افغانستان

د کابل نننیو چاودنو ته غبرګونونه: طالبان یې د حکومتي استخباراتي کړیو کار بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې نننۍ چاودنې چې لسګونو زده کوونکو او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې، له توندو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

دغه پرلپسې درې چاودنې  چې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند «دشت برچي» سیمه کې د «سیدالشهداء» په نوم د نجونو د یوه ښوونځي مخې ته وشوې، له امله یې د ښځينه زده کوونکو په ګډون پنځه ویشت تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي.

طالبانو په برچي کې د اوښتې مرګ ژوبلې له امله خواشیني ښودلې او دا کار یې د حکومت د استخباراتي کړیو کار بللی.

طالبانو ویلي «داسې کړنې د هغو منحوسو کړيو کار دی چې د کابل ادارې تر وزرو او استخباراتي پوښښ لاندې د داعش په نوم فعاليت کوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» هم د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې او ټپيانو ته یې د عاجلي شفا هیله کړې.

د کابل حکومت پخواني حکومت مشر «کرزي» کابل کې شوې چاودنې جنایت او د سولې د دښمنانو کار بللی او د سولې خبرو د سمدستي پيلېدو غوښتنه یې کړې.

په کابل کې د برتانیې سفارت هم برید «ترهګریز» یاد کړی او په یوه ټویټ کې یې لیکلي «تاوتریخوالی وړاندې له دې چې د لسګونو نورو ماشومانو ژوند واخلي، باید ودرول شي.»

ارګ بیا چاودنه مستقیما د طالبانو کار بللې او هغوی یې تورن کړي، چې د اوسني بحران د سوله ییز حل اراده نه لري او د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت «سبوتاژ» کوي.

که څه هم تر دې دمه د چاودنو مسئولیت چا نه دی منلی؛ خو دا بریدونه داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او طالبان تور پورې کوي، چې حکومت د بهرنیانو د نظامي حضور دوام ته زمینه برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د اختر شپی او ورځی او جهاد. هدفی وژنی، بریدونه، تاسیسات ویجاړه ول، بمبارد او انتحار… د هر چا کار چی دی خو منظمه برنامه ده چی د افغانانو د وژلو لپاره پکار اچول شوې. دواړه خواوې هم حکومت او هم طالبان دی یوه ګډه ګمیټه جوړه کړی تر څو د ملکی خلکو د وژلو، په ښارونو کی بریدونه او د تاسیساتو ویجاړول وژغوری. دواړه طرفه باید سولی ته ژمن شی په هر مجلس کی چی د سولی په خاطر دایریږی باید اشتراک وکړی او د دی وطن او خلکو لپاره په ګډه کار وکړی. که خبره د غلامی وی… نور لوستل »

Adam Khan

No doubt, it is quite clear

تور سپین

دا عمل د هغو خبيسانو، دوږخيانو او بشريت ضد اشخاصو کار دى چه نه عقيده او نه هم و يجدان لرى او يوازى دداخلى او خارجى بادارانو د خوشحاله کولو د پاره هر څه ته تيار دى او زه خپله داسى نظر لرم چه دا کار د خارجى قرار داديانو کار دى. ددوى ګټى د صلحى په راتګ سره په خطر کى دى. نو بايد داسى وحشت ته لاس واچوى. چه که چيرى بيا ضمينه برابره شى او دوى وکولاى شى چه خپل ظلم ته نور هم دوام ور کړى. دا ټوله ددى فاسد، لاسپوڅه او مستبيد ارګناستو د قدرت… نور لوستل »

غ.حضرت

ګومان نه کیږی چی دا کړنه د حکومتی استخباراتو یا طالب پلاس تر سوه سوې وی بلکه دا کړنه د یهودو د مزدورانو ### پلاس تر سره سوېده.

عبدالرقیب

ورونو ناحقه مه جزباتیان کیږئ. دا د هزارګانو او د دوئ د بیوپاریانو داخلي موضوع ده. موږ باید ځانونه پکښي دخیل نه کړو. د هزارګانو مشرانو د پاسدارانو او د هغوئ د بادارانو څخه دا ۲۰ کاله بېشمیره پیسې، تعلیمي بورسونه، د کانکور بریاوي، په وزارتونو کي دندي، په کابل کي مفت کورونه او ځمکي، د کلیو ترفیع ولسوالیو ته او د ولسوالیو ترفیع یې ولایتونوته او داسي نور ډول ډول امتیازات نوشجان کړل خو اوس د روافظو او شیعت لپاره د اهل السنت والجماعت مسلمانانو سره د جنګیدلو نټه کوي. هغه یې نو چیري داسي په مفته ایله کوي.… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x