
«د روژې په میاشت کې حکومت ۲۰۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې»
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، په روانه میاشت کې حکومتي ځواکونو د تېر په څېر پر ولسي اهدافو بریدونه روان ساتلي، چې له امله یې سلګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت په تېره یوه میاشت کې د خپلو بهرنیو ملاتړو په مرسته په ۲۲ ولایتونو کې ۶۹ لوی او واړه بریدونه کړي،چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۲ تنه هیوادوال شهیدان شوي، ۱۰۳ تنه نور ټپيان شوي او لسګونه تنه زندانونو ته اچول شوي.
اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې په دې بریدونو کې اتلس بابه کورونه او ګڼ شمېر دکانونه هم ویجاړ شوي دي.
طالبانو د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کړی، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي او په همدې موخه د ولسي تلفاتو عاملین وغندي.
حکومت که څه هم تر دې دمه د طالبانو له لوري د ملکي تلفاتو خپرو شویو شمېرو ته جواب نه دی ویلی؛ خو په تېرو څو ورځو کې له هلمند، فراه او نورو ولایتونو څخه داسې راپورونه شته، چې ښيي هلته د حکومتي ځواکونو هوايي بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي وژلي.
پر ملکي اهدافو هوايي او ځمکني بریدونه داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او طالبانو په جګړه کې له حکومت څخه پراخې سیمې لاندې کړې دي.
د روژی د میاشت درناوی طالبانو چیری کړی چی حکومت یی وکړی.
حکومت ځکه ولسي وګړي وژني چي ولس ګرم دی چي حکومت ته مالیات ورکوي. که ولس پر حکومت باندي مالیات بند کړي نو بهرنیان به تر کومه د حکومت وسلوالو ته تنخواوي ورکړي؟ آخر چي تنخواهوي ونلري، عسکر به دندي پریږدي او پر ولسي وګړو باندي به د بمبار او کشتار څوک نه وي. موږ افغانان خپله ځان ته بلا اخیستي یو. غني خپلي پیسې دوخته لا لبنان ته انتقال کړي دي. که افغان ولس پر دې فاسد او ظالم حکومت باندي خپل مالیات بند کړي، تجاران د ګمرکاتو د لاري صادرات بند کړي، صنعتکاران تولید بند کړي او دوکانداران… نور لوستل »
دوه سوه خو کم دی او زه باور لرم چه دوه سوه به هم نه وی تر ۵۰۰ که زیات نه وی کم نه دی مګر غنی غلام دی هغه کوی او هغه وایی جه ورته د ویلو او کولو قومانده ورکړی شوی دا نو د اشغلګرو خوښه چه څومره افغانان باید هره میاشت کی ووژل شی