افغانستان

د لوګر د اقتصاد رئیس ترور شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۰ل): ناڅرګندو وسله والو د کابل-لوګر پر لویه لار د لوګر ولایت د اقتصاد رئیس «عبدالمنان سعیدي»‌ وژلی دی.

د لوګر د والي ویاند «دیدار لونګ» د لوګر د اقتصاد پر رئیس برید او د نوموړي‌ وژل کېدل مني.

د لوګر د امنیه قومنداني‌ ویاند «ګل حیدر احمدي» وایي، عبدالمنان سعیدي نن سهار له کابل څخه لوګر ولایت ته پر لارې و، چې د مرکز «پل علم»‌ ښار اړوند « پل متانی کلگنار» نومي سیمه کې یې د سورلۍ موټر تر وسله وال برید لاندې راغی او نوموړی پکې ووژل شو.

د حیدري‌ په خبره، د پېښې په اړه پلټنې روانې دی.

د اقتصاد وزارت د اطلاعاتو او خپرونو برخې مشرې «نوریه نزهت» هم د سعیدي وژل کېدل تائيد کړي.

تر دې دمه چا د سعیدي د مرګ مسئولیت نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

فکر نه کوم چی دا کار د طالبانو وی ځکه پدی ساحه کی اکثرآ حکومتی ملیش اربکیان پوستی لری او پل علم مرکز ته خورا نزدی ځای دی. دا شخصی دښمنی ده یا په خپله د حکومت د استخباراتو کار دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x