اوس به د مغرب بچوړي دې انجام ته څه وایي؟

اسلامي امت له بحران سره مخ دی، له تیرو دوو پیړیو راهیسې چې غربي استعمارګرو د اسلامي امت ګریوان ته لاس اچولی، دلته یي خپل پوځي، سیاسي او فکري اشغال راغځولی، ددې امت یو شمیر بدنصیبه زامن یي له ځان سره ملګري کړي، دهغوی عقائد او ماغزه یي ورمینځلي او اوس دغه امت عاق کړي، ناخلفه او پردیپال مستغربین کله  د کمونیست په لباس کې ، کله د نشنلیست او فاشیست په لباس کې او کله  د ډموکراټ په لباس کې د خپل اصل او اصالت ولې پرې کوي او د غرب د راشن حق اداء کوي.

په افغانستان کې هم داسې ډیر دغرب بچوړي لرو، چې داسلام په نسبت صلیب ته ډیر وفادار دي، د مکې په ځای یي د واتیکان په خوا ښه نیت برابریږي، او د خپلو معتقداتو په نسبت ورته د سپینې ماڼۍ اواوباما مواقف ډیر محترم او معظم ښکاري.

د دوی یوه مجبوري داده چې کولمې یي له غرب سره تړلې، په دنیا کې تر هرې مجبورۍ سخته مجبوري د خیټې او روزۍ مجبوري دي، ددغو افغاني مستغربینو د انحراف او غدر یو علت دادی چې د دوی کولمې په ډالري رزق چلیږي، دوی د عسکر ، ملیشه، مامور، وزیر،دموسسې کارکوونکي، استاد یا کوم بل عامل په حیث په هغه ډالري معاش شخوند وهي، چې د امریکایي ډالري مرستو څخه د افغانستان مالیې وزارت ته راځي، د مالیې وزارت او مرکزي بانک دغه ډالر په افغانیو اړوي، او بیا ترې دخپلو ملکي او نظامي معاشخورو  تنخواګانې پوره کوي.

همدا د کفر له مردارې سرچینې څخه رابهیدونکي ډالري روزي ده چې دافغان مستغربینو صورت اوسیرت یي فاسد کړي، له مردار رزق څخه هیڅکله پاک وجود نه شي جوړیدلای، مردار رزق به یوازې مردارې بوټۍ پنځوي او په فاسد بدن کې به یوازې فاسد عقل او مفکوره ځای نیسي لکه څنګه چې سالم بدن د سالم عقل متضمن بلل کیږي.

مګر له دې حقائقو سره سره زموږ مستغربین چې ګیډې یي د کفر له ډالرو ډکې دي د مسلمانۍ دعوې هم کوي، په ایمان، جهاد او شریعت کې هم غږیږي، په هغه خوله چې د کلیسا د مرستو ډالر یي ورباندې خوړلي کله ناکله  د مسجد او ممبر خبرې هم ګردانوي.

افغان غرب زده ګان که د جهاد په موضوع کې راټینګ کړې  نو دوی په افغانستان کې دامریکایي کفر په خلاف جهاد مطلق نامشروع بولي، د جهادپه نظر نه ورته ګوري ، بلکې یوازې دپاکستان مداخله یي بولي، که له دوی څخه وپوښتې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې جهاد به د قیامت تر ورځې جاري وي، نو ستاسو په باور اوس د نړۍ په کوم ځای کې جهاد واقعا جهاد دی؟ دوی به ځواب درکړي چې په فلسطین کې د غاصبو یهودو په خلاف جهاد واقعا جهاد دی.

خو دا څو اونۍ چې په فلسطین کې یوځل بیا بریدونو زور اخیستی، که څه هم فلسطینان په کې وځوریدل، خوالله تعالی ددغو پردیپالو غرب زده ګانو ماهیت ډیر ښه رالوڅ کړ، ددوی صف او کرښه ډیره ښه معلومه شوه، چې په دې جګړه کې دوی د کومې خوا او د چا سکني دي.

څو ورځې وړاندې چې په فلسطین باندې یهودو درانه بریدونه وکړل، داسلامي نړۍ نږدې ټولو ملکونو د غزې له مظلومانو سره دمرستې اعلان وکړ، په دې لړ کې دحامدکرزي په مشرۍ  حکومت هم نیم میلیون ډالر مرسته ورسره اعلان کړه، خو ددې اعلان په سبا په رسنیو کې دحکومتي او غیرحکومتي معترضینو  اعتراضونه پیل شول، ټولو دغه اعلان وغانده چې ولې د غزې له مسلمانانو سره مرسته شوې، غرب زده ګانو په دې اعتراض سره لږترلږه ثابته کړه چې دوی د غزې له مسلمانانو سره نه دي او هیڅ خواخوږي ورسره نلري.

