نظــر

طالبانو ته ور له غاړې يو عظيم کار

فاتح افغان

طالبانو په تيرو دوو لسيزو کې د صليبي اشغالګرو پرضد د افغانانو جهادي مقاومت په احسنه توګه رهبري او د بري تر درشله ورساوه، د مجاهدينو د بې سارې قربانيو په برکت اشغالګر له ګران هيواد څخه بشپړ وتلو ته چمتو والی نيسي، د صليبي ټلوالې له تيښتې وروسته د ګران هيواد د حالاتو په اړه بيلابيلې پيشبنيانې او وړاندوينې کيږي.

په دې کې شک نشته چې خارجيان په ځانګړې توګه امريکا افغانانو ته په زړه کې د خير اراده نه لري، بلکه په خپل ټول توان به هڅه کوي، چې افغان مجاهد ولس نور هم د جګړو په لمبو کې وسوزي او په دې توګه ورباندې د معاندو صليبيانو سخې نوره هم پخې شي.

د صليبيانو له اجيرانو څخه هم د خير تمه له سراب څخه د يخو اوبو تمه ده، ځکه د اشغالګرو د خوښۍ او خونديتوب لپاره کومه نادوده نه وه چې دوی د خپل مسلمان ملت پر ضد ترسره نه کړه.

په داسې وخت کې د افغان مؤمن ولس د اميد سترګې يوازې طالب او جهادي مقاومت ته وراوړي چې لکه څرنګه يې په خپل فولادي عزم سره صليبي ټلواله ماته او وتلو ته مجبوره کړه، همدغه راز د خپلې سترې سينې او پراخ نظر په مټ کولی شي افغانان په يوه غولي سره راټول او يو موټی کړي.

هوکې! مجاهد طالبه، اشغالګرو د خپل شل کلن شتون په دوران کې د افغانانو کلي په کلي، کوڅه په کوڅه او کور په کور د نفرت او دښمنۍ تخمونه شيندلي، دا اوس ستا مسووليت جوړيږي چې لکه څرنګه دې د لوی الله په مرسته ګران هيواد د اشغالګرو له بدمرغه شتون څخه خلاص کړ او د تيښتې په وثيقه دې ورڅخه لاسليک واخيسته، همدغه راز بايد د اشغال ناخوالې له مينځه يوسې او له ناوړه اغېزو څخه يې ګران هيواد پاک کړې.

زه منم چې ځينې افغانانو ډير ستر خيانت وکړ، ستا پرضد يې د صليب څنګ ونيو، غليم ته يې ستا کور وروښوده، ستا کور ته يې دروستل، په تا يې چاپې واچولې، ستا کور بمبار شو، ستا کور ونړول شو، وسوځول شو، ته بندي شوې، شکنجه شوې، اذيت شوې، ته له کور څخه وشړل شوې، هجرت او وطن پريښودو ته مجبور کړل شوې، له تا سره ظلم وشو او د پرديو په اشارو ووژل شوې.

طالب جانه! زه اعتراف کوم چې په تا ډول ډول تهمتونه پورې شول، ناوړه نومونه او لقبونه درکول شول، ته يې تروريست، افراطي، جاهل، وحشي او ظالم ياد کړې، په سلهاوو رسنيو ستا پرضد تبليغات وکړل، ته يې بد معرفي کړې، له تا څخه يې د خلکو د متنفر کولو هڅې وکړې او د بې ننګۍ حد دا چې ستا سپيڅلی جهاد او له وياړه ډکه مبارزه يې نورو ته منسوبه کړه.

منو له تاسره هر ډول ظلم او ناځواني وشوه، خو دا چې اوس ستا نوبت راغلی، ته غالب او فاتح ميدان ته راوتلی يې، په تا لازمه ده چې د غچ او انتقام په فکر كې نشې، له تعالي، غرور او عجب څخه ځان وساتې او د نبوي اخلاقو د عملي بيلګې په وړاندې کولو سره د (اذهبوا فانتم الطلقاء) او (لا تثريب عليکم اليوم يغفر الله لکم وهو ارحم الراحمين) اعلانونه وکړې.

