ټولنیزه برخه

فاروق اعظم، که سکندر اعظم ؟/ وروستۍ برخه

ژباړه: عبدالسلام وزیروال

سیدنا فاروق اعظم به ویل:
که چارواکي غواړي د شپې ارام خوب ولري، ولس سره دې عدالت وکړي، د ولس سردار باید د ولس رښتینی خادم وي.

د سیدنا عمر رضي الله په مُهر لیکل شوي و: عمره! د مرګ یاد غوره نصیحت دی.

دده رضي الله عنه پر دسترخوان هیڅکله دوه قسمه خوراکونه نه دي لیدل شوي، کله به چې ویده کېده، په ځمکه به څملاست او سر ته به یې تیږه کېښوده.

په سفر به چې ووت، چېرته چې به خوب ورغی، د ونې سیوري ته به یې څادر واغوست ویده به شو او د شپې به یې په هواره ځمکه، تیږه سر ته کېښوده او ویده کېده.

همېش یې درنه جامه اغوستله، له نریو جامو بد ورتلل، په جامو کې یې ۱۴ پیوندونه و، یو پیوند پکې د
څرمنې هم و.

چاته چې دنده ورکوله، د هغه شتمني یې له ځانه سره ثبتوله، وخت ناوخت یې محاسبه ورسره کوله، چې په شتمني کې به یې زیادت شوی و، سزا یې ورکوله.

کوم ولایت ته چې یې والي استوو، ورته ویل یې:
په ترکي آس سپارلي مکوه، نازکې/نرۍ جامې مه اغونده، ترمیده وړه مه خوره، په دروازه کې څوکیدار مه دروه، او دروازه د هیچا پر مخ مه تړه.

ویل یې: د ظالمانو بخښل په مظلومانو ظلم دی.

د سیدنا الفاروق دا وینا چې د مصر والي عمر بن العاص رضي الله عنه ته یې کړې ده، نن هم د نړۍ په ټولو قوانینو کې منلې او لیکل شوې وینا ده:

مېندي اولادونه ازاد زېږوي، تاسې له کله دوی خپل بندګان ګرځولي دي ؟

سیدنا عمرالفاروق لومړی پاچا دی چې کله شهید کړی شو قرضدار و، ورثاوو یې ده وصیت مطابق دده کور خرڅ، او قرض یې اداء کړ.

عمر رضي الله یواځنی پاچا دی چې ویل یې: که د فرات د سیند پر غاړه کوم سپی له لوږې ومري، الله به یې سزاء عمر ته ورکوي.

هغه مشهوره کیسه تر هر غوږ رسیدلې ده، کله چې عمر شهید شو زرګونه میله لرې په یوه ځنګله کې، یوه شپانه چیغې جوړې کړې، د ابادۍ پر لور په منډه شو او نعرې وهي چې امیرالمومنین وفات شو.

خلکو ترې وپوښتل: ته څنګه خبر شوې ؟
قسم په الله! د عمر په خلافت کې هیڅ ځناور زما رمې ته پورته نه دي کتلي، نن یوه لېوه زما پسه مات کړ، زه په پوره ډاډ سره وایم چې عمر نور په دې نړی کې نشته دی.

د نړۍ مؤرخینو او د اسلامي امت ځوانانو:
سکندر اعظم د فاروق اعظم پر وړاندې داسې دی، لکه د ستر غر په مقابل کې د شږو وړه غونډۍ، بلکې هومره هم نه دی؛ د سکندر په لاس جوړ شوی سلطنت د سکندر تر مرګ وروسته پنځه کاله دوام هم ونکړ، او د حضرت عمر پر لاس، فتحه شویو ځمکو کې تر اوسه د الله اکبر ملکوتي نعرې پورته کېږي، د سکندر نوم فقط تر کتابونو محدود دی خو د فاروق اعظم جوړ شوی نظام تر دې دمه د نړۍ د ۲۴۵ ممالکو په نظامونو کې، په یوه نه یوه شکل لا هم موجود دی او تطبقیږي.

د نن په پرمختللې نړی کې که د پوسته خانې (برید، ډاګخانه، ډي ایچ ایل او ….) څخه څوک خط یا بل څه شی ترلاسه کوي، یا د ښار په واټ کې کوم پولیس وینئ را وینئ، یا کوم پوځي شپږمه میاشت کور ته په رخصت ځي، یا حکومت کوم ماشوم، معذور، کونډې یا محتاج ته وظیفه یا معاش ورکوي، دوی ټول حضرت عمر، شعوري یا غیر شعوري په “عمر اعظم” تسلیموي، فقط مسلمان دی چې د کمترۍ احساس لاندې کړی دی او د خپلو درنو پر ځای پردي سپک، درانه یادوي.

هند کې مسلمانانو د انګرېز سرکار سره لانجه وه، مسلمانانو ورته وویل:
که مونږ د مقاومت لپاره له کورونو راووتو، چنګېز به مو له یاده ووځي؛ جواهر لال نهرو وخندل، وایي افسوس، د نن مسلمانانو دا هیر کړي دي چې دوی کې “عمر” هم تېر شوی دی.
د مستشرقینو په څېر کټر اسلام دښمنه خلک هم معترف دي او برالا وایي: که مسلمانانو کې بل عمر پیدا شوی وای، د نړۍ پر مخ به فقط اسلام وای او بس!!

رضي الله عنه

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x