نړۍ

اردوګان: اسرائيل ترهګر دولت دی، د فلسطينيانو مرسته نه کول خيانت او د ځانوژنې په معنا دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۰ل): د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان په مسجد اقصی کې پر فلسطيني لمونځ کوونکو د اسرائيلي يرغلګرو بریدونه غندلي او ټينګار يې کړی، که نړۍ او اسلامي هېوادونه د بیت المقدس او مسلمانانو ملاتړ ونه کړي، دا له خپل ځان سره د خيانت او ځانوژنې په معنا دي.

ولسمشر اردوګان په خپل ټويټ کې ويلي: «اسرائيلي عسکر هره روژه کې زموږ پر لومړنۍ قبله برید کوي، موږ د اسرائيلي ترهګرو دا بریدونه غندو، په هر حالت او وضعيت کې د خپلو فلسطينيانو وروڼو تر څنګ ولاړ يو.»

اردوګان په خپلو څرګندونو کې اسرائيل ترهګر او وحشي دولت بللی دی او زياته کړې يې ده، چې اسرائيلي يرغلګر پر هغو بې دفاع فلسطينيانو بریدونه کوي، چې يوازې د خپلو پلرني کورونو ساتنه کوي، چې له زرګونو کلونو ورته په میراث کې پاتې دي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې  اسرائيلي یرغلګرو د مسجد اقصی په انګړ او شاوخوا سيمو کې نږدې درې سوه فلسطينيان ټپيان کړي دي.

د ولسمشر اردوګان په وينا هر چا، چې د اسرائيلي يرغلګرو ملاتړ کړی او يا يې هم ځان پرې غلی کړی وي، له اسرائيلو سره په دې ظلم او وحشت کې شريک دي او د بیت المقدس خاين دی.

ښاغلي اردوګان په خپلو څرګندونو کې پر اسلامي نړۍ هم غږ کړی، چې ټول بايد د اسرائيلي يرغلګرو پر ضد خپل مسؤوليت ادا کړي او زياته کړې يې ده، چې نور بايد ټول له يوه بل سره همغږي وکړو، د يوه بل تر څنګ ودرېږو او ټول اسلامي هېوادونه بايد د اسرائيلي یرغلګرو د روان ظلم او وحشت پر ضد راپورته شي.

دی وايي، اسرائيل په فلسطين کې هر ډول وحشت او ظلمونه کوي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او په دې اړه هر ډول خاموشي له فلسطينيانو او بیت المقدس سره خيانت دی.

اسرائيلي يرغلګرو د جمعې په ورځ د مسجد اقصی په انګړ، باب العمود او شيخ جراح کليو کې پر فلسطينيانو بریدونه کړي، چې له امله يې نږدې درې سوه فلسطينيان ټپيان شوي او لسګونه نور يې ژوندي نيولي دي.

له تېرو دوو اونيو راهيسې په القدس شريف او په ځانګړې توګه د شيخ جراح په کلي کې د فلسطينيانو او اسرائيلي یرغلګرو ترمنځ اخ و ډب روان دی؛ ځکه چې اسرائيلي يرغلګر د غاصبو یهودانو تر شا ولاړ دي او هڅه کوي، چې د فلسطينيانو پلرني کورونه او ځمکې په سيمه کې مېشتو غاصبو یهودانو ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اردوګان لوی منافق او د اسراییلو غلام دی ، که نه وی اسراییل که ترکیه په هغومره لویوالی پیاوړی دی .
دی وایی چه څوک د اسراییلو سره مرسته کوی هغوی هم ظالمان دی او د هغوی سره ملګرتیا د هغوی سره په وحشت او ظلم کی شریک دی
د اسراییلو سره کمک کونکی امریکا او ناتو ده او ترکیه د ناتو غړی دی اردګان دوهم اتاترک دی

حامد

حقیقت لري

باید افغانان د اردوغان منافقت ته متوجه شي
اکثره افغانان پرې دوکه شوې
او داسی یې ګڼي چې اروغان به بیا اسلامي خلافت را ژوندې کړي
خو دا له حقیقت څخه بیخي لرې دي

عبدالله

سلام علیکم دنن ټکی مدیرصاحب خواهش کوم زما داپوښتنی ته ځواب وړکرئ چې تاسو دفلسطین يه اړوند ولی دجمهوری اسلامی دسټز لارښود آیت الله خامنّه اي خورا مهمه وینا موخپورونکره خودترکیی ولس مشر اوردوغان ونیا موخپورکړ 

عبدالواحد اڅګزۍ

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا ج سوره آلعمران آیات ۱۰۳.ترجمه اومضبوطه ونسۍ رسۍ دالله ټول اومه جداجداکیږۍ اویادکړۍ نعمت دالله پرتاسو هرکله چه تاسووۍ دښمنان تریوبله بیاهغه محبت واچاوۍ په زړونوستاسوکی پس سوۍ تاسو دهغه په مهربانی وروڼه دیوبل ۵۷–اسلامی مملکتونه دی کفارداسی ظلمونه پرمسلمانانوکوی آیادغه ۵۷مملکته رشتیامسلمانان دی اوکه یی هسی نوم دمسلمان دۍ که واقعاً مسلمانان وی نوبایدپرقرآنکریم عمل وکی بایدپرکفاروجهاداعلان کی سره یوسی دامریکا هډی دملکووشړی نن کفاراتحادلری مسلمانان یی نلری ډیردافسوس ځای دۍ تنهادخولوپه دمکیوخواسلام نسی قایمیدلای اونه الله موږبخښی عمل پکاردۍ… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x