، برید پر هغه قرارګاه شوی چې د طالبانو د بریدونو له امله ترې عسکر تښتېدلي وو او اوس یې ولسي‌ خلک لیدلو ته راټول وو.

د احمدي‌ په خبره، د ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه عام خلک شهیدان او ۳۳ تنه نور ټپيان شوي.

حکومت که څه هم تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي‌ ویلي، خو د پېښې له ځایه رسنیو ته رسېدلي انځورونه ښيي‌ چې ولسي‌ وګړو ته درانه تلفات اوښتي او د پېښې په قربانیانو کې ماشومان هم شته.


 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

نور باید د وزارت دفاع د مرکزي منصوبینو تور لیسټونه جوړ سي او په رسنیو کي د دوئ د عکسونو سره خپاره سي څو هر ولسي وګړی جلا جلا خپل قاتلین وپیژني او هر ځای چي یې لاس پر بر سي خپل برحقه قصاص ځني واخلي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x