افغانستاند سولې طرحې

د اروپايی اتحادیې د ځانګړو استازو، جرمني، ایټالیا، ناټو، ناروې، برتانیې، او امریکا له لوري د افغان سولې پروسې په اړه اعلامیه / پښتو ژباړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۰ل): د روانې میاشتې مئي پر اومه نیټه د جرمني هیواد په کوربتوب د امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو، ایټالیا، ناروې، برتانیې هیوادونو او ځینو نړیوالو تنظیمونو په ګډون ناسته وشوه، په دغه ناسته کې د افغانستان څخه د کابل حکومت او د قطر څخه د طالبانو سیاسي استازو په بیله بیله توګه ګډون وکړ او ګډونوالو سره یې خپل نظر شریک کړ.

نن ټکی اسیا هغه ویډیو هم پر خپل یوټیوب چېنل خپره کړه (لینک) چې د طالبانو لخوا ورته رسیدلی وه او همداسي يې دا دی نن د یادو هیوادونو او غونډې اعلامیه هم د لا زیاتو معلوماتو په خاطر پښتو ته وژباړله.

دغه اعلامیه په انګلیسي ژبه د جرمني وزارت خارجې پر ویب پاڼه خپره شوې (اصل متن یې دلته کتلای شئ)

د اروپايی اتحادیې د ځانګړو استازو، جرمني، ایټالیا، ناټو، ناروې، برتانیې، او امریکا له لوري د افغان سولې پروسې په اړه اعلامیه

نیټه: ۷/۵/۲۰۲۱

د افغانستان ازادي، استقلال او ځمکني بشپړتیا ته په احترام، ګډونوالو د افغانستان د سولې پروسې اوسني حالت باندي د نظرونو تبادله وکړه، او هغه لارو چارو باندي يې غور وکړ د کوم لمخې چې کولای شي د افغانستان ولس د چټکې او تلپاتي سولې ارمان سره کومک وکړي.
په همدې موخه ګډونوالو:

۱- ومنل چې په پراخه کچه د افغانان ولس د جګړې د ختمولو او عادلانه تلپاتي سولې ټینګه غوښتنه پر ځای ده. دوی موافقه وښوده چې یوه داسي سوله یوازي هغه وخت ممکنه ده چې د ټولو افغانانو په مشارکت او سیاسي جوړجاړي له لاري ممکنه شي.

ګډونوالو د امنیت شورا قرارداد نمبر ۲۵۱۳(۲۰۲۰) ته خپله ژمنتیا تکرار کړه او ټینګار یې وکړ چې دوی په افغانستان کې د جګړې له لاري د هر رنګه حکومت جوړېدو مخالف دي کوم چې به په سیمه ییزه توګه یو ګواښ را منځته کړي.

۲- څرګنده یې کړه چې اړتیا شته تر څو د افغانانو په مشري او مالکیت باندي د سولې خبرې تیزي شي، او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت، طالبانو او نورو سیاسي او مدني ټولنو مشرانو سره به ګډ کار کوي تر څو یوې جامعې او تلپاته سوله ییز توافق او سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي تر څو جګړه د افغانانو د ګټې لپاره ختمه شي، او دا په سیمه ییزه توګه امن او نړیوال امنیت ته ګټه ورسوي.

۳- د قطر د حکومت د اوږمهاله همکاریو څخه یې مننه وکړه چې د سولې پروسې د اسانتیا په په برخه کي يې کړې ده، په شمول د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب او ملاتړ چې د کال ۲۰۲۰ د سپتمبر پر ۱۲مه نیټه پيل شول.

د ټولو اړخونو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د بحثونو د جریان څخه یې د خپل د ملاتړ اظهار وکړ.

د ترکیې د جمهوریت، ملګرو ملتونو او د قطر هیواد د هغو هڅو څخه یې مننه وکړه چې غوښتل یې د لوړپوړو چارواکو په کچه په استانبول کې کانفرانس جوړ کړي، او هغو پلانونو ته یې هم ښه راغلاست ووایه چې غواړي د مدني ټولنې غږ د سولې تر پروسې ورسوي.

د افغانستان د راتلونکي په اړه یې بی شرطه او سمدستي بنسټیز مذاکراتو پر بیا پیل ټینګار وکړ، داسي مذاکرات چې هدف یې د واک د ویش په برخه کې پرمختګ او واقع بینانه موقف ګیري وي تر څو وکولای شي چې یو مشروع حکومت او د سمدستي او تلپاتې جوړجاړي سبب وګرځي.

۴- د افغانستان د سولې او پخلاینې په پروسه کې یې د ملګرو ملتونو د زیاتېدونکي رول څخه هرکلی وکړ، د سولې په نورو پروسو کې ددوی مهارتونو او تجربو کارولو څخه هم هرکلی وشو.

۵- په شدیده لهجه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي غندنه وشوه د کوم چې ډیره پړه پر طالبانو واچول شوه، او د ټولو اړخونو څخه وغوښتل شول چې عاجل او اړوند قدمونه پورته کړي تر څو د تاوتریخوالي کچه را ټیټه شي، په ځانګړي ډول د ملکیانو تلفات را کم شي او سیاسي جوړجاړي ته د رسیدو لپاره ماحول برابر شي.

