نظــر

افغان عسکره! ته د خپلو مشرانو د پيسو ماشين يې

احمد منصور

عسکرجانه: ومې غوښتل بيا سره خواله وکړو کاشکې داسې ماحول وی چې ستا څنګ ته درغلی وی مجلس مو سره کړی وای هغه څه چې په ليکلي بڼه درته انځوروم مخامخ مې درته ويلي وای، ستا خبرې مې هم له نزدې اورېدلې وی او بالاخره مې قناعت درکړی وی چې ته په غلط لوري روان يې خو افسوس چې ستا له دنيا او مادياتو سره مينې او شل کلن زما په وړاندې د پلورل شوو رسنيو د پوچو تبليغاتو له امله مو تر مېنځ واټن پيدا شوی چې زه او ته يې د يو بل دښمنان ګرځولي وو/يو.

له کلونو دې د بل ټوپک ما پسې راخيستی زما ملګري خو دې ووژل خو زمونږ د کورنۍ په غړو، خپلوانو او اقاربو دې هم صرفه ونه کړه په جګړه کې خو د اسلامي اصولو نه عملي کېدو دې ګيله ځکه نه کوم چې د کفارو غلام څخه ورته طمعه کول بې عقلتوب بولم خو د دنيا جګړيز اصول دي هم په پام کې ونه نيول، بې دفاع ښځې ماشومان او بوډاګان دې را شهيدان کړه د خپلو ښځو په مخکې دې وتړلم ودې وهلم او بالاخره د زندان په لور دې بوتلم دا ډول عمل خو اسرائيلو د فلسطينانو پر وړاندې هم نه دی کړی لکه تا چې هېواد والو سره وکړ.

خير تېر به هېر کړو په راتلونکي به وغږيږو، تېر کې د ډالرو انتهايي محبت، خپل، پردي، روا ناروا، ښه او بد در څخه هېر کړي وي، د حرص پټۍ به يې په سترګو درباندې لګولې وي، داسې به دې انګېرلې وي چې تل به د امريکا لنګه غوا وي چې ترې سيرابه کيږو به، له جومات او مدرسې همدغه بېلتون درڅخه دا هېر کړي وو چې حق تل بريمن وي او باطل به يوه ورځ هرو مرو شکست خوري.
که څه هم ځينو ليکوالانو، داعيانو او با احساسه شاعرانو په تېرو شلو کلونو کې تقريباً هره ورځ دعوت درکړی تر څو د باطل صف څخه را جلا شې خو تا له ډالرو پرته نه څه اورېدل او نه دې ليدل، دا دی نن د سر په سترګو ګورې چې همغه باداران دې درڅخه روان دي او تاريخي ماته يې وخوړه چې ته دې منلو ته هم تيار نه وې چې يوه ورځ به امريکا هم خپله ماته په ټيټو سترګو مني.

عسکره!
که پرون د مجاهد او ولس پر وړاندې دې وسله راخيستې وه د څو ډالرو د لاسته راوړلو په موخه دا نن ولې وسله ګرځوې او د چا لپاره يې ګرځوې، چا پسې يې ګرځوې؟
دا څو پوښتنې دي چې بايد ته ورته ځوابونه ووايې، که يې طالب پسې ګرځوې طالب خو د دې هېواد هوساينې د اسلامي نظام نفاذ لپاره او د فساد د ختمېدو په خاطر جنګيږي، دلته ته خپلې جګړې ته هېڅ ډول جواز نه شې وړاندې کولی، که د کابل ادارې لپاره وسله ګرځوې آيا دا جهل نه بولې چې د بې واکه او د پرديو مزدورانو ټوپکماري کوې، هغوی پسې چې ته ژوندی يې ورته مهم يې خو چې ووژل شې ولسمشر دې څو ورځې پس خبر شي چې په پلانکي ځای کې مې په سرتيرو بريد شوی، ستا جنازه کې خو عام ولس ګډون هسې هم نه کوي، له وېرې دې نه د پوستې ملګري او نه قومندان جنازې ته راځي آيا تا د هغو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی چې په ارګ کې اووه رقمه غوښې خوري خو ته په ورځو ورځو په خپلې پوسته او بېز کې په وچې ډوډۍ ګذاره کوې.

