نړۍ

القدس شريف: اسرائيلي یرغلګرو لسګونه فلسطينيان ټپيان کړي او ګڼ شمېر نور يې نيولي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۰ل): د فلسطين په القدس شريف ښار کې د فلسطيني ځوانانو او اسرائيلي يرغلګرو عسکرو تر منځ اخ و ډب روان دی، اسرائيلي يرغلګرو نږدې درې سوه فلسطينيان ټپيان کړي او لسګونه نور يې نيولي دي.

ښکېلاکي عسکرو د القدس شريف باب العمود سره پر فلسطيني لمونځ کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ ورولوي، چې له امله يې لسګونه فلسطينيان ټپيان شوي او د ټپيانو د درملنې لپاره امبولانسونو ته هم اجازه نه ورکول کيږي.

اناضول خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله ليکلي، چې اسرائيلي يرغلګرو باب العمود او د شيخ جراح سيمو کې پر فلسطينيانو د اوښکو بهوونکي ګاز او ربړي مرميو باران وکړ او ګڼ شمېر فلسطينيان يې بنديان کړي هم دي.

د فلسطين هلال احمر اداره وايي، اسرائيلي يرغلګرو د امبولانسونو مخنیوی کړی او نه يې پرېږدي، چې ټپيان روغتونونو ته ورسوي.

عيني شاهدان وايي، اسرائيلي يرغلګرو پر سوله‌ييزو لاريونوالو د ربړي مرميو ډزې کړي او تر اوسه دا نه ده روښانه، چې هلته به څومره کسان ټپيان شوي وي.

په القدس شريف کې د اسلامي اوقافو اداره وايي، چې د اسرائيلو د بنديزونو سربېره تېره شپه له ۹۰ زرو زياتو فلسطينيانو د روژې ۲۷مه په مسجد اقصی کې په عبادت رڼه کړه.

په لويديځه تړانګه کې هم د اسرائيلي يرغلګرو د اوښکې بهوونکي ګاز شيندلو له امله لسګونه فلسطينان له ساه بندۍ سره مخ شوي دي.

رپوټونه وايي، د ټولو اغېزمن شوو کسانو درملنه په عامو ميدانونو کې شوې او روغتونونو ته د وړلو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

فلسطينيان وايي، دا شخړې او تاوتريخوالی هغه مهال رامنځته شو، چې غاصبو یهودانو د فلسطينيانو پر کورونو يرغل وکړ او غوښتل يې، چې د فلسطينيانو کورونه غصب کړي، پر هغوی يې ډزې وکړې او  دغه مهال ښکېلاکګرو عسکرو د یهودانو په ملاتړ مداخله وکړه.

له تېرو دوو اونيو راهيسې په القدس شريف او په ځانګړې توګه د شيخ جراح په کلي کې د فلسطينيانو او اسرائيلي یرغلګرو ترمنځ اخ و ډب روان دی؛ ځکه چې اسرائيلي يرغلګر د غاصبو یهودانو تر شا ولاړ دي او هڅه کوي، چې د فلسطينيانو پلرني کورونه او ځمکې په سيمه کې مېشتو غاصبو یهودانو ته وسپاري.

د یهودانو او اسرائيلي يرغلګرو عسکرو دا کړنې په نړيواله کچه غندل شوي، ګڼو عربي او اسلامي هېوادونو هم غندلي دي، خو په عملي توګه د فلسطينيانو ملاتړ لپاره تر اوسه ګام نه دی اخيستل شوی.

طالبانو هم پر فلسطينيانو د اسرائيلي ښکېلاکګرو بریدونه غندلي، له اسلامي هېوادنو او نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د فلسطينيانو د ملاتړ او د يرغلګرو د ظلمونو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x