تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۱۸)- د ګرديز وضعيت

شهرت ننګيال

د گردیز وضعیت:
مولوي حقاني بيا هم گردیز ته د ننوتو بيړه ونه کړه، بلکي د گډې او نماینده شورا پلان ته يې لومړیتوب ورکړ. په دې اړه يې دوې اعلامیې چې وړانديزونه به يې لرل خپرې کړې، يوه د قوماندانانو او مجاهدينو او بله د جهادي مشرانو په نامه وه.

د مجاهدینو او قوماندانانو اعلاميه کې راغلي:
مجاهدین ښایي پر گردیز، غزني، لوگر، وردگو د پوځي برید او يرغل پر ځای د جهادي قوتونو د بشپړ تفاهم او يو والي له مخې د گډ شورايي سيستم له لارې له پوځي قطعاتو واک واخلي – داسې چې پوځ منحل نشي او تر هغې چې کابل کې مرکزي حکومت جوړېږي دغه گډې او نماینده شوراگانې د باصلاحیته مراجعو په توگه کار وکړي.

د جهادي قيادتونو اعلامیه کې مولوي حقاني له مشرانو غوښتي چې مشران څومره ژر کیدی شي پر يوه واحده اداره او موقت حکومت سلا شي – که نه، د دوی له اختلاف به هېواد د کورنيو شخړو، قومي او ژبنيو تر بګنیو کومي ته ولوېږي.

په اعلامیه کې راغلي:
د گډو شوراگانو له جوړېدو وړاندې دې مجاهدين ښارونو ته له ننوتو ډډه وکړي.
اعلامیه کې پر پوځي قطعاتو غږ شوی چې بېلابېلو قوماندانانو او اړخونو ته د تسلیمېدو پر ځای د مجاهدو گډو او متحدو نماینده شوراگانو سره خپل پیوستون اعلان کړي – يوې ډلې او تنظيم ته له تسلیمېدو را وگرځي.

د دغو شوراگانو د تشکيل او جوړښت په موخه يې ۲۱ مادو کې د نماینده شورا طرحه مشرانو ته ولېږله.
حقاني صاحب د جنرال اسلم وطنجار یو پیغام تر لاسه کړی و چې که بې وسلې مجاهدين کابل ته ننباسي دوی به یې مسلح او ستراتېژیک موقعيتونه ور وسپاري، خو حقاني صاحب دا کار ونکړ، چې بېلا بېلو تنظیمو، ډلو او قوماندانانو ته يې د رژیم د ځواکونو تسلیمېدل کورنۍ جگړې ته مخه ورکول گڼل.

د حمل پر ۳۱مه يې د سیمې قوماندانانو شورا کې گردیز ته په ننوتو کې د بيړې عواقب څرگند کړل.
ده په ډاگه کړه چې غنيمت په هغسې مفهوم لکه د مخه چې تفسير کېده جواز نه لري. ټول دولتي تأسيسات که ملکي دي که عسكري تر بیت المال اړه لري او ملي شتمنۍ بلل کېږي.

په همدغې ورځ يې له سټو کنډو، جهادي مشرانو سره مخابروي اړیکه کې غږ وکړ چې د يوې ملي شورا په تركيب خپل توافق څرگند کړي او ټولو جهادي ځواکونو ته د هغوی د قناعت او تناسب له مخې غړیتوب ورکړي – چې تر واحد مشرتابه لاندې گډه نماینده شورا له ملگرو ملتو سره په تفاهم کابل کې د مرکزي حکومت واگي تر لاسه کړي.

حقاني له احمدشاه مسعود سره هم په اړیکه کې و، مسعود غوښتل حقاني د غزني له لارې کابل ته د ننوتو پروگرام پلی کړي – خو د غزني له لارې کابل ته د ننوتو لار اوږده وه – چې نشوای عملي کېدای – له همدې ځایه یې حقاني ته وويل:
دی به د گردیز ځواکونو ته ووایي کابل ته د ننوتو لار ورکړي. د گردېز ځواکونو ته د ويلو خبره خپله يوه اندېښنه وه، ځکه خو مولوي حقاني کابل ته ننوتل وځنډول.

راتلونکی عنوان:
د ماضي له تروږمۍ د مستقبل تيارو ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x