ګډونوالو بیا هم پر ټولو اړخونو ږغ وکړ چې په ټولو حالاتو کې باید د نړیوالو بشري قوانینو په برخه کې خپلو تعهداتو ته ژمن پاته شي، په شمول د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې. او د ټولو اړخونو څخه یې غوښتنه وکړه چې سمدستي پر داسي قدمونو توافق وکړي چې وکولای شي د تلپاتي او هر اړخیز اوربند کامیابه کیدل ممکن کړي.

۶- په دې برخه کې، ګډونوالو د طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې خپل غیر اعلان شوي پسرلني عملیات ودروي، پر ملکي اهدافو د برید څخه ډډه وکړي، او ټولو هغو بریدونو څخه ډډه وکړي چې د روغتونونو، مکتبونو، پوهنتونونو، مسجدونو او نورو ملکي سیمو ته نیژدې تر سره کیږي.

په ځانګړي ډول، ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د مدني ټولنو مشرانو، دیني عالمانو، ژورنالیستانو، رسنیو په برخه کې کارکوونکو، بشري مدافعانو، روغتیا پالانو، د محکمو کارکوونکو او نورو ملکیانو پر خلاف د هدفي وژنو روان کمپاین سمدستي پایته ورسیږي.

۷- د امریکا او ناټو له لوري د اپریل ۱۴ اعلان وروسته، چې امریکايي او د بشپړ ملاتړ ماموریت ځواکونه به په منظم، همغږي او په خپله خوښه د افغانستان څخه وتل پيل کړي، چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر تر ۱۱مې به پایته ورسیږي. ګډونوالو تکرارا وویل چې د وتلو پر مهال د ځواکونو خوندیتوب باید یقیني شي، او دا چې د طالبانو هر برید به په دغه موده کې د سخت ګوزار سره مخ کیږي.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ځواکونو د وتلو پروسه باید د طالبانو لپاره د سولې د پروسې څخه د شاتګ پلمه ونه ګرځي او دا چې په ښه نیت باید سیاسي مذاکرات په اخلاص پر مخ بوځي.

۸- د ځواکونو د وتلو په رڼا کې، ګډونوالو یو ځل بیا کلکه وعده وکړه چې د افغانستان، ددغه هیواد د حکومت، امنیتي ادارو او خلکو سره به خپلې کلکې ملګرتیا ته ادامه ورکوي، ګډونوالو همداسی توافق وکړ چې د سولې د مذکراتو پر مهال به د افغانستان د ثبات لپاره نړیوال کومک ته اړتیا ډیره وي، او خپله وعده یې تکرار کړه چې د سولې د توافق وروسته به د افغانستان د بیا رغونې سره مرسته کوي، د جینوا ۲۰۲۰ غونډې د اسنادو پر اساس باندي، چې په کښي راغلي چې د ټولو افغانانو حقوق به ساتل کیږي او درناوی به ورته کیږي، د ښځو او اقلیتونو د حقوقو په شمول.
ګډونوالو د ځواکونو د وتلو وروسته د افغانستان لپاره خپل مشروط ملکي ملاتړ په اړه خپلې وعدو باندي ټینګار وکړ چې هدف به یې د افغان ولس لپاره د ښه راتلونکی تضمینول وي.

۹- بیا یې ټینګار وکړ چې د سولې هر توافق باید د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي، د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په شمول، او حتما باید د افغانانو دغې کلکې غوښتنه ته احترام وشي چې غواړي د کال ۲۰۰۱ وروسته د اقتصاد، ټولنی، سیاسي او پرمختیایی چارو کې لاسته راوړنې وساتل شي او وده ورکړل شي. په شمول د قانون حاکمیت ته احترام، د افغانستان نړیوالو معاهداتو ته احترام او یوه حساب ورکوونکي او ټول شموله حکومتداري کې ښه والی را منځته کول.

څرګنده یې کړه چې د افغان اړخونو مشرتوب او مالکیت د بین الافغاني مذاکراتو د بریا لپاره مهم دی.

تکرار یې وکړ چې د یوه با ثباته، خوندي او پرمختللي افغانستان لپاره مهمه ده چې ښځې د سولې په مذاکراتو کې، د ټولنې په نورو برخو کې او حکومت کې پوره او با اثره رول ولري.

۱۰- ټینګار یې وکړ چې طالبان او د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومت باید د تروریزم سره د مبارزې په اړه خپلې وعدې پوره کړي په شمول د القاعدې، داعش یا نور تروریستي ګروپونه او افراد، تر څو افغانستان ځمکې څخه په استفادې نورو هیوادونو ته ګواښ یا برید ونه کړي، ددغو ډلو غړي به نه میلمه کوي، ددوی د بیا ګمارنو، ټریننګونو او بسپنې را ټولو مخنیوی به کیږي.