ای عسکره!
ته د هغو لپاره د جګړې لومړي خط ته ځې چې خپل بچيان يې په بهرنيو هېوادو کې اعلی تعليمونه کوي په لوکسو موټرو کې ګرځي، له خپل ګرل فرينډ او بوايي فرينډ سره پارټيانې کوي خو ته دلته د هغوی د مستيو کولو لپاره د يو مزدور رول لوبوې، ته د پيسو ماشين يې خو د ځان لپاره نه بلکې د ارګ مېشتو او اولادو لپاره يې هو ستا د وجود له برکته ډېر هغه خلک چې پرون يې د يو وخت لرله د بل وخت يې نه لرله خو نن د کابل په مجللو هوټلو کې د خپلو ځامنو ودونه کوي د خپلو بچيو ژوند ورته دومره مهم وي چې د يو واده له امله په ټول کابل کې د خلکو په تګ راتګ بنديز لګوي خو د جګړې په ډګر کې چې ته را حصار شې نه دې د خلاصون کومه لار لټوي او چې له طالب سره اسير شي ستا له تېر خدماتو څخه هم منکر شي تا د خپلو سرتيرو په ليست کې هم نه شماري بلکې عام وګړی دې بولي.

راشه عسکره!
نور دې هم لږ وپوهوم، دا خپل مسؤليت بولم! په تا ارګ مېشتو تجارت شروع کړی ستا شتون د دوی د بډايه توب لامل شو، په پيسو يې بانکونه ډک شول، ته خو به هم له رسنيو دومره لرې نه يې، څارې به يې، خبر شوی به يې چې دوه مياشتې دمخه په کابل کې د کرزي په هوايي ډګر بې نومه بې نښانه الوتکې ښکته پورته کېدې او د څه د لېږد پروسه يې پر مخ بېوله، همدا ډول غالباً په دوبۍ کې د ولسمشر د مېرمن دې څه مال نيول شوی وه، هو په بهرني هېوادو کې مشران دې ځان ته کورونه جوړوي، خو ته يې دلته د خپل خپلوانو کليوال او ورور سره په جګړه اخته کړی يې.

ته خپلو همسنګرو له وژلو وروسته حالت څخه خبر يې چې ستا همدغه مشران ستا د ملګرو له کونډو د څو پيسو په بدل کې د خپل جنسي خواهش پوره کېدو غوښتنه کوي، هو ستا د همسنګر ملګري بچيان د خپل پلار له مرګ پس په لارو، کوڅو او بازارونو کې خير غواړي خو بيا يې هم د همدغه نظام خلک خير غوښتو او يا څه مزدوري کولو ته هم نه پرېږدي ترې غواړي چې خپله مور يا پتمنه خور پوستې او مرکز ته ور ولي.

عسکره!
ته خپله مېرمن د بې عزتۍ په بازار کې ليدلای شې، خپل بچيان د خير غوښتو په حالت کې لېدلی شې؟ که جواب دې نه وي بيا ستا بله کومه مجبوري ده چې ته يې د دې دومره لوی امتحان ورکولو ته اړ کړی يې تنها خپلې کورنۍ ته رزق پيداکېدل دا دې کمزوري ده چې ژوندی وې د خپلو بچو ته به روزي را وړې دا چې هر ساعت دې له خطر خالي نه ده او د مرګ احتمال دې شته په هغو پيسو به ستا والدين ستا مېرمن او ستا بچي څه وکړي چې ستا د يو داسې مرګ په عوض کې وي چې له جنازې کولو دې هر څوک تېښته کوي خپل خپلوان دې له تاسره په خپلوۍ شرميږي.

ګرانه عسکره!
چې ژوند دې له داسې تکاليفو ډک ده چې نه رب درڅخه راضي ده او نه مومن بندګان يې او له مرګ روسته دې کورنۍ دې له يو شمېر مشکلاتو سره د مخامخ کېدو يقين موجود ده، نو بيا ولې د نورو د ښه ژوند لامل جوړېږې او خپله خپل ځان او کورنۍ بې عزته کوې؟ ولې د هغو په خلاف دې وسله راخيستې؟ چې تا تېروتی ورور بولي په ورتګ دې خوښي کوي او د تسليمۍ پيغامونه درته رالېږي سره له دې چې جنايات دې په درځنو کړي خو هغوي له دې ټولو جناياتو در تېر دي تا او همسنګرو لپاره دې د عمومې عفوې اعلانونه درته په وار وار کوي ولې د خپل ځان قاتل جوړېږې؟

افغان عسکره! نور له دې فاسدې ادارې را جلا شه، د خپل ژوند ښه کولو لپاره حلاله مزدوري وکړه، نور خپل مظلوم ولس مه وژنه، د اسلامي نظام په مخکې خنډ مه جوړېږه، د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x