پرون چې اسرائیلي پوځ په ډیره ظالمانه توګه په غزه ځمکنی برید وکړ، زغروال ټانګونه، چورلکې او پوځي طیارې یي وکارولې او په لسګونو فلسطیني مظلومان یي په شهادت ورسول، د غرب زده ګانوهغه پلار چې دوی یي خپل ولینعمت بولي، دوی ورباندې همیشه ویاړي او لوی محسن او مرستندوی یي شمیري او حتی د خپلو مهمو لانجو لپاره ورته مراجعه کوي او د تحکیم حق ورکوي، بارک اوباما په زغرده د اسرائیلي پوځي یرغل او وحشت څخه ملاتړ اعلان کړ او ویي ویل چې په غزه د اسرائیلو دځمکني بریدملاتړ کوم .

کورنیو غرب زاده ګانو! ښه شوه چې داسلام او کفر په دې شخړه کې ستاسو صف او لوری هم رامعلوم شو، هغه جګړه  چي تاسو په خپله داسلام او کفر یوازینۍ معرکه بلله، ستاسو اصالت په کې را بربنډ شو او ولیدل شول چې تاسو دچا سکني یاستئ.

تاسو چې له امت او فلسطیني مجاهدینو سره دخواخوږۍ تړاو د ډالر خورۍ په چاړه غوڅ کړی دا ځل مو سرونه له اوباما او نتانیاهو سره یوځای له یوه ګریوانه راووتل، هوکې هغه اوباما چې تاسو یي ډالر خورئ، تاسو یي خپل بادار، خپل ناجي، خپل مرستندوی ، خپل ستراتيژیک ملاتړی او خپل ترټولو ستر محسن بولئ، د غزې دقصاب بنیامین نتانیاهو بادار هم دی، اسرائیلي یهود هم ورته د یوازیني ناجي، یوازیني مرستندوی او یوازیني ملاتړي په  نظر ګوري، اسرائیلي یهود هم کټ مټ ستاسو غوندې په امریکایي ډالرو مست دي او د وایټ هاوس دملاتړ او یارانې په موږي غورځي.

په داسې حال کې به ستاسو لپاره شرم وي چې په فلسطین اوښکې تویوئ، آیا شرم نه دی چې خیټه دې له امریکایي ډالرو ډکه وي او دعوه داسلامي خواخوږۍ لرئ، هغه ډالر چې ستاسو میاشتنی معاش ترې جوړیږي له هغو ډالرو رابیلیږي چې د یهودو دتقویې لپاره تل آبیب ته استول کیږي،په حقیقت کې ستاسو او اسرائیلو د اوبه خور سرچینه یوه ده، او دواړه له یوې سرچینې خړوبیږئ .

د اسرائیلو له ظالمانه یرغل څخه ستاسو د بادار اوباما ملاتړ ددې لپاره کافي دی چې ستاسو سرونه خلاص کړي، تاسو که رښتیا اسلام ته د وفادار پاته کیدلو اراده لرئ، باید په دې اعلان شرم وکړئ، په خپل ګریوان کې سرونه ښکته کړئ او یوه شیبه له ځان سره داوضعیت تحلیل کړئ، له ځانه وپوښتئ ، چې څرنګه دهغه اوباما ډالر وخورم اوخدمت ورته وکړم، څوک چې د غزې دمظلومانو په ضد له یهودو سره په یوه صف کې ولاړ دی او اصلا یهود دهمدې اوباما او امریکا د ملاتړله امله دومره بې باکه او زړور دي چې د مسلمانانو وینې د اوبو غوندې بهوي.

که د اسلام او کفر په معرکه کې دغه حساس مورد مو راویښ نه کړي او ټکان درکړي نو پوه شئ چې هیڅکله به خپله کږه لار سمه نه شئ کړای، په حقیقت کې الله تعالی تاسو په یو بل امتحان کې اچولي یاست چې خپل صف او لوری باید معلوم کړی .

د فلسطین په ځمکه داسلام او کفر صفوف معلوم دي، تاسو هم باید خپل موقف عملا ثابت کړئ، آیا د اوباما ، نتانیاهو، جان کیري، واشنګټن او تل آبیب په صف کې دریږئ  او که د اسلام ، حماس، فلسطین او قرآن په صف کې ؟؟

لیکوال: قاري حبیب

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د