نړۍ

طالبان: نړۍ دې پر فلسطیني مسلمانانو د اسرائیلو د ظلم مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا اسرائيلي پوځيانو پر فلسطیني مسلمانانو وسله وال بریدونه او له هستوګنځایونو څخه د هغوی جبري ایستل پيل کړي، طالبانو په یوه اعلامیه کې دا کار غندلی او پر ملګرو ملتونو او نړۍ يې غږ کړی، چې د اسرائیلو د زور زیاتي مخه ونیسي.

په تېرو څو ورځو کې اسرائیلي پوځيانو فلسطیني مسلمانان له خپلو هستوګنځایونو څخه په زور ایستلو ته اړ کړي او په اقصی او صخره مسجدونو کې یې پر فلسطیني لمونځ کوونکو ډزې کړې دي، چې له امله یې تر دوو سوو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو د یادو پېښو په غبرګون کې خپره کړې اعلامیه کې ویلي «اسلامي امارت دغه وحشت او ظلم په سختو ټکو غندي، د فلسطین له مسلمانانو څخه خپل حمایت څرګندوي او په اسلامي هیوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونواو ټولو نړیوالو غږ کوي چې د اسرائیلو ددې ظلم مخه ونیسي او د مظلومو فلسطینیانو د حق تلف کیدو په وړاندې ودریږي.»

دغه بریدونه داسې مهال دي، چې د روژې میاشت په پای ته رسېدو ده او په اسلامي نړۍ کې د اختر د خوښیو لپاره چمتووالی نیول کېږي.

د فلسطین ولسمشر «محمود عباس» هم له فلسطیني مسلمانانو سره د اسرائیلي عسکرو زور زیاتی غندلی، له نړیوالو او عربي هیوادونو یې د مرستو هیله کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې په همدې تړاو د امنیت شورا ځانګړي ناسته راوبولي.

ورته مهال په فلسطین کې د اسرائیلو په خلاف مبارزه کوونکی ګوند «حماس» بیا له فلسطنیانو سره د اسرائیلو زور زیاتی «حماقت» بولي او په خبره يې، دا ډول کړنې ناوړه پایلې درلودای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

## دا خبره طالبانو کړی؟ هههههههههههههه

عبدالرقیب

ترینه ځوانه په څه دي خندلي دي؟ پر طالبانو او که دفلسطینیانو په مظلومیت او که دي حواس دلاسه ورکړي دي

Karwan

ولي نه ترين خانه!
طالبان نن ورځ الحمدالله په اسلامي نړي کي يو قدرت دي او داده دنړي ۴۵ هيوادونو ته ئي دخپلي سپيځلي اسلامي مبارزي له لاري ماتي ورکړه او افغانيستان دادي نږدي داشغال څخه دخلاصيدو په حال کي دي. له خوبه بيدار شه ترين خانه!! کاروان

طوطی

طالبان دې اول خپل نومونه له تور لسته څخه وباسی بیا دې پر نړی غږ وکړی چی څه دی وکړی یا ونکړی.

غ.حضرت

موږ بیچاره ګان خو کمزوری او بې وسه خلګ یو او د بدماشانو سره د عملی مبارزې توان نلرو خو دومره توان لرو چی لږ تر لږه د ځانو سره دا سرود زمزمه کړو چی:
د الله سبحانه او ټولو پاکو موجوداتو نفرین او لعنت دی وی د فلسطین د پاکی خاوری پر غاصبینو او د هغوی پر ټولو ملاتړو او خواخوږو ( هم د دولتونو په سطحه او هم د افرادو په سطحه ).

ګوم نام

دغه ده راشی جواب ورکړی.
د## وحشت ته به څوک دریږی د ټالیب د وحشت د مخنوی غږ به څوک وچتوی. دا پدیده دی خپلو وحشتونه ودروی په غریب مخلوق او بی ګنا مسلمان باندی. او ## دلته کاپر څوک دی دلته خو ټول افغانان دی ټول مسلمان دی و ## ولی خدای نه منی چی د نوری دنیا غم کوی اول خپل ځان مسلمان او ځان ته د مسلمانو مرګ روا که ته

الحاج استاذ بیانزی

د طالبانو د دی خبری سره تر ډیره موافق ځکه نه یم چه کومه نړۍ د فلسطنیانو سره مرسته وکړی نظم نوین چهانی یا استعماری نړی او بل د مظلوم بشریت نړی ده استعماری نړی ته د مظلوم بشریت غوښی روا دی فریاد کول او هسی اړول راړول یی هم سرغړونه ګڼی ، مظلوم بشریت خلغ سلاح یا د کم خونۍ او نړیوال استعمار تر زنی خطرناکی وسلی لری او د خون فشار سره مخ دی دریمه نړۍ خو څه کړی چه خپله د اروپا او امریکا مظلوم بشریت یی د قانونی استثمار لاندی نیولی. د فلسطینیانو د پاره یواځنی… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx