ادبي لیکني

شعري باریکۍ

ظاهر‌شاه زهیر

د ادبي کره کتنې په ډولونو کې یو ډول د پرتلیزې کره کتنې دی. په پرتلیزه کره کتنه کې ادبي اثار د همغه وخت شرایطو ته په کتو پرتله کېږي، په کومو کې چې لیکل شوي یا پنځول شوي وي. دغه اثار کیدای شي د یو شاعر یا لیکوال وي یا د بېلو بېلو شاعرانو او لیکوالو وي. د بېلا بېلو شاعرانو اثار د دې لپاره سره پرتله کېږي چې د دوی ترمنځ د سبکي او نورې ځانګړنې معلومې شي او په ضمن کې د شاعر له فکر او ایډیالوژۍ هم خبر شو. د یو شاعر اثار د دې لپاره سره پرتله کېږي چې مونږ ته څرګنده شي؛ د شاعر یا لیکوال د ځوانۍ وخت پنځونې له پاخه (منځني) عمر له پنځونو سره کوم توپیرونه لري؟ که لږه نوره هم خبره را ټوله کړ کړو، ویلی شو چې په ځینو مواردو کې یو شاعر ظاهراً یوه مفکوره په یو شعر کې یو ډول او په بل شعر یا نظم کې بل ډول راوړي وي. پورتنۍ جمله کې ظاهراً کلمه د دې لپاره رواړل شوه چې هرفکري ټکر په ادب او هنر کې مطلق نه شو بللی، ځکه چې په شعر وشاعرۍ کې شاعر یوې موضوع ته له څو بېلو بېلو زاویو ګوري، خو د دغو ټکرونو ادبي نازکتیا هغه وخت پېژندلی شو چې ادبي ذوق مو نسبتاً سیقل شوی وي او شعر ته د عادي خبرو له زاویې نه، بلکې د نا عادي او ښکلو خبرو له زاویې وګورو.

د رحمان بابا دوه دوه مشهور نظمونه چې په یو کې یې دا دنیا (جهان) ستایلی او بل کې یې غندلی.

ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا
په دنیا کې بدي نشته
که بدي نه وي له تا
په دنیا کې لوی حکمت دی
پرې پوهېږي حکما

دا دنیا ده بې وفا
بې وفا ده بې بقا
نه یې مخ شته نه یې څټ شته
لکه لوټه د صحرا
په ساعت کې یې خندا ده
په ساعت کې یې ژړا
(رحمان بابا)

چې له دوسته له دوښمنه ښه سلوک کا
د هغو سړیو ښه زندګاني ده
څو وا ناخلې له غلیمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوړهٔ کا نه ارام
(خوشحال خان خټک)

تاسوګورئ چې رحمان بابا په لومړیو بیتونو کې دنیا ښه بللې او په ورپسې بیتونو کې یې د دنیوي ژوند منفي اړخونه ښودلي او د دنیا بدیو او بد بختیو ته یې په ښه سترګه نه دي کتلې. خو شحال خان خټک د هغو خلکو زنده ګي ښه بولي چې د دوست ترڅنګ له دوښمن سره هم ښه سلوک کوي، خو په دویم بیت کې د پښتني جذباتو پلوي کوي او له دوښمنه انتقام یې ارزو ده.

د رحمان بابا بیتونه که له یو بل سره مقابله کړو، پوهېږو چې رحمان بابا که دنیا ښه بللې د یو بل مقصد لپاره یې بللې، چې هغه د اخرت ژوند دی او د رحمان بابا په نظر په دې دنیا کې حکمت دا دی چې د اخرت لپاره پکې توښه تیارېږي. همدا مقصدیت په هغو بیتونو کې هم موندلی شو چې دنیا پکې بده ګڼل شوې، ځکه په دې بیتونو کې رحمان بابا دا جهان بې وفا او بې بقا بللی، ځکه یې بللی چې دی د هغه بل جهان (اخرت) ژوند وفادارۍ او ابدیت ته قایل دی، نو دا دنیا یې د هغه ابدي ژوند لپاره د کار او مزدورۍ لپاره یو ښه فرصت بللی او ځکه یې ورته ښه ویلې، خو د اخرت په مقابل کې یې د انساني ژوند غوښتنو د پوره والي له مخې نمګړې بللې. د خوشحال خان خټک لومړي بیت ته که زیر شو د ده له بزمي ادب سره تړاو لري او دویم یې بیا درزم ولولې راښایي، چې دا ظاهراً یو ټکر معلومېږي، خو په حقیقت کې دا ټکر نه دی او د دواړو بیتونو موارد سره بېل بېل دي. خوشحال خان خټک د خپلې فکري تېزاندازۍ له مخې دا کار په یو بیت کې هم کړی، چې لومړی نیم بیتی یې له رزم او دویم یې له بزم سره تړاو لري.

توره چې تېرېږي خو ګزار لره کنه
زلفې چې ول ول شي خو خپل یار لره کنه

د دوو یا څو شاعرانو د پنځونو پرتله په دوو لارو کولی شو:

یوه – که شاعران د بېلو بېلو دورو وي، (فرض کړئ محمد صدیق پسرلی له کاظم خان شیدا سره پرتله کوو) څرګنده ده چې د دوی د ژوند شرایط سره توپیر لري او سره د دې چې دواړه د هندي سبک شاعران دي، خو د کاظیم خان شیدا شاعرۍ ځينې ځانګړنې داسې دي چې د پسرلي صیب له شاعرۍ سره څرګند توپیرونه لري، د بېلګې په ډول د عربي او فارسي ژبو لغتونه یا ځینې ګړنې دا سې دي دي چې دواړه شاعران یې سره بېل کړي. همدا رنګه که د شعر منځپانګه په نظر کې ونیسو، ټولنیزو ارزښتونو ته په پام سره کیدی شي د دواړو شاعرانو فکري تومنه په نسبي ډول یو بل ته نېږدې وي، خو په ځینو ځایونو کې هغه فلسفي فکر چې د پسرلي په شاعرۍ کې شته، د شیدا په شاعرۍ کې یې نه شو پیدا کولی. دلته خبره د شاعر د بهترۍ او کمترۍ نه ده، د هر شاعر ځانګړی مقام وي، بلکې دلته خبره یوازې د پرتلې ده. لاندې دوه بیته د عمومي مفهوم له مخې سره نېږدې دي او په دواړو کې مدعا مثل صنعت کارول شوی، خو د الفاظو او اصلي هدف له مخې سره توپیر لري.

نه خلاصېږي پُرګویان له ګوشمالیه
رامعلوم شول د رباب له قیل و قاله
شیدا

اوړي هوښیارانو ته تل خپل خلک
پوخ چې شي پر څانګه ثمر پېټی شي
پسرلی

شیدا وایي چې هغه خلک چې پُرګویان (با علمه او با هنره خلک یا هغه څوک چې ښکلې او منظمې خبرې کوونکي) دي، له یو ډول اذیت سره مخ دي. یا هغه څوک چې د علم او هنر لوړو پوړیو ته رسېږي، هغه ته هرومرو په ابتدا کې د تربیت لپاره سزا ورکول کېږي، چې شاعر دغه رنګ خلک د (ګوشمالیه) په کنایې سره ښودلي دي. ګوشمال اسم مفعول دی، یعني هغه څوک چې د سزا ورکولو په موخه یې غوږ تاوېږي.د دې ادعا لپاره شاعر په دویم نیم بیتي کې مثال وړاندې کوي او پُرګویان له رباب سره تشبیه کوي، چې د پوره او ښکلې نغمې لپاره یې لومړی غوږونه تاوېږي (تارونه یې ټینګېږي) او له هغه وروسته د پوره نغمې جوګه ګرځي.

پسرلی صیب د پښتنو عمومي ژوند ته په کتو په لومړي بیت کې ادعا کوي چې هوښیارو خلکو ته لومړی خپل خپلوان یا رشته داران د لارې خنډ جوړېږي او هوښیاري یې نه شي زعملی او په د ویم بیت کې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د څانګې او مېوې مثال وړاندې کوي. مېوه چې له څانګې پیدا شوي وي، یعني لومړۍ څانګه ګل شوې وي او بیا یې مېوه نېولې وي، نو مېوه له هرشي نه څانګې ته ډېره نېږدې وي. کله چې مېوه پوخوالي ته رسېږي، د ګټې او خوار جوګه کېږي، نو پرڅانګه پېټی شي او څانګه ښکته ځان واچوي، ترڅو مېوه ځني وغورځېږي.

دواړه شاعران د با کماله او باهنره خلکو په هکله خبره کوي او هغه هم په مدعا مثل صنعت کې، چې دغه عمومي یوشانوالی مونږ ته د بیتونو نېږدې والی ښیي، خو کله چې د دواړو بیتونو اصلي مفاهیم په نظر کې نیسو، نو په هغه صورت کې د بیتونو ترمنځ معنوي توپیر رامنځ کېږي. کاظیم خان شیدا وایي، هغه څوک چې غواړي د علم او کمال خاوند شي، نو په ابتدا کې به تکلیف ته غاړه ږدي، وروسته به د پُرګویایۍ توان پیدا کوي، چې د داسې خلکو تشبیه یې له رباب سره ورکړې او رباب چې په ګویایۍ کې کامیاب دی، علت یې د غوږونو تاوول دي چې وړاندې له غږولو یې مزي (تارونه) ټینګېږي. پسرلي صیب بیا په پښتني ټولنه کې هغه خلک چې په خپله هوښیارۍ کې کمال ته رسېدلې وي، له مېوې سره تشبیه کړي دي او هغه کسان چې همدغه باکمال شخص ته په خپلوۍ کې نېږدې دي، له څانګې سره تشبیه کړي دي، چې په خپل ځای کې ښه تشبیه ده.

دوه: که شاعران د یوې دورې کسان وو، نو پوهېږو چې دوی نسبتاً په یو ډول شرایطو کې ژوند کړی او له ټولنیز ژونده اخېستي تأ ثرات یې سره ورته دي. دغه شاعران کیدی شي د سبک له مخې سره توپیر ولري، خو د عمومیاتو له مخې به یې شاعري سره نېږدېوالی لري. دلته پوښتنه پیدا کېږي چې د یوې دورې شاعرانو د شاعرۍ پرتلنې ته اړتیا څه ده؟ ځواب څرګند دی، شاعران که د یوې دورې هم وي، خو د شاعرۍ سبک یې سره بېل وي او دغه بېلوالی یوازې په ټولنزو شرایطو پورې نه محدودېږي، بلکې د شاعر ذاتي ځانګړنې هم پکې داخلې وي. په معاصره دوره کې دوه مشهور شاعران دروېش درانۍ او پیرمحمد کاروان که په نظر کې ونیسو، دغه دواړه شاعران په عموم کې د تغزل ترڅنګ د یوې ګډې تراژیدۍ شاعران دي، چې هغه د افغان وطن سیاسي او جنګي حالات دي، خو دوی د خپل ځانګړي سبک له مخې له یو بله بېل دي.

چې بیا نه توره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي
دروېش

تم پکې لښکر چې د غاټول د ریدیو شي
دا خزان وطن دې بیا پاچا د پسرلیو شي
کاروان

ډېر کم کسان به وي چې د پورتنیو دوو شاعرانو شاعري يې نه وي لوستې او له ادب سره تړلي کسان د دغو شاعرانو د شاعرۍ پر اهمیت او بېلوالي واقف دي. باید ووایو چې دغه بېلوالی هم د یوې پرتلې له مخې کېږي، که له دواړو مو یو پوره او بل نیمګړی لوستلی وي، نه شو کولی چې د دوی د شاعرۍ مناسبه پرتله وکړو، ځکه په ځینو مواردو کې د دوی شاعري ډېر باریک توپیرونه سره لري.

همدا ډول که موږ په پښتو کې د هندي سبک د دوو شاعرانو، حمید مومند او کاظیم خان شیدا د شاعرۍ په هکله کړېږو، نو د دوی ترمنځ د شعر باریکۍ له لاندې دوو بیتونو معلومولی شو.

چې په تورو سترګو تور رانجه شي پورې
له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې
حمید مومند

په خلاف د خپل تأثر سرما سایي شوه
چې د سترګو یې لا زیاته ګویايي شوه
کاظیم خان شیدا

دواړه شاعران په عموم کې یوه خبره کوي، چې هغه د تورو سترګو د ښکلا او تأثیر خبره ده، خو یو یې په یو او بل یې بیا په بل انداز کې کوي. حمید بابا وایي چې کله د معشوق پرتورو سترګو تور رانجه پورې شي، نو یوه بلا خو په خپله د یار تورې سترګې دي، کله چې تور رانجه ورسره یو ځای شي، نو د یوې تورې بلا نه سل نورې پیدا شي یعني د یار تورې سترګې لا پسې ښکلې او نازولې شي. د حمید مومند خبره پرتله شیدا ته ساده ده او د لوستونکي ذهن په اسانۍ ور رسېږي. شیدا همدغې خبرې ته له بېل اړخه ګوري او په لومړي سر کې د رانجو اصلي حیثیت ته متوجه کېږي او وروسته یې د یار د تورو سترګو له ښکلاسره یو ځای کوي، چې خوند او رنګ یې لا سېوا کېږي. د رانجو یو حیثیت دا دی چې کله یې انسان ژبې ته یوسي، نو اواز ورسره خپ کېږي یعني د انسان اواز له منځه ځي، خو دا چې رانجه د ژبې پرځای له سترګو سره لګېدلي، نو د شاعر په خبره رانجو د خپل تأثیر(اوازبندۍ) خلاف کار کړی او تورې سترګې یې د ښکلا د اغېز له مخې ګویانې کړې یا لا ښکلې کړې.

د کلاسیکې دورې دوه نور مشهور شاعران چې دواړه یې د ځانله مکتبونو خاوندان دي، خوشحال خان خټک او رحمان بابا، لومړی یې د رزم او بزم شاعر دی، دویم یې تصوفي. د خوشحال په شعر کې مونږ ته د رزم او بزم مفاهیم او پیغامونه له ورایه سترګکونه وهي، خو د رحمان بابا په شعر کې له دنیا بې رغبتي او حقیقت ته میلان زمونږ په فکر کې راتداعي کېږي. دغه بېلوالی مونږ په لاندې دوو بیتونو کې روښانولی شو.

که طالع او هنر دواړه سره کېږدي
زه خوشحال به پکې ونیسم هنر

دا هنر نه دی چې خاورې څوک سره زر کا
چې زر خاورې کا رحمانه هنر دا دی

تاسو پوهېږئ چې د خوشحال خان خټک په پوهه او فکر کې (هنر) کلمه ډېر پراخ مفهوم لري او د هنر تر چتر لاندې یې ډېر شیان راوستي، چې ښه بېلګه یې د دستارنامې شل هنره دي چې مونږ ته یې یو په یو ښودلي. دی ځکه هنر خوښوي چې د دنیوي ژوند د سمون لپاره په هر څه کې هنر او کمال ته اړتیا ده. خوشحال خان خټک پوهېږي چې هر وخت په بخت کار نه کېږي، ځکه دی لومړیتوب هنر ته ورکوي او غواړي چې هرڅوک په خپل ژوند کې د هر کار لپاره له ځان سره یو هنر ولري، چې د هغه په مرسته خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي او دنیوي ژوند د هنر او کمال پر مټ ښکلی او متمدن کړي.

رحمان بابا بیا وایي چې که دا هنر وي چې سړی په خپل ژوند کې د ځان لپاره ډېر څه وکړي، خو اصل هنر دا دی چې د بل چا لپاره خپله شتمني مصرف کړې، چې د دې ذخیره ابدي ده او نه ختمېږي. که حقیقت ته پام وکړو له دې نړۍ پرته یو بل له مونږ پټ حیقیت شته، چې هغه د اخرت ژوند دی، نو د اخرت ژوند د دې دنیا په مقابل کې ډېر لوی دی، چې د هغه خوښي او غم دواړه همېشه دي، نو رحمان بابا اصل هنر دا ګڼي چې په دې ژوند هغه زر او شتمني چې ته یې لرې، خاورې وګڼه یا ورته د خاورو په ارزښت قایل شه، چې د بل چا د خیر لپاره یې درته مصرف کول اسان شي. یا د رحمان بابا ادعا که مونږ دا ډول توضیح کړو چې ده د ټینګار له مخې د دنیوي ژوند د ګټې څټې هنر نفي کړی، کنه په حقیقت دی له دې هنره منکر نه دی، خو دی د دې لپاره د دویم هنر(زر او مال ته د خاورو په سترګه کتل) په خلکو ومني لومړی یې نفي کړی. که مونږ د خوشحال خان خټک او رحمان بابا په هکله غږېږو ، یا یو چا ته په دې قناعت ورکوو چې رحمان بابا تصوفي او خوشحال خان خټک رزمي او بزمي شاعر دی، نو ښه لاره یې د دوی د شاعرۍ پرتله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x