تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۱۷)- ګام په ګام سقوط

شهرت ننګيال
کابل وارخطا او تلولى و، نجیب الله تصمیم ونیو، مرکز ته د جبار قهرمان ملېشې را ولېږدوي. خو د هوايي ډگر قوماندان د کندهار پر ځای الوتکې بلخ ته واستولې او له هغې ځای يې د جنرال دوستم نور افراد خواجه رواش او بگرام ته شېوه کړل.

لکه وړاندې مو وویل، احمد شاه مسعود د رژیم له ځانگړیو کړیو سره پخه کړې وه – د جنرال تڼي له ناکامې کودتا وروسته یې له مخې ډېری خنډونه لرې شوي وو، د شمال لړزونکو پرمختياوو د کابل رژیم د پایښت ستنې لړزولې وې.

شمال کې د رژیم قوتونه يو په بل پسې د شوي ائتلاف په چوکاټ کې يو ځای کېدل، خو د جنوب او ختیز حالات دغسې نه وو – که څه هم له حکمتیار سره د رژيم يوه اړخ څه نا څه د پوهاوي مخه موندلې وه خو هغسې انگیزه لكه شمال کې چې رامنځته شوې وه جنوب او ختیز کې ایجاد شوې نه وه.

حکمتیار کابل ته نژدې لوگر کې و، د جنوب، لوېديز او ختيز له جهادي ځواکونو او رژیم له قوتونو سره يې پخپل وخت او ځای همغږي او اړیکې را منځته نشوې کړای.

گډه نماینده شورا:
مولوی حقاني د ((نماینده شورا)) په مټ له رژیم د واک پر لېږد کار کړی و. خو د شمال چټکو پرمختياوو هر څه په بل مخ واړول او پر قومي، سمتي، ژبنیو تمایلاتو ولاړ ائتلاف نويو غميزو ته لار پرانېسته، د ملگرو ملتو د سولې پلان یي په اوبو لاهو کړ.

د تېر کال (۱۳۷۰) په مني کې پر گردیز درانه عملیات وشول – گردیز د مجاهدينو تر ټینګې کلابندۍ لاندې و. د گردیز والي محمد انور حاصل او يو شمېر پوځي افسران په دغو عملیاتو کې ووژل شول.

د مولوي حقاني ځواکونو له سټو کنډو او مېلن ښه پرمختگ وکړ.
د رژیم پښې د گردیز په دفاع کې لړزېدې – د میزان په اتمه يې صحرايي محکمه کې د گردیز له پوستو او موقعيتونو په شا شوي افسران محاکمه کړل.

د گردیز جگړو کې پر یوه ورځ د رژیم د ټانگ کنډک قوماندن ډگرمن محمد اعظم، ډگرمن سلطان محمد له ۳۹ پوځي افسرانو سره ووژل شول، په همدغه ورځ د وسلو دوه ډیپوگان وسوځېدل.

جنرال نبي عظيمي پخپلو یادښتونو کې کاږي:
((تمام پوسته ها بدست حقاني مي افتد، جنرال صيفور که زخم کوچکی برداشته بود به مرکز جهت تداوي انتقال میابد. حقاني بعد از گرفتن و اشغال تمام پوسته های دفاعي تعرض خود را توقف میدهد. معلوم نیست برای چه منظور؟ زیرا اگر در همان موقع آنرا انکشاف میداد بدون شک گردیز را تصاحب میکرد.))

راتلونکی عنوان:
د ګرديز وضعيت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x