۱۱- ټینګار یې وکړ چې دیپلوماتیک شخصیتونه او ملکیتونه مصؤون دی، او هر هغه څوک چې برید کوي او یا هم بهرنیو دیپلوماټانو او د هغوی ممتلکاتو ته ګواښ کوي، باید مجازات شي.

۱۲- (د افغان ولس د خپلواکۍ حق ته په احترام) ټینګار یې وکړ چې هیوادونه او ټولنې چې په دغه ناسته کې را ټول دي، په کلکه دا سپارښتنه کوي چې یوازي د سیاسي جوړجاړی په نتیجه کې خپلواک، متحد، سوله ییز او دیموکراتیک افغانستان را منځته کیدای شي، چي هلته به تروریزم او غیر قانوني مخدراتو صنعت نه وي، کوم چې به سیمې او نړیوالې ټولنې ته امنیت راوړي.

۱۳- بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت سره اوسنی او راتلونکی کومک به یوازي د هغو اصولو پر اساس وي چې د افغانستان سره د ملګرتیا په چوکاټ کې، او همداسي د افغانستان ملي سولې او پرمختګ چوکاټ (دوهم نمبر) د نومبر ۲۰۲۰ په جینیوا کانفرانس کې د مرسته کوونکو هیوادونو له لوري وټاکل شول.

۱۴- ګډونوالو د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر حکومت غږ وکړ چې په فعاله توګه د فساد سره مبارزه وکړي او ښې حکومتولۍ ته وده ورکړي، او د فساد ضد قوانین را منځته کړي.
ګډونوالو پر خپلو هغو باورونو ټینګار وکړ چې په پراخه کچه فساد د جمهوریت اساسات کمزوري کوي او همداسي د نړیوالې ټولنې له لوري د افغان ادارو سره د کومکونو امکانات کموي.

۱۵- پر طالبانو یې ږغ وکړ چې تر خپل واک لاندي سیمو کې د بشري کومکونو رسولو ته په غیر مشروطه توګه او نړیوالو بشري قوانینو په رڼا کې لاسرسی ورکړي.

۱۶- د غيرقانوني نشه يي توکو له توليد او قاچاق سره د مبارزې پر اهميت يې تأکيد وکړ او پر دواړو اړخونو يې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ننه او ترې بهر ته متوجه د نشه يي توکو ګواښ له مينځه يوسي.

۱۷- پر دې يې توافق وکړ چې له افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه د نړيوال ملاتړ دوام به د دې د باوري کولو له پاره اړين وي چې افغانستان د کورنيو او بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړی شي.

۱۸- ټول اړوند هيوادونه، په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډيان او د سيمې هيوادونه، يې دې ته وهڅول چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ور کړي او د ټولو په ګټه تلپاتې سوله ييز هواري او تلپاتې اقتصادي پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي.

۱۹- د افغانستان د اسلامي جمهوريت له مرکچي پلاوي او د طالبانو له مرکچي پلاوي څخه يې په نننۍ ناستې کې د ويډيو له لارې د هغوی د مهمې ونډې اخيستنې او پر ننګوونکو مسائلو د ځغرد او صريح بحث له کبله مننه وکړه.

۲۰- د جرمني له حکومت څخه يې د دغو مشورو د تنظيمولو له کبله د مننې څرګندونه وکړه او پر دې يې هوکړه وکړه چې د ديپلوماتيکو چينلونو له لارې د بلې ناستې نېټه او ځای وټاکي.‌

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

زه نه پوهیرم چه د طالبانو دا ویاندویان ولی په دیر وارخطایی سره خبری کوی، داسی یی عجله ویی چه ته به وایی یا چه ورپسی نیولی وی او يا هم اودس یی دیر تنگ شوی ویی. نتیجه دا ویی چه د خبرو تسلسل د لاسه ورکوی ادبیات د خبرو ورنه خطا کیژی. د ستانکزی خبری د یوه سیاسی ویاند په سطحه نه وی. دیر ضعیف وغژیده، مطالب یی ور نه گد ود شوی وه. همدانی قیاس پر داکتر نعیم هم کیدای شي. نو مشوره مو ورته دا ده چه په داسی مجالسو کی باید د لیکل شوی متن ولوستل… نور لوستل »

Aimal

Taliban want to get power by force. They are working for Pakistan everybody knows this.this kind of meeting is useless.

عبدالرقیب

دا اعلامیه باید ځکه وغندل سي چي د ځمکني حقایقو څخه سترګي پکښي پټي سوي دي. د افغانستان د یوه نامشروع ډیکټاټور حکومت د نظامي ملاتړ ژمنه کونکي هیوادونو ډیپلوماټانو امنیت ولي باید طالبان مرائت کړي؟ طالبانو ته په کار ده چي شانګهای تړون سره په رسمي ډول پیوستون اعلان کړي څو په سیمه کي نظامي انډول رامنځته سي او د کابل نیولو وروسته د دې اعلامیې خپرونکي دولتونو سفارتونه وروتړي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x