ټکنالوژي

د تګلارې نه منونکو لپاره د واټس اپ په نوې اعلامیه کې څه دي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غویي، ۱۴۰۰ل): واټس اپ خپلو کاروونکو ته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، هر هغه څوک چې د محرمیت په اړه ددوی نوې تګلاره ونه مني، نو دوی یې حساب د مې له ۱۵مې نیټې نه حذفوي.

دا په داسې حال کې چې واټس اپ غواړي د محرمیت په اړه نوې تګلاره عملي کړي، په دې اړه یې کاروونکو ته اخطار ورکړی و چې که پالیسي ونه مني دوی یې حساب په بشپړ ډول وربندوي.

خو یاد شرکت په یوې تازه اعلامیه کې روښانه کړې، «زموږ د محرمیت تګلارې نه منونکو حسابونه به په سمدستي ډول حذف نه شي، خو دغه پریکړه به په تدریجي ډول پلي کړل شي».

واټس اپ وایي، که یو کاروونکی دغه پالیسي ونه مني، دوی ته به څو څو واره خبرتیا ولیږل شي، خو که بیا هم دوی شرایط ونه مني په تدریجي ډول به یې حساب حذفیږي، چې په لومړي سر کې به کاروونکی چیټ لیست ته لاسرسی له لاسه ورکړي.

یوازې دا نه، بلکې څو اونۍ وروسته به پالیسي نه منونکي د واټس اپ څخه تلیفون کولو ځانګړتیا هم له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې بالاخره به یې ټول واټس اپ وتړل شي.

د واټس اپ شرکت د اوسنۍ پریکړې ورورستۍ نېټه د مې ۱۵ ده، خو تر دې دمه یې د شرایطو پلي کولو لپاره نوې نېټه نه ده اعلان کړې.

څو میاشتې وړاندې واټس اپ د کاروونکو لپاره د محرمیت یا پرایویسي نوې تګلاره معرفي کړه، چې له مخې به یې د کاروونکو ځینې معلومات له فیسبوک سره شریکیږي، او که چیرې یو کاروونکی دغه تګلاره ونه مني د واټس اپ حساب به یې د فبروري له ۸مې نیټې حذف شي.

په لومړي سر کې د واټس اپ دغه پریکړه له سختو غبرګونونه سره مخ شوه، کاروونکو د خپل محرمیت ساتلو لپاره ټیلګرام او سیګنال شبکو ته مخه کړه، چې له کبله یې واټس اپ اړ شو خپله پالیسي د مې ۱۵مې ته وځنډوي.

د واټس اپ د نوې پریکړې له مخې به د کاروونکي حساب د مې په ۱۵مه نېټه حذف نشي، مګر په تدریجي ډول کاروونکي ته له بېلا بېلو خبرتیاو وروسته کاروونکی د واټس اپ پيغامونو او تلیفونونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي او په پای کې به یې حساب په بشپړ ډول وتړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x