افغانستان

شیخ هبة الله اخندزاده: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، غېږه مو افغانانو ته خلاصه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۰ل): د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» وایي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چې بیا ځلې رغولو او ودانولو ته شدیده اړتیا لري، نو ځکه باید ټول اختلافونه یوه لوري‌ ته شي‌ او ټول جهتونه په اسلامي احکامو راټول شي.

د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر په خپاره شوي پیغام کې راغلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د طالبانو غېږه ټولو هغو افغانانو ته خلاصه ده، کوم چې له دوی سره په مخالفت کې پاتې شوي‌« په مقابل جانب کې ولاړو افغانانو باندې یو ځل بیا غږ کوم چې نور د جنګ د دوام لپاره هيڅ ډول هڅه ونه کړي، دا هیواد د افغانانو ګډ کور دی، موږ تاسو باید د اسلام په احکامو سره راجمع شو، له اختلافاتو او هر ډول تعصبونو څخه ځان وساتو، د اسلامي امارت غیږه د ټولو هغو افغانانو پر مخ خلاصه ده چې په تیر کې زموږ سره په مخالفت کې پاتې شوي.»

پیغام کې وړاندې راغلي، چې طالبان په مذاکره او تفاهم او دا چې له زور او عقدې څخه څه نه جوړېږي، باور لري او ټولو مخالفو جهتونو ته «د حق د لارې» دعوت ورکوي.

په پیغام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام یاد شوی او وړاندې غوښتنه شوې، چې د بندیانو د خلاصون او له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو په ګډون ټولې شوې ژمنې باید یو په بل پسې عملي‌ شي او له پاروونکو څرګندونو څخه ډډه وشي.

د طالبانو مشر د افغانستان له ټولو ګاونډیانو او نړۍ سره د مثبتو اړیکو درلودلو هیله کړې او پر ملګرو ملتونو او ښکېلو اړخونو یې غږ کړی، چې د افغانستان په قضیه کې خپله بې طرفي وساتي او د افغانستان د خلکو‌ د ژوند، عقېدې، طرز او تفکر په اړه داسې هڅې ونکړي، چې د ولس له غبرګون سره مخ کېږي.

شیخ هبة الله اخندزاده ددې تر څنګ د ولس پر پوهانو، مشرانو او مخورو باندې غږ کړی، چې د هیواد د سوکالۍ او رغونې لپاره له یو بل سره لاسونه ورکړي او ټینګار یې کړی، چې ولس دې د خپلواولادونو سالمې ښوونې او روزنې ته خاصه توجه وکړي، د تعلیمي ادارو او مراکزو ساتنه او پالنه وکړي او په وړاندې يې خپل مسئولیت ادا کړي.

د طالبانو د مشر پیغام داسې مهال خپرېږي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د طالبانو د شل کلنې مبارزې په پایله کې ښایي،‌ د ناټو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

د طالبانو د مشر د پیغام بشپړ متن د لاندې لینک په کلیک کولو سره لوستلای شئ:

د اختر د رارسېدو په مناسبت د طالبانو د مشر پیغام/بشپړ متن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
17 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

تاسی او د کابل لاس پوڅیو څخه د مبارکی روژی اخیری ورځو کښي افغان ملت هیله کوی چی د اجنبیانو تر رهنمائي نور د افغان وژنه بس کړۍ دا دواړه خوا د حکومتداری نه استعداد لری او نه افغان ملت پر دوی اعتبار لری !!!!! همدومره د اجنبیو غلامی بس دی او اوس د اصیلو افغانانو د پلارونو ، نیکونو او نیکونو خصلتونه د ځانو کړۍ او اسلام مبارک دین ته د زیاتره زیان رسولو څخه لاسونه واخلۍ !!!!!!

طوطی

هیبت الله آخند تر اوسه چا لیدلی او دا پیغام به یی الله خبر له کومه ځآیه خپور کړی وی. آیا ژوندی به وی که مړ، په ریښتیا شته دی او کنه. په هر صورت، نن سبا طالبان د هیبت آخند د پیغام پر ضد لګیا دی کار کوی، عامه تاسیسات ورانوی یو مثال یی په ارغنداب ولسوالی د دوه لویو پلونو ویجاړول، د بیګناه خلکو وژل یو مثال یی په لوګر کی د تعلیم په رابط: تر اوسه یو نفر محصل د کابل پوهنتون کی له ارزګانه څخه نشته د صحت په رابط: د ارزګان شفاخانه چا ویجاړه کړه،… نور لوستل »

غوربندی

طوطی خانه

په طالبانو دې ښه توب هم نه لوریژي،، دا ستا د حقد او کینې نقد ثبوت دی. الله تعالی به ستا د نیت بدله خامخا درکوي.