شايد ستا په ذهن کې دا وي چې له دې خلکو سره زما جوړيدل او ترمنځ مو عداوت په دوستي بدليدل محال دي خو قدرمنه داسې نه ده، الله پاک قادر دی چې دا دښمني په دوستي بدله کړي الله پاک فرمايې:
عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (7)
الله تعالی د زړونو مالک دی، په مدينې منوره کې د اوس او خزرج قبيلو ترمنځ تاريخي دښمني وه، عربو به په ناڅيزه خبرو کلونه کلونه جګړې کولې، خو د اسلام د سپيڅلې عقيدې په برکت د هغوی هغه خپلمينځي جګړې له منځه لاړې چې يو وخت يې د يهودانو په لمسون او شيطانت په مدينه منوره کې اور بل و، زړې او پخې دښمنيانې په دوستۍ بدلې شوې بلکه د زړونو مينه يې دومره پياوړې شوه چې بيا يې له يو بل ځانونه ځارول، خپله به وږي وو خو ايثار به يې کاوه، خپله به تږي وو خو اوبه به يې بل مسلمان ورور ته ورکولې.

هوکې! دا عظيم کار ممکن دی او اوس تاته درله غاړې دی چې په حق باندې د افغانانو زړونه راټول کړې ترمنځ يې د الفت او مينې اچولو لپاره هلې ځلې وکړې، کينه او رخه ترې وباسې، دښمنيانې يې محوه او د انتقام په اور اوبه توی کړې.

دغه عظيم کار ته د اسلامي شريعت په اصطلاح کې تأليف القلوب ويل کيږي، تاليف القلوب د اسلامي دين له اصولو څخه ستر اصل او د شرعي سياست له مهمو فنونو څخه يو فن دی.
تاليف القلوب داسې فن دی چې عاطفه او وجدان مخاطبوي، په دغه لطيف فن باندې د خلکو زړونه ښکار کيږي د دښمن دبدبه او شوکت ماتيږي او اسلامي صف ته جذبيږي.

د الله رسول صلی الله عليه وسلم، د هغه خليفه حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه، نورو اصحابو او مسلمانو اتلانو د تاليف القلوب له لارې د اسلام سرسخته دښمنان اېل کړي او اسلام ته يې تابع ګرځولي.
د مکې مکرمې د فتحې په ورځ د قريشو له سردارانو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم ښه تعامل او په تعقيب يې په سوله ييزه توګه مکه مکرمه فتحه کول، د ابوبکر صديق رضي الله عنه له لوري د يمن د قبيلو په ځينو زړورو قوماندانو لاس راتېرول او په دې توګه د ارتداد د سترې فتنې خاموشه کول يې دوه ستر مثالونه دي.

د تاليف القلوب اساليب:
د تاليف القلوب فن موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم له مبارک سيرت څخه په ښه توګه زده کولی شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل قولي او عملي سيرت کې د تأليف القلوب په زړه پورې اساليب امت ته وړاندې کړي دي چې ځينې يې په لاندې توګه دي.

يوه يادونه ضروري ده چې د انسانانو طبايع مختلف دي، څوک په يو شي راماتيږي څوک په بل شي، ځيرک مشر د طبيب په څېر وي لومړی د مخالف ناروغي تشخيص او بيا د مرض مطابق درملنه کوي.

۱- په حکمت دعوت
دعوت او جهاد سره لازم ملزوم دي، اسلام د دښمن د وژلو حرص نلري بلکه د هغه د هدايت او سمې لارې د راګرځيدو حرص لري، د خيبر د غزا په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته بيرغ ورکړ او دا يې ورته وويل چې له جګړې وړاندې يې اسلام ته دعوت کړه، که ستا په وجه الله پاک يو سړي ته هدايت وکړي دا ستا لپاره له سرو اوښانو څخه غوره دی.

