دیني، سیرت او تاریخ

د صدقة الفطر (سر سایې) مسئلې/ اوله برخه

لیکنه: مفتي محمد شعیب عثماني

ژباړه: مولوي مراد احمد

د صدقة الفطر حکم
صدقة الفطر واجب ده د واجب مطلب دا دی چې د صدقة الفطر ادا کول ضروري دی او که یې څوک اداء نه کړي ګنهګار دی.
د وجوب شرائط یې
د صدقة الفطر د وجوب لپاره دا لاندې شرطونه ضروري دي.
۱ــ آزاد به وي غلام (مریی) به نه وي، په مرېي باندې صدقة الفطر نه ده واجب. البته که یې مالک غني و پر هغه باندې د خپل غلام سرسایه ادا کول ضروري دی.
۲ ــ مسلمان به وي په کافر باندې صدقة الفطر نه ده لازمه، ځکه چې کافر د عبادت أهلیت نه لري.
۳ــ مالک د نصاب به وي یعني دوپنځوس نیمې تولې (۵۲.۵) سپین زر به لري یا دهغه په اندازه مال به لري چې د ده تر ضرورت زیات وي.(الدرالمختار:۲۶۰\۲)

فائده:
که یو کس دوه کورونه لري په یوه کور کې دی خپله اوسي او دوهم کور یې خالي ولاړ وي، یا یې یو چاته په کرایه ورکړی وي نو دوهم کور د ده تر ضرورت زیات بلل کیږي. نو که د دوهم سرای دومره قیمت وي چې زکوة ورباندې واجب شي نو په ده باندې صدقة الفطر واجب ده. او که مالک د دغه سرای په حاصلاتو باندې خپله ګوزاره کوله له هغه بغیر بله کومه د معاش ذریعه یې نه درلوده بیا دغه سرای په ضروریاتو کې شمارل کیږي په دغه کس باندې صدقة الفطر نه ده واجب. (التاتارخانیة: ۴۱۸\۲)

د صدقة الفطر نصاب
د صدقة الفطر هم هغه نصاب دی کوم چې د زکوة دی یعني دوپنځوس نېمې تولې(۵۲.۵) سپین زر یا د هغو په اندازه نور مال مالک وي چې تر ضرورت اصلي یې زیات وي. البته په دغه مال باندې کال تېرېدل نه غواړي، عاقل یا بالغ کېدل نه غواړي نو ځکه ځینې وخت صدقة الفطر په هغه چا باندې هم واجبیږي چې پر چا باندې زکوة نه وي واجب.
نوادر الفقه، رفیع عثماني:۲۷۲)

په صدقة الفطر کې دزکوة په شان دا شرط نه دی چې مال به (نامي) وي یعني د زیاتیدلو والا، یا کال تېرېدل، یعني د زکوة په نصاب کې به یا سپین زر وي، یا سره زر، یانقدي روپۍ یا د تجارت مال ضروري دی. او په صدقة الفطر کې له دغو څلور علاوه هر قسم مال په نصاب کې شمارل کیږي، البته د زکوة او صدقة الفطر یو شئ سره مشترک دی چې د روزانه ضرورت څخه زائد مال به وي او له قرض څخه به زیات وي. (مجمع الانهر۲۲۶\۲)الدرالمختار:۳۶۰\۲)

چې د نصاب مالک نه وي د هغه لپاره هم صدقة الفطر ادا کول أفضل ده.
د صدقة الفطر ادا کولو حکم صرف تر مالداره پوري نه ده خاص بلکې فقیر ته هم د صدقة الفطر اداکولو ترغیب باید ورکول شي، که څه هم شرعا پر فقیر باندې واجب نه ده لکن که یې فقیر اداکړي أفضل او د برکت لامل کیږي لکه څنګه چې په دې اړه یو حدیث شریف هم مروي دی. حضرت ابوهریرة رض روایت کوي: زکاة الفطر علی الغني والفقیر) ژباړه: صدقة الفطر دې غني او فقیر دواړه ادا کړي.(دار القطني:۲۱۱۰)
او یو بل روایت دی: صدقة الفطر واجب ده له غنمو څخه یوه صاع د دوو کسانو له طرف څخه (یعني د هر یوه له طرف څخه نیمه نیمه صاع) که دغه دوه کسان که کوچنیان وي، که غټان، آزاد وي که مرېیان، نر وي که ښځه او د یوه روایت مطابق غني وي که فقیر.
غني چې صدقة الفطر ادا کړي الله تعالي به غني ته د صدقة الفطر د اداکولو له وجې مال پاک کړي او فقیر(چې مالک نصاب نه وي) کوم مال چې ده د صدقة الفطر په ډول اداء کړ تر هغه به زیات الله تعالی ورکړي. په حدیث شریف کې چې کوم زیری ورکړل شوی دی،(فیرد الله تعالی علیه أکثر مما أعطی ) یعني الله به یې تر هغه زیات مال ورکړي کوم چې ده د صدقة الفطر په ډول ادا کړ. دا حدیث که څه هم د مالدار لپاره هم دی البته تر فقیر پوري له دې وجې خاص شوی دی چې د فقیر همت افزائي وشي.( مظاهر احق جدید: ۲۰۷\۲)
د صدقة الفطر مقدار
په حدیث شریف کې د صدقة الفطر د ادا کولو لپاره څلور شیان ذکر شوي دي(غنم، وربشې، کشمش، خورما) په دې کې غنم نصف صاع (پاؤ کم دوه کیلو) د غنمو ادا کولو مقدار دی او د اوربشو،کشمشو او خورماوو په اعتبار سره یوه صاع (درې نیم کیلو) صدقة الفطر اداکیږي. (عمدة الفقه:۱۶۸\۳)
۱ــ د یوې صاع مقدار درې نیم سیره درې ماشې دی.
۲ ــ نصف صاع پاؤ کم دوه سېره درې ماشې(جواهر الفقه جلد ۳ اوزن شرعیه)
نن سبا خلک د غنمو له اعتباره صدقة الفطر ادا کوي ځکه چې د ا ارزانه دي. په دې کې ولو که شرعا څه باک نشته، لکن البته بهتره داده چې زیات مالدار خلک باید د خورما یا کشمش یا اوربشو د قیمت له اعتباره باید صدقة الفطر ادا کړي، په دې صورت کې که څه هم صدقة الفطر زیاتیږي لکن د فقیرانو لپاره زیاته فائده منده ده او ثواب یې هم زیاتیږي. (نور بیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x