PATTANG

لعنت الله عل الفاسدين و عل المنا فقين ! تاته لکه چې دملي امنیت رئیس سراج دا دنده درکړي وي چې ورشه په نن اسيا کې پروپاګنده وکړه ! دلته اکسریت هغه انسانان لیکنې کوي چې دطالب کارنا مي یې په سترګو لیدلې دي ! که ته په ریښتیا صادق افغان یې نو د طالب په کارنامو او دا شل کاله جنګ یې د صلیبی اشغالګرو په خلاف او د هغوی په ایستلو ویاړ وکړې ! حقیقتونه مه پټوه چې دایمان ذوال دی که ایمان غواړې !!

مولوي نجیب الله زاهد

الله دې پر مونږ ورحمېږي او الله دې مونږه ټول هدایت کړي په دې پیام کې د امید څرک نه لېدل کېږي. د امارت غېږه ټولوته خلاصه ده یعنې څه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ………………………

غوربندی

که ځان په خدای ترسو عالمانو کې شمېرې نو د شیخ هیبة الله اخند د پیغام لاندې برخه ستا لپاره ده: ««ـ له علماء کرامو، پوهانو، سیاسي او ملي شخصیتونو او ټولو نخبه څيرو څخه هیله لرم چې په خپل هیواد کې د سوچه اسلامي نظام د اقامې او آبادۍ لپاره لاسونه سره ورکړي، د ملت د یووالي، قوت او په پښو دریدلو لپاره کار وکړي، اسلامي امارت د دوی سعیې او هڅې ستايي او د راتلونکي نظام په وجود، قوت او پیاوړتیا کې د دوی له استعدادونو څخه استفادې ته اشد ضرورت لري او قدر يې کوي.»» هيله ده… نور لوستل »

عبدالروف

د مولوې دروند نوم په تا ## ښه نه ښکارې. تا ته ښائې چې نوم دې مولي وې.

مجاهد

د زاهد پورته تبصری اخری برخه چه می ولوستله ( د امارت غیږ ټولو ته خلاصه ده ) خوشاله شوم ما ویل که زاهد صاحب ## شوی مګر ## یی په سوالیه وو کی خوندی شوی

دکتور مجاهد

دکتور غروال صاحب ، د کابل غلامه اتداره خو خپله هم بوهیږی چه غلامه ، ناوړه او فاسده اداره ده مګر د طالبانو په اړه هم لیکی چه د کوم اړخ په رهنمایی او لار ښودنی کړنی تر سره کوی چه هغه ستاسی په نزد پاکستان دی سمه ده د کابل د غلامی اداری د اشغال اړخ خو معلوم دی چه الوتکو یی زموږ هوا او ټینکو او نظامی نورو مهاماتو یی زموږ وچه پوښلی ده او غلامی اداری ته معاشونه مرمی او مهمات او قومانده ورکوی د پاکستان الوتکی او تینکونه خو زه هیواد کی نه ګورم یواځی څه… نور لوستل »

دوکتور غروال

پروفیسور مجاهد صاحب ، پنجابی پاکستان چی پخوا د افغان نام اوریدو نو وجود به ئي په لرزا راتلو اما نن ورځ د تقلبی مجاهدینو ، تقلبی طالبانو ( چی د امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان غلام په ګډ ابتکار پښاور کښی روی کار کړی دی ) په مرسته اوس دا شغل د زمری غورپشونه کوی ، کله چی افغان ملت شوروی د خاوری څخه وشړلو ( مصنوعی ایجاد شوی تنظیمونو د ملت جهاد د امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان په کومک د بین المللی تبلیغاتو په واسطه غلا کړ ) نو امریکا انګلیس د غلام پنجابی پاکستان… نور لوستل »

Karwan

طوطي، غروال او مولوي زاهد ته،
دروژي مبارکه مياشت ده او زه تاسي دروواړوته بددعا کوم ####، چه ملت مو نور له پروپګندو خلاص شي. امين ياربالعلمين. کاروان

دوکتور غروال

کاروانه تاسی او د تاسی کاروان سره د کابل قاتلان د ملت په قتلونو ناستومانه لګیا یاستۍ او دواړه خواوی د اجنبیو په فرمان او هدایت سره درکړ شوی وحشیانه دندی د ملت تباهی لپاره په ویاړنی سره تر سره کوۍ ، تاسی او د تاسی کاروان سره د کابل قاتلانو د اسلام تخریب ته ملا تړلی دی او دی باندی تاسی پوه شۍ چی افغان ملت په خپل ځلانده تاریخ کښی د خپلی خاوری استقلالیت ، اسلام مذهب او افغانی کلتور ساتلو لپاره ستری قربانی ورکړی دی او اوس هم دا دوام لری ، تاسی د هر افغانی ،… نور لوستل »

Karwan

ښاغلي دوکتور غروال، زه باور لرم، چه تاسي بيسواده نه ياست او يو څه مو زده کړي! اما د افغانستان په مسأيلو کي متأسفانه چه له سرټمبګي نه کار اخلي! گوري اول چه طالبان په قدرت راغلل همدغه ملت، کوم چه تاسي اشاره ورته کوي، ورسره ودريدل، ډوډي او ځاي ئي ورکړه او د ملت بچيانو يوځاي دهغوي په څنک کي ودريدل. خو کله چه امريکا په افغانستان ظاليمانه حمله وکړه او دطالبانو سپيځلي اسلامي نظام ئي ړنګ کړ، نو په هغه وخت کي امريکا او دکابل اداره دومره کبر اخيسته وه، چه طالب ته ئي دوه امکانات پريښي وه… نور لوستل »

دوکتور غروال

بلی هغه وخت دی رامارش کړ شوو غلامانو په منافقت سره ځانونه د مرحوم ظاهرشاه لښکر تبلیغ کول او د کمی مودی لپاره ئي هم د کابل قاتلانو څخه د مونږ سلاح ګانو د منافقت ساختګی چیغی وهلی پس کاروانه د ملت بدرګه په جعل سره رامینځ ته شوی وه ، د تاسو ټول فعالیتونه د اجنبیانو په هدایت او رهبری صورت موندلۍ دی او وهابی بن لادین کورنۍ اړیکی د بوش کورنۍ سره د لمر په شان روښانه وو او هغه هم د سی آي اي مزدور وو او د cia له خواهمیش د خپل هدف دا ## وهابی… نور لوستل »

Karwan

غروال صاحب،
اختر مو مبارک شه. دغه څه مو چه ليکلي، دا ستاسو نظر دي او زه ئي متأسفانه نشم تأيد کولي،ځکه زما او ستاسو نظر ډير فرق کوي. زما لپاره طالبان هغه پاک سپيځلي مجا هدين دي، کوم چه د افغانستان او دنړي په تاريخ کي داسي پاک خلک نه شته او نه به راشي او دا به تاريخ هم ثابته کړي. مننه کاروان

دوکتور غروال

کاروان صاحب د تاسو هم کوچنۍ اختر مبارک شه ، واقعیت نه تائيدول د تاسو له خوا ماته تعجب اور ندی ، بلی که پاکی داسی وی لکه چی تاسی ئي ادعا کوۍ نو د داسی غیری اسلامی او غیری انسانی پاکی د تاسو او د تاسو حلقی دی مبارکه شی !!!!

غ.حضرت

سږ کال طالب جان او وولس ته روژه ښه د برکت میاشت ده، هم په حملو کی او هم په تلفاتو کی برکت لیدل کیږی، استغفرالله. خو د برکت یو څرک په بل ډګر کی هم ولیدل سو ، هغه دا چی: یو ” مجاهد ” هم ” دکتورا ” تر لاسه کړه. مخکی ساده مجاهد ؤ او اوس دکتور یا ډاکټر مجاهد سو. ګومان نه کوم د ” ډاکټر مجاهد ” دکتورا د ” ډاکټر نعیم وردګ ” تر دکتورا برداره او پلنه وی. دوه درې کاله مخکی می د صِحی ستونزو له کبله او د خپل معالج ډاکټر… نور لوستل »

Back to top button
17
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x