افغانستان

کابل ښار کې چاودنې پنځه ویشت تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار اړوند «دشت برچي» سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي مخې ته پرلپسې چاودنو پنځه ویشت تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي.

دغه پرلپسې درې چاودنې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د «سیدالشهداء» په نوم د نجونو د یوه ښوونځي مخې ته داسې مهال شوې، چې زده کوونکي له ښوونځي رخصت شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» وایي، تر دې دمه په یاده پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د ارین په خبره، د تلفاتو شمېرې بدلېږي او ښایي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

د سیدالشهداء ښوونځي یوه تن ښوونکي رسنیو ته ویلي «لومړی یو کرولا موټر وچاودېد، بیا دوې نورې چاودنې وشوې. مرګ ژوبله له پنځوسو لوړه ده، زیاتره مرګ ژوبله نجونو ته اوښتې.»

تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب چی په قرآن لاس کیژدی چی دا کار زمونږه ندی څوک یی ورسره نه منی دا ځکه چی د انفجار او ځان وژنی فرهنګ افغانستان ته همدا طالبانو راوړی. طالب کچیری مسلمانان وی خپل غږ د دی خلکو په دفاع کی پورته کړی او داسی دی ووایی چی حاضر یو هر چری د سولی په خاطر ولاړ شو او اوربند وکړو. ثانیآ د خلکو د دفاع په خاطر دی یوه ګډه کمیټه حکومت سره جوړه کړی تر څو په ښارونو او خلکو په ګڼه ګوڼه کی د بریدونو مخه ونیسی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x