دعوت بايد په نرمۍ او حکمت سره په مخ لاړ شي، (ادع إلن سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي أحسن… النحل

په دې برخه کې بايد مجاهدينو ته د دعوت اساليب او لارې چارې وروښودل شي او په دې پوه کړل شي چې که د دعوت په جريان کې مخالفينو سپکې سپورې او ناوړه خبرې کولې تاسې يې په مقابل کې له زغم او صبر څخه کار واخلئ او په ښو خبرو ځواب ورکوئ.
{وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ }فصلت34

۲- ښه اخلاق
حسنه اخلاق هم د مخالف د زړه په خپلولو او له مخالفت څخه يې لاس په سر کولو کې ډير رول لري داسې ډير خلک و چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې په زړه کې دښمني لرله خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حسن اخلاقو او ښه تعامل له امله يې دښمني په محبت بدله شوه.

په اوسني وخت کې بايد مجاهدين هڅه وکړي د خلکو زړونه خپل کړي په الفت کې يې واچوي په نفرت کې له اچولو څخه يې ډډه وکړي، نرمي ورسره وکړي، خدمت يې وکړي، سره له مشکلاتو يې وزغمي.
که زورور دي که کمزوري، که ښه دي که بد دي، له لاسونو يې ونيسي او د خير او حق په لوري يې رهبري کړي، د هغوی تعاطف لاسته راوړي، له هغوی سره له سختۍ کولو ډډه وکړي، تذليل يې نکړي، ويې نه ويروي، په اصلاح کې يې له بيړې او عجلې څخه کار وانخلي، په کرار کرار او تدريج سره يې د اصلاح هلې ځلې وکړي، په ډيرو تيروتنو يې سترګې پټې کړي، خطاوې يې وزغمي، په دې لاره کې په ځان ډير تکليف تير کړي ترڅو هغوی متنفر نشي او د دښمن صف تقويه نکړي.

نبي کريم صلی الله عليه وسلم ابو موسی اشعري رضی الله عنه او معاذ رضي الله عنه يمن ته د خلکو د ښوونې او اصلاح په موخه ليږلي وو د ليږلو پرمهال يې دا سپارښتنه ورته وکړه:
آساني کوئ سختي مه کوئ، خلکو ته زيري ورکوئ خلک په نفرت کې مه اچوئ، په خپل مينځ کې په اتفاق اوسئ بې اتفاقي مه کوئ. روه البخاري.

امام سرخسي رحمه الله په مبسوط کې وايي: قاضي ته نه ښايي چې سخت زړی، توند خويه، ضدي او جابر وي، ځکه هغه د خلکو ترمنځ په قضاء کولو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خليفه دی، نو بايد له هغه څه ځان وساتي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم منتفي و، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: الله تعالی زه جبار او ضدي نه يم ګرځولی.

وړاندې ليکي: بله دا چې دا د خلکو د متنفر کيدو سبب ګرځي الله تعالی فرمايي: {وَلَوْ كُنْتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لانفضوا من حولک} او قاضي بايد هغه صفات خپل کړي چې ورته د زړونو ميلان او د اړتياوو لپاره د راټوليدا سبب وي.

وړاندې ليکي: قاضي بايد خپل اعوانو او ملاتړو له خلکو سره د رفق او نرمۍ کولو امر وکړي، ځکه هغوی د ده په ورسپارل شويو کارونو کې د ده نائبين دي، نو لکه څرنګه چې خپله دا کار کوي بايد هغوی ته هم دا امر وکړي ترڅو د تاليف القلوب او ورته د خلکو د راماتيدو سبب وګرځي.

۳- عفوه او بښنه:
د غالب او زورور بښنه هم د تاليف القلوب يو مهم اسلوب دی، د مکې مکرمې د فتحې په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم قريشو ته عمومي عفوه اعلان کړه چې له امله هغوی له مخالفت څخه لاس واخيست او په پای کې په اسلام مشرف شول.

همدغه راز دکتور علي الصلابي په خپل کتاب (الانشراح ورفع الضيق في سيرة ابي بکر الصديق) کې ليکي:
د ابو بکر صديق رضي الله عنه له حکمت څخه ډک سياست دا و چې ضدي قبايلو ته يې عفوه وکړه، کله چې هغوی حق ته راستانه شول، کله چې د يمن مرتد قبايلو حق ته غاړه کيښوده، د اسلامي حکومت زور او غښتلې اراده يې وروښودله، قبايلو په هغه څه اعتراف وکړ چې مخکې ترې منکر و، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خليفه اطاعت يې وکړ، ابوبکر صديق رضي الله عنه د تاليف القلوب په موخه د دغو قبيلو له مشرانو سره د ځواک کارول پريښودل، ځکه دلته نرمي او رفق ډير کار ورکاوه.
د هغوی له زلاتو او تيروتنو تير شو، له سزا ورکولو څخه لاس په سر شو، هغوی ته يې نرمې خبرې وکړې، ښيګڼه يې ورسره وکړه او په خپلو قبيلو کې يې د هغوی له نفوذ څخه د اسلام په ګټه کار واخيست.

وړاندې ليکي: دا کار يې له قيس بن يغوث المرادي او عمرو بن معديکرب سره وکړ، دا د عربو مشران ډير زړور او شهسوارن و، په ابوبکر رضي الله عنه ګرانه تماميده چې له لاسه يې ورکړي، نو ځکه يې دا حرص و چې اسلام ته يې وفادار کړي او د اسلام او ارتداد ترمنځ له تردد څخه يې وساتي، ابو بکر رضي الله عنه عمرو ته داسې وويل: آيا شرميږې نه چې هره ورځ دې ماته خوړلې وي او يا بندي يې؟ که ته د دغه دين نصرت وکړې الله تعالی به تاته لوی شان درکړي.
عمرو ورته وويل: زه به خامخا دا کار کوم او ارتداد ته به نه ګرځم.) صديق رضي الله عنه هغه خوشې کړ، له دې وروسته عمرو هيڅ کله مرتد نشو.

قيس هم په خپلو کړو وړو پښيمانه شو ابو بکر صديق رضي الله عنه بښنه ورته وکړه، د يمن دغو دوو اتلانو ته د ابوبکر رضي الله عنه بښنې ډير ژور اثر وکړ، په دې سره ابو بکر رضي الله عنه د ډيرو مرتد شويو خلکو زړونه خپل کړل، هغوی په راتلونکو ورځو کې د اسلام ځواکونه وګرځيدل او په دې برخه کې يې سترې لاسته راوړنې لرلې.

۴- مالي امتياز ورکول:
انس رضي الله عنه فرمايې: يو تن به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی د دنيايي مال په خاطر به يې ايمان راووړ، ماښام شوی به نه و چې اسلام به ورته له دنيا او ما فيها څخه محبوب او ګران و.
صفوان بن اميه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د زړه خپلولو لپاره درې سوه اوښان ورکړي و، ابو محذوره ته يې يوه هميانۍ ورکړې وه، حکيم بن حزام، ابو سفيان، د هغه دوو زامنو معاويه او يزيد او د قريشو ډيرو سردارانو ته يې مالونه ورکړل، تردې چې په هغوی کې مشهوره شوه چې ای خلکو مسلمان شئ.
محمد صلی الله عليه وسلم د هغه چا په څير ورکړه کوي چې له فقر څخه نه ويريږي. عيينه بن حصن فزاري ډير کم عقل سړی و خو ۱۰ زره مسلح ځواک يې لاره، تردې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الاحمق المطاع لقب ورکړی و، له شر څخه يې د خلاصيدو لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم يو څه زمکه ورکړې وه ترڅو خپل ورغومي پکې وڅروي. نور اليقين في سيرة سيد المرسلين.

