ټولنیزه برخه

زرپارې (۲۸)- استراليا کې سويان

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ريان

استراليا کې سويان
جان وليم کلاټس په يوه ليکنه کې کاږي چې کله د استراليا لويه وچه د لومړي ځل لپاره کشف شوه او د اروپا زياتو خلکو هلته تلل او اباديدل پيل کړل، دوی وليدل چې په دې براعظم کې هيڅ سويان نشته، دا چې په اروپا کې د سويانو ښکار د دې خلکو رواج او عادت و او له ښکار څخه يې خوند اخيست، دلته استراليا کې د سويانو ښکار د نه شتون له امله د اروپا د ښکار يادونو ځورول. په دې اروپايانو کې د تامس آسټن په نوم يو سړي په ۱۸۵۹م کې استراليا کې له ژوند څخه د خوند اخيستلو په مقصد له اروپا څخه د سويانو دوولس جوړې يوړې او استراليا کې يې پريښودل.

خو د الله تعالی حکمتونه بيل دي. په اروپا کې د سويانو له شتون سره سره د الله تعالی داسې مخلوق هم شته چې د سويانو طبعي دښمن دی، همدا وجه ده چې هلته د سويانو په نسل کې توازن او اعتدال موجود وي، خو په استراليا کې د سويانو دښمن حيوانات نه وو، نو پايله دا شوه چې دلته د دوولس جوړې سويانو نسل دومره ډير شو، چې کنټرول يې ناممکن شو او ټوله استراليا له سويانو ډکه شوه. دا بې مهاره مخلوق به چې په فصل برابر شو، ټول فصل به يې خراب کړ او چې څړځايونو ته به يې مخه شوه، ټول واښه به يې وخوړل. مطلب هغه حيوان چې د استراليا د طبعي فضا او ژوند د خوښولو او په زړه پورې کولو په خاطر وارد شوی و، د ټول براعظم لپاره عذاب جوړ شو.

بيا د دې مشکل د کنټرول داسې کوښښونه پيل شول چې اباديو ته داخل نه شي، خو دا هڅې هم ناکامې شوې او سويان به په ټوپونو او د غارونو له لارې فصلونو ته ورتلل. له دې وروسته د سويانو د نسل کمولو لپاره له زهري موادو کار واخيستل شو، مګر دې طريقې هم کومه نتېجه ورنکړه.

بلاخره له څو کلونو کوښښونو وروسته د دې مشکل حل پيدا شو او يوه دوا ايجاد شوه چې سويان به يې د معدې په مرض اخته کول، د دې وبا له خپرېدو سره د سويانو نسل کم شو او په دې توګه لويې لويې دشتې او غرونه، چې له لسيزو وچ پاتې و، سرسبز او شنه شول.

له دې پرته د اوزو ساتنه او تجارت پيل شو، چې له دې لارې د استراليا د اوسيدونکو عايد لوړ شو. په۵۳-۱۹۵۲ ميلادي کلونو کې چې دوی د اوزو له تجارت څخه کوم عايد ترلاسه کړی و، د هغه اندازه (۸۴) څلور اتيا مليونه پونډه ښودل شوې ده.

(د جان کلاور مونسما د (The Evidence of God The Expanding Universe) کتاب عربي ژباړه (الله يجتلی في عصر العلم) ژباړن: عبدالمجيد سرحان، مؤسسة فرانکلين، قاهرة نيويارک ص: ۵۱، ۱۹۶۱م)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x