افغانستان

قانوني د طالب زندانیانو د خلاصون په تړاو د حکومت پر پالیسۍ نېوکه وکړه

نن ټکی آسیا(شنبه،د چنګاښ۲۸مه،۱۳۹۳ل): د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د یو لړ تازه څرګندونو په ترڅ کې د هېواد له زندانونو څخه د بندیانو د خلاصون په اړه د حکومت پریکړې ناسمې بللې او نېوکه یې پرې وکړه.

یونس قانوني چې تېره ورځ یې د کابل ښار په یوه روغتون کې د اورګون د پېښي له قربانیانو سره تر کتنې وروسته، له رسنیو سره خبرې کولې؛وویل چې د حکومت له لورې خوشي شوي بندیان د دې پر ځای چې پر کور کښېني یا له جګړې لاس واخلي؛ بېرته د جګړې کرښو ته ستانه شوي او د حکومت پر ضد یې وسله اخیستې.

یونس قانوني څرګنده کړه، چې د حکومت له لورې د هېواد له بېلابېلو په تېره د څرخي پله له زندان څخه خوشي اتیا سلنه اوس بیا د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد په جګړه لګیا دي.

د کارپوهانو په اند که څه هم د امریکا او کرزي ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا او د امنیتي تړون پر سر له را ولاړ شوې شخړې وروسته، ولسمشر کرزي په قصدي توګه له ځينې زندانونو څخه د بندیانو د خلاصون په اړه فرمانونه صادر کړل؛خو په دې پرېښودل شویو کسانو کې ډېری هغه کسان شامل ول،چې بې له کوم جرم او بې ګناه یې په بندیخانو کې شپې او ورځې سبا کولې.

د دوی په اند اکثره پرېښودل شوي کسان،په زندان کې د ورسره شوي ناوړه چلند او بې ګناه شکنجو او تعذیبونو له کبله د حکومت سره کرکه اخیستې او ګواکې مجبورا له حکومته غچ اخیستنې ته ټېل وهل شوي.

یو شمېر نور شنونکي بیا د ولسمشر د لومړي مرستیال دا وروستۍ څرګندونې غندي او زیاتوي، چې د ناروغانو او ځپل شویو کسانو له پوښتنې وروسته، د دې پر ځای چې د ښاغلي قانوني په زړه کې انساني عاطفه لا پياوړي شي، بر عکس نوموړی د ولس پر ټپونو مالګې دوړوي او د بې ګناه بندیانو سره د لا سخت چلند په ارمان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x