ټولنیزه برخه

فاروق اعظم، که سنکدر اعظم؟!- دوهمه برخه

ژباړه: عبدالسلام وزیروال

مقدوني سکندر پرېږدئ؛ د نن په ډېجېټل دور کې چې نړۍ له پرېمانه مېزایلو، اسمان څېرونکو جنګي الوتکو، بحري بېړیو او اوبتلونو او د پوځیانو د لېږد رالېږد له منظمو وسایلو ډکه ده، د هیڅ حکمران سره د فاروق اعظم رضي الله عنه هومره سلطنت او ځمکه نشته دی، په داسې حال کې چې سیدنا فاروق اعظم رضي الله عنه دا دومره پراخه ځمکې، د اسونو پر شاه د سپرو عسکرو پر مټ نیولي دي، فقط نیولې یې نه دي بلکې د مفتوحه سیمو نظم او ضبط یې هم بهتر او نمونه یي ساتلی دی.

سکندر اعظم د فتحو په دوران کې خپل بې شمېره جنرالان په یوه، او بل نوم وژلي دي، بې شمېره جنرالانو او سرتېرو یې ملګرتیا پرېښې ده او په کورونو ناست شوي دي، تر دې چې په هند کې یې پوځ پر خلاف بغاوت وکړ او له مخکې تګ انکاري شول، مګر د ستر فاروق پر وړاندې هیڅ کوم پوځي یا پوځي جنرال حتی د بې اطاعتۍ سوچ هم نه دی کړی.

تر دې چې د جنګ دوران کې یې د نړۍ مشهور او منلی سپه سالار خالد بن ولید رضي الله عنه له سپه سالارۍ ګوښه کړ، جلیل القدر صحابي سیدنا سعد بن ابي وقاص یې د کوفې له ولایت لرې کړ، حارث بن کعب ته یې ورکړی ولایت بېرته ترې واخیست، د سیدنا عمرو بن العاص په څېر د زړور او بارسوخه صحابي مال یې ضبط کړ، د حمص له ولایت یې عزل کړ او د بیت المال د مالونه شپون یې کړ، خو هیچا هم د ستر عمر د حکم پر وړاندې د “نه” جرأت ونکړ.

سکندر ۱۷ لاک مربع میل ځمکه فتحه کړې وه خو نړۍ ته یې هیڅ نظام او سستم نه دی ورکړی او فاروق اعظم په مفتوحه سیمو کې داسې سستمونه جوړ کړي وو چې لا هم، د نن په معاصره نړۍ کې رائج دي:

ـ هجري سنه یې اجراء کړه

ـ زندان یې جوړ کړ

ـ د مؤذن لپاره یې معاش مقرر کړ

ـ جوماتونو ته یې د رڼا سستم چمتو کړ

ـ رسمي پولیس یې جوړ کړل

ـ د محاکمو قانوني سستم یې متعارف کړ

ـ لارو کوڅو کې د آبپاشۍ نظام یې مروج کړ

ـ پوځي چاوڼۍ او پوځي محکمه یې جوړه کړه

ـ شیده خورو ماشومانو، معذورو، کونډو او اړمنو ته یې له بیت المال څخه معاشونه مقرر کړه

ـ ستر فاروق لومړی شخص دی چې د واکمنو او حکومتي مامورینو شتمنۍ یې ثبت کړې

ـ د قاضیانو د څار لپاره یې خفیه اداره جوړه کړه
او د تاریخ هغه یواځنی پاچا دی چې خپله یې د تجارتي کاروانونو څوکیداري کوله

نور بیا …..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x