۵- د نوم او وياړ امتياز:
د مکې د فتحې په ورځ عباس رضي الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: ابو سفيان داسې سړی دی چې فخر خوښوي او نوم خوند ورکوي نو که داسې څه امتياز ورته ورکړې.
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هو څوک چې د ابو سفيان کور ته ننوځي هغه ته امن دی، چا چې وسله وغورځوله هغه په امن دی، څوک چې خپل کور ته ننوځي او ور بند کړي هغه ته امن دی.
فکر کول پکار دي يو څوک چې خپل کور کې په امن کيږي د ابو سفيان کور ته د منډې وهلو څه اړتيا ده خو رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره يوازې د ابو سفيان د زړه خپلولو لپاره وکړه ترڅو هغه له دښمنۍ لاس په سر او اسلام ته مايل شي.

۶- له افضل او اولی کار څخه تيريدل:
ځينې وخت يو کار غوره او ښه وي خو يوازې د دې په خاطر پريښودل کيږي چې خلک راونه پاريږي او د هغوی د اختلاف سبب ونه ګرځي.
امام زيلعي رحمه الله په خپل کتاب نصب الرايه کې وايي: د تاليف القلوب په موخه بايد افضل کار پريښودل شي او حتی الوسع هڅه وشي چې د مسلمانانو وحدت وساتل شي، لکه د بيلګې په توګه د ابراهيم عليه السلام په تهدابونو د کعبې مبارکې جوړول بهتر کار و خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ترسره نکړ ځکه قريش تازه مسلمانان شوي وو او د هغوی د متنفر کيدو ويره وه، بلکه په دې کار يې د اتفاق مصلحت ته ترجيح ورکړه.

۷- مخالفينو ته دعاء:
بل اسلوب مخالف ته دعاء کول دي، دوس قبيلې ته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم طفيل بن عمرو الدوسي رضي الله عنه ليږلی و او هغه نا اميده ترې راغی او له رسول الله صلی الله عليه وسلم يې خبر ورکړ چې هغوی له اسلام منلو انکار وکړ او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چې ښيرا ورته وکړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښيراوو پر ځای دعاء ورته وکړه او ويې ويل: اللهم اهد دوساوأت بهم.
چې له امله يې د هغوی زړونه اسلام ته مايل او له يوې مخې مسلمانان شول.

پر دې سربيره د دښمن د ځينې بنديانو احسانا خوشې کول، غوسه خوړل، کوچني زلات او تيروتنې زغمل او قوي مطبوعات او ميډيا کولی شي له زړونو څخه د نفرتونو تخم لرې کولو کې رول ولوبوي.

لله الحمد د اسلامي امارت دې کار ته له پخوا څخه متوجه دی او په دې لاره کې يې ګڼ شمير عملي اقدامات او هلې ځلې کړي دي، خو عامو مجاهدينو ته د تذکير په موخه مې دا د زړه درد ورسره شريک کړ، په دې هيله چې ټول مجاهدين دې مهم اړخ ته جدي پاملرنه وکړي او د صليبي اشغالګرو د فزيکي اشغال له ختميدو سره د هغوی فکري او رواني اشغال شنډولو ته هم کار ووايې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

انسانادعقدی له رویه پردوه قسمه دی: عقیده فرسته(ایډیالسټ)داهغه انسانان دی چه وایی ترمامافوق یعنی زماپیداکونکی سته چه مسلمانان یی الله ج بولی ،هندوان یی بګوان،بودایان یی بودا هرڅوک چه یی په کمه ژبه بولی خوخپل پیداکوونکۍ یی بولی په ډیر قدراوعزت ورته قایل دی. ماده فرسته(ماټریالست)داهغه انسانان دی چه وایی موږپخپله په وجودراغلی یوداچه څوک وایی الله دۍ دادوی له خپله فکره یوشی ځانته پیداکړۍ دی بیانه بیرته ژوندی کیدل سته نه پوښتنه. نتجه:دادوی ډلی یودبل دښمنان دی په هره ژبه چه وی ژبه مطرح نده هغه ووخلکیانوچه قدرت ترلاسه کي فوراً یی ددوی هم فکره روسان راوستل